پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 691

د جیش محمد ډلې مشر:د هند برید کې زما د کورنۍ لس غړي وژل شوي، زه به یې له هند څخه غچ واخلم

د هند د مخالفې جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ویلي، چې د هند په برید کې یې د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د اظهر په خبره، دغه برید د ده په کورنۍ شوی، چې په کې یې څلور ملګري هم وژل شوي ډي.

هغه خبرداری ورکړی، چې له هند څخه به د دغه برید غچ واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان وايي، په دغه برید کې ملکي کسان وژل شوي دي.

هند ته د پاکستان د ځوابي برید ضد او نقیض جزیات؛هندی پوځ د درې؛ خو پولیس بیا د لس تنو د وژل کېدو خبر ورکوي

هندي پوځ اعلان کړی، چې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې د جمو او کشمېر په سیمه کې درې ملکیان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

دوی ویلي، چې د پاکستان پوځ ته یې مناسب ځواب ورکړی دی.

پاکستان د دوی پر خاوره تر برید وروسته د هند یو شمېر سیمې په نښه کړې.

سره له دې، چې هندی پوځ د درې تنو د وژل کېدو پخلی کړی؛ خو پولیس وایي، لس تنه وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې بیا پاکستان وايي، د دوی پر حریم د تېري غچ به خامخا واخلي؛ خو هند وايي، د کشمېر د پېښې غچ یې اخیستی او نور پاکستان سره جګړه نه کوي؛ خو که هغوی اقدام وکړ؛ نو سخت ځواب به ورکړي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولي:مونږ پر هند د قانوني برید حق لرو

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولي وايي، چې د هند پر خاوره دوی د برید حق لري او هند په وروستۍ حملې سره د پاکستان حاکمیت او نړیوال قوانین نقض کړي دي.

دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د حملې وار پاتې او په مناسب وخت کې به هند ته ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند وايي، دوی د کشمېر د پېښې غچ اخیستی او پاکستان کې یې ترهګریز ځایونه په نښه کړي دي.

د هند دوو ښځینه قومندانانو؛صوفیه قریشي او ومېکا سینګ پر پاکستان د تېرې شپې د بریدونو قومنده په غاړه لرله

د هند له لوري پر پاکستان د تېرې ورځې د بریدونو قومنده د دوو ښځینه قومندانانو په غاړه وه.

صوفیه قریشي او ومېکا سینګ نن یو خبري کنفرانس ته ویلي، چې پاکستان کې یې یوازې ترهګریز ځایونه په نښه کړي دي.

یادو قومندانانو ویلي، چې هلته یې هیڅ نظامي اډه او ملکي خلک نه دي په نه نښه کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې دوی دواړو په یو شمېر نورو مهمو بریدونو کې هم اغېزناکه ونډه درلوده.

د هند او پاکستان کړکیچ؛د ملا عبدالسلام ضعیف خبرو ته د پاکستاني خبریالانو د پیغوره ډک غبرګون

پاکستاني خبریال حسن خان د ملا عبدالسلام ضعیف څرګندونو ته د پیغوره ډک په یو غبرګون کې لیکلي، چې د پاکستان پښتانه د چا په څېر وطن خرڅونکي او د وطن دوښمنان نه دي او له هر چا وړاندې به له وطن څخه ځان قربانوي.

حسن خان ښاغلي ضعیف ته لیکلي:« دلته د جهاد خبره نه ده، د پاکستان او د ګټو خبره ده او پنجابي او پښتانه به پر وطن ځانونه قربانوي.»

په ورته وخت کې بل پاکستاني خبریال طاهر خان ملا عبدالسلام ضعیف ته لیکلي، چې د هند په برید کې پاکستانۍ زنانه او ماشومان وژل شوي او په اوس وخت کې دا ډول څرګندونې مناسبې نه دي، چې پښتانه باید دغې جګړې کې برخه وانخلي.

طاهر خان سلام ضعیف ته ویلي:« د زړې ملګرتیا پر اساس دې هم باید دا خبره نه وی کړې.»

د یادونې ده چې ملا عبدالسلام ضعیف ویلي وو، چې پاکستان غواړي جګړې ته مذهبي رنګ ورکړي او پښتانه وهڅوي، چې د هند خلاف یې ملاتړ وکړي.

عبدالسلام ضعیف:پاکستان هڅه کوي، چې پښتانه د هند خلاف جنګ ته وهڅوي

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، پاکستان هڅه کوي، چې دغې جګړې ته د جهاد نوم ورکړي او پښتانه وهڅوي، چې په جګړه کې برخه واخلي.

نوموړي سپارښتنه کړې، چې پښتانه باید خپل ځانونه او اولادونه له دې جګړې لرې وساتي.

د ضعیف په خبره، دا جنګ هیڅ مذهبي ریښه نه لري او یوه سیاسي بڼه لري.

هندي چارواکي:درې جنګي الوتکې مو جمو او کشمیر کې نسکورې شوي

هندي چارواکو تایید کړې چې د دوی درې جنګي الوتکې په جمو او کشمیر کې غورځېدلې دي.

له بلې خوا د پاکستان پوځ ادعا کوي چې پنځه هندي جنګي الوتکې یې د هند په فضاء کې نسکورې کړې، چې د پاکستان پر ضد برید کې ښکېلې وې.

جي‌شنکر:نړۍ باید نور د ترهګرۍ زغم ونه لري

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکر ویلي، چې نړۍ باید نوره د تروریزم پر وړاندې زغم ونه لري.

هغه دا څرګندونې پر پاکستان تر برید وروسته پر خپله ایکس پاڼه ليکلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند پر پاکستان تر برید وروسته ویلي، چې هلته یې د ترهګرو ډلو نهه ځایونه په نښه کړي دي.

په همدې حال کې بیا پاکستاني لوري هم ویلي، چې دوی د هند یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.

انتونیو ګوتریش:د هند او پاکستان ترمنځ یوه بله پوځي شخړه زغملی نه‌شو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هند له‌خوا پر پاکستان د وروستیو پوځي عملیاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له نورو نظامي اقداماتو ډډه وکړي.

ګوتریش ویلي، نړۍ نور د هند او پاکستان ترمنځ یوه بله پوځي شخړۀ نه‌شي زغملی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره غوره کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې هند پر پاکستان بریدونه وکړل چې ۸ تنه پاکستانیان پکې وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

ډونالډ ترمپ:پر پاکستان د هند هوايي بریدونه د شرم‌‌ وړ دي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ تازه تاوتریخوالي ته په غبرګون کې، د هند له خوا پر پاکستان هوايي بریدونه د شرم‌وړ بللي دي.

هغه ویلي، چې د دا ډول خبرونو اورېدل ډېر د افسوس وړ دي.

د یادونې ده چې پر پاکستان د هند بریدونو کې ۸ پاکستانیان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

پاکستان ددغه بریدونو د غچ اخیستو خبره کوي.