دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 691

اسکندر مومني:په بندر عباس کې چاودنه د بې‌پروايۍ له امله شوې

0

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان کړی چې د بندر عباس په رجايي بندر کې شوې چاودنه د خوندیتوب د مقرراتو د نه رعایت او بې‌پروايۍ له امله رامنځته شوې.

مومني ویلي، چې ددې پېښې په تړاو تورن کسان پېژندل شوي او احضار شوي دي.

دا چاودنه چې د شنبې په ورځ وشوه، تر اوسه یې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي او شاوخوا ۱۰۰۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

د هرمزګان ولایت چارواکو ویلي، اور لا هم بشپړ نه دی مړ شوی، او د اور وژنې هڅې روانې دي.

د ایران ولسمشر او د ستر مشر آیت‌الله خامنه‌اي له لورې د پېښې د څېړنې امر شوی، او سیمه‌ییز چارواکي وايي چې څېړنه روانه ده.

ګوتریش:د هند او پاکستان ترمنځ کړکیچ اندیښمن کړی یم

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې د تېرې اوونۍ د وسله وال برید له امله د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

رویټرز ویلي، چې د ګوتریش مرستیال ویاند فرحان عزیز حق ویلي، چې انتونیو ګوتریش دواړو هېوادونو ته د زیات زغم سپارښتنه کړې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي ګوتریش ټینګار کړی چې تر ټولو سختې شخړې هم د معنا لرونکو او رغوونکو خبرو اترو له لارې په سوله ییز ډول حل کېدلی شي.

هغه زیاته کړې، که دواړه خواوې ومني، ملګري ملتونه چمتو دي چې د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره هر ډول سوله‌ییز حل ته لاره هواره کړي.

بلوچستان؛د تیلو ټانکر چاودېدو ۴۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ مرستیال کمېشنر امجد حسین ویلي، چې د تېلو یو ټانکر د ویلډینګ پر مهال اور اخیستی او چاودېدلی دی.

هغه ویلي، چې په دې پېښه کې موټر چلوونکی ځای پر ځای وژل شوی او له ۴۰ زیات کسان، چې پکې پولیس هم شامل دي، سخت ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د اور لګېدو علت معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د مارک کارني په مشرۍ؛لیبرال ګوند د کاناډا فدرالي ټاکنې وګټلې

0

د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند د کاناډا په فدرالي ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه.

دغه بریا د کاناډا لپاره یو ستر بدلون بلل کېږي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پالیسو له امله اقتصادي ګواښونه موجود وو.

ټرمپ، چې د سوداګریزې جګړې سیاست یې پیل کړی و، د کاناډا اقتصاد ته سخت ګواښ پېښ کړی و.

لیبرال ګوند د ټرمپ د پالیسو مخالف ګڼل کېږي او دغه بریا د کاناډا د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په مانا ګڼي.

فرانسه:که د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په عمل بدلې شوې؛ نو دوی هم مذاکراتو ته چمتو دي

0

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند العربیه ته ویلي، چې درې اروپایي هېوادونه د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه توب ته چمتو دي.

نوموړي ویلي، که د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په عمل بدلې شي؛ نو دوی هم له ایران سره خبرو ته چمتو دي.

تر دې وړاندې عباس عراقچي ویلي وو، چې اروپایي هېوادونه په خپله خوښه دغو خبرو کې ګډون نه غواړي.

واټس‌اپ اپلیکیشن؛د غږ ثبتولو اپشن کې بدلون راوست

0

واټس‌اپ اپلیکیشن د غږ ثبتولو اپشن کې بدلون راوستی.

تر دغه بدلون وروسته د واټس‌اپ کارونکي کولای شي، چې په یو ځل د ریکارډ بټنې په وهلو سره خپل غږ تر اخره ریکارډ کړي.

تر دې وړاندې د غږ ثبتولو لپاره د ریکارډ بټن تر اخره نیول کېده او یاهم پورته کش‌کېدله ترڅو ثبتوونکی په اسانه خپل غږ ثبت کړي.

د پاکستان دفاع وزیر:د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر او والي له افغانستان سره د خبرو کولو اجازه نه لري

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا آعلی وزیر او والي ته به په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د خبرو اجازه ورنکړي.

خواجه آصف ویلي، د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو اړوند پالیسۍ د پاکستان په اساسي قانون کې واضح دي، او له افغانستان سره له حقوقي پلوه د خبرو اترو مسولیت مرکزي حکومت سره دی، او دوی به هیڅکله د خیبر پښتونخوا ولایتي حکومت ته له افغانستان سره د خپلواکو خبرو اترو اجازه ورنکړي.

نوموړي زیاته کړې، که د خېبرپښتونخوا آعلی وزیر او یا والي د افغانستان اړوند کومه طرحه یا وړاندیز لري باید له مرکزي حکومت سره یې شریک کړي.

بیړنی خبر

0

خواجه آصف وایي پر پاکستان د هند برید پیښدونکی دی

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې حالاتو ته په کتو بریښي چې هند پر پاکستان برید وکړي

رابن رافیل:د کشمېر د پېښې په اړه د بې پرو څېړنو وړاندیز مثبت ګام دی

0

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې رابن رافیل د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې له مخې یې د پهلګام د پیښې بې پرې څیړني دې وشي.

نوموړې له جیو نیوز سره په خبرو کې د پهلګام د پېښې په اړه د بې پرې څېړنو وړاندیز یو مثبت ګام بللی دی.

رافیل ویلي، چې د پېښې څخه پنځه دقیقې وروسته د هندوستان له خوا په پاکستان تور لګول نا مناسب عمل دی.

دغې پخوانۍ امریکايي چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتې چې د ډهلي او اسلام اباد ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې خپل رول ولوبوي.

پوتین:د اوکراین جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو له ونډې اخیستو مننه کوم

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه د روسي پوځیانو ترڅنګ د خپلو سرتېرو د استولو او د کورسک سیمې په نیولو کې د مرستې له امله مننه کړې ده.

ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې روسیې او شمالي کوریا د ستراتیژیکې همکارۍ یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده، چې له مخې یې د یرغل پر مهال د متقابل ملاتړ ژمنه شوې ده.

کیم جونګ اون هم تایید کړې چې د خپلو ځواکونو مرسته یې د اوکراین جګړه کې له روسي پوځیانو سره کړې ده.