چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 674

د پاکستان د عامه اړیکو دفتر:د هند برید کې دوه نور پاکستاني ټپي شوي سرتېري وژل شوي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې د هند د وسله‌والو ځواکونو له لوري د ۲۰۲۵ کال د مې د شپږمې او اوومې نېټې په شپه؛ ترسره شوي برید کې بې‌ګناه ولسي وګړي او د پاکستان د پوځ سرتیري وژل شوي دي.

له یاد دفتره خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه برید کې ښځې، ماشومان او مشران هدف ګرځېدلي، او د پاکستان پوځ دوه نور ټپي شوي سرتېري نن مړه شوي دي، چې ورسره د وژل شویو شمېر ۱۳ ته پورته شوی دی.

د پوځ د معلوماتو له مخې، ۷۸ نور سرتېري د دندې پر مهال ټپیان شوي دي.

تازه مړه شوي سرتېرو څخه یو یې د پوځ او بل یې د هوایي ځواک اړوند وو.

زلمی خلیلزاد:نن د سوریې لپاره یوه مهمه ورځ ده او مشران یې باید فرصت له لاسه ورنکړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې نن د سوریې لپاره یو ښه او مهمه ورځ ده.

هغه زیاتوي، د سوریې حکومت، سیاسي مشران او ولس باید دا فرصت له لاسه ور نه کړي.

خلیلزاد د سوریایانو لپاره د بریا دعا کړې او ویلي یې دي، «خدای دې سوریایان وساتي».

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټرمپ پر سوریې لګېدلي بندیزونه لرې کړل.

اسماعیل میاخېل:ځوان نسل باید د بدیلو بحثونه په پیلولو فکر وکړي

د ملي ټلویزیون پخوانی مشر اسماعیل میاخېل وایي، څلور کاله وروسته هم د طالبانو له واکمنۍ سره د مبارزې لپاره منسجم او د باور وړ بدیل نه‌دی رامنځته شوی.

نوموړي نیوکه کړې چې یو شمېر سیاستوال او مدني فعالان یوازې په ځان‌محورۍ، د یو بل په تخریب، او بې‌ځایه سیالیو بوخت دي.

هغه ویلي طالب له همدې حالت څخه د ځان په ګټه کار اخیستی.

میاخېل ټینګار کوي چې بدلون تشو شعارونو نه، بلکې ملي فکر، ګډ مسئولیت، او دوامدار عمل ته اړتیا لري.

ګلبدین حکمتیار:پر پاکستان د هند برید ته مه خوشالېږئ؛ دا پایله سرچپه راخیژي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښته کې د ځینو افغانانو خوښۍ د تاسف وړ بللې او ویلي یې دي، چې دا پایله به سرچپه راوخيژي.

حکمتیار خبرداری ورکړی چې که جګړه دوام ومومي، لمبې به یې تر افغانستان هم ورسېږي.

هغه ویلي، ځیني هغه کسان او رسنۍ چې د دې جګړې ملاتړ کوي، پخوا هم د شوروي او امریکا یرغلونو ته خوشحال وو.

دا شخړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځګړیتوب وروسته پای ته ورسېده.

پاکستان ویلي چې په دې جګړه کې یې ۱۱ سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ملا عبدالغني برادر؛د روسیې کازان ته ورسېد

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی کازان ته ورسېد.

طالب سرچینو لیکلي، چې د هغه هرکلي ته د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال ورغلی و.

ټاکل شوې چې ملا برادر به د کازان ۱۶فورم اقتصادي ناسته کې ګډون وکړي.

اسراییلي چارواکي:نتانیاهو د ټرمپ له هغې طرحې ملاتړ کوي چې غزه د منځني ختیځ یو پرمختللی ځای وګرځي

یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي ویلي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو لا هم د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې یې غزه د منځني ختیځ یو پرمختللی او مطلوب ځای وګرځي.

د اسرائیلو پخواني وزیر او د نیویارک سرقونسل، اوفیر آکونیس، نیوزویک ته ویلي، چې غزه د طبیعي شتمنیو، اوږده ساحل، پراخ سمندر او ښه اقلیم له امله د پرمختګ پراخ ظرفیت لري.

نوموړي زیاته کړې: «زه د دې طرحې ملاتړ کوم. زما ماډل متحده عربي امارات دي. په غزه کې د اوبو تصفیې، کرنې، د اوبو ټکنالوژۍ او خوراکي صنعتونو کې پانګونه کولای شي دا سیمه یوه پرمختللې اقتصادي حوزه وګرځوي.»

الشرع ټرمپ سره لیدنه کې؛له امریکايي شرکتونو د سوریې په نفتو او ګازو کې د پانګونې غوښتنه کړې

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت ویلي، چې د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال له امریکايي شرکتونو غوښتنه کړې چې د سوریې د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه وکړي.

لویت زیاته کړې، چې دغه غوښتنه د سوریې د اقتصادي بیا رغونې لپاره شوې ده.

هغې دا هم ویلي، چې ټرمپ له الشرع څخه غوښتي چې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو ابراهیم تړون لاسلیک کړي او همداراز فلسطیني وسله‌وال له سوریې وباسي.

شیخ هبت الله اخوندزاده؛د استخباراتو ریاست اړوند د بهرنیو اړیکو رئیس ډاکتر بشیر له دندې ګوښه کړ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د بهرنیو استخبارتو رئیس ډاکتر بشیر د پرلپسې شکایتونو له امله له دندې لرې کړ.

یوې باورې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته وویل، چې په ډاکټر بشیر د سلفي، اهل حدیث او نورو ګڼو عقیدي پیرانو د وژنو تورونه وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، بشیر د دغو تورونو له امله د ننګرهار د استخباراتو له ریاست څخه کابل ته تبدیل کړل شو او اوس د کابل ریاست څخه هم منفک شوی دی.

په ډاکتر بشیر د کورونو، ځمکو او سوداګرو د کورونو د اخیستو تورونه دي.

ډونالډ ټرمپ؛له احمد الشرع سره په ریاض کې لیدنه کړې

عربي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د خپل سفر په دوهمه ورځ د سوریې د موقت حکومت له مشر احمد الشرع سره په ریاض کې لیدنه کړې ده.

دا لیدنه وروسته له هغې شوې چې ټرمپ د سوریې پر ضد د بندیزونو د کمولو پرېکړه اعلان کړه.

احمد الشرع له دې وړاندې په سوریه کې د امریکا د کانګرس له استازو سره کتلي وو او د بندیزونو د کمښت غوښتنه یې کړې وه.

هغه ټرمپ ته یو لیک هم استولی و چې نوموړي ترلاسه کړی دی.

په عین حال کې، د امریکا تر څنګ ځینو اروپایي هېوادونو هم د الشرع تر مشرۍ لاندې د سوریې له حکومت سره پر یو شمېر بندیزونو د لغوه کولو اقدام کړی دی.

د ټرمپ دا لیدنه قطر ته تر سفر مخکې شوې ده.

واشنګتڼ کې د پاکستان سفیر:د پاکستان او هند ترمنځ اوربند لا هم نازک حالت کې دی

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ اوربند لا هم نازک حالت کې دی.

نوموړي د امریکا هڅې او ډیپلوماسي ستایلې چې د جنوبي آسیا د دغو دوو اتومي هېوادونو ترمنځ یې د وروستیو تاوتریخوالو په کمښت کې مرسته کړې ده.

هغه له واشنګټن غوښتي، چې د کشمیر د مسلې په حل کې هم خپل رول ته دوام ورکړي.

رضوان سعید همداراز خبرداری ورکړی، که هند د اندس د اوبو تړون په اړه یو اړخیز اقدامات وکړي؛ نو دا به د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي.