جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 669

روزا اتونبایووا:افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام یوه لویه تراژیدي ده

افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اتونبایووا د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام یوه تراژیدي بللې.

روزا اوتونبایوا د زده کړې د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي چې دوی په دې اړه ژوره اندېښنه څرګندوي.

د هغې په خبره، هیڅ هېواد کې تر اوسه له واک ته رسېدو وروسته ښځې له کار او زده کړو نه دي منع شوې.

د یادنې ده چې له درې کالو زیاته موده کېږي چې د افغان نجونو او مېرمنو پر مخ د زده کړو او کار دروازې بندې دي.

شیخ هبت الله اخوندزاده:له اختلاف څخه لاس واخلئ، زمونږ هدف د اسلام او قران ساتنه ده

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده وایي، ملایانو ته نړۍ حیرانه ده؛ ځکه په خبره یې دوی که د ماښام ډوډۍ هم ونه لري، بیا هم په دومره غیرت وخت تېروي چې ته به وایې ټوله نړۍ یې په قواله ده.

د شیخ هبت الله په خبره، ملایان نورو ته د خیر رسولو په لار کې لوږه او تکلیف تېروی شي.

هغه ویلي، زمونږ هدف د اسلام او قران ساتنه ده.

نوموړي یو ځل بیا د خپل حکومت په غړو غږ کړی چې له اختلاف څخه لاس واخلي.

ښاغلي اخوندزاده زیاته کړې، کوم اسلام چې په کلیوالو مدرسو او جوماتونو کې تدریس شوی هماغه اسلام نن په افغانستان واکمن دی.

د افغانستان دیموکراسۍ او بشري حقونو سازمان:د شیخ هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم هرکلی کوو

د افغانستان د دیموکراسۍ او بشري حقونو سازمان د جرمونو نړیوالې محکمې د هغې حکم هرکلی کړی، چې د طالبانو حکومت د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو لپاره یې کړی.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاره د افغانانو د بشري حقونو تامین لپاره خورا مهمه ده.

یاد سازمان دغه راز ټینګار کړی، چې د بشري حقونو په برخه کې باید نړۍ د افغانانو غږ هیر نه کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دا لحظه د ټولو افغان نسلونو لپاره مهمه ده.

ټرمپ:هڅه کوم چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید مخه ونیسم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هڅه کوي د ایران په اتومي تاسیساتو د برید مخه ونیسي.

ټرمپ ویلي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید مسئله حل کېدی شي او دی هم په دې اړه له چارواکو سره خبرې کوي.

د ټرمپ په خبره، ښه به وي چې تر نورو مسائلو وړاندې دا ستونزه حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ګواښ کړی.

د شیخ هبت‌الله د نیولو حکم ته غبرګونونه؛یو شمېر بنسټونو او فعالانو دا کار ستایلی او د عملي کېدو غوښتنه یې کړې

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم بېلابېل غبرګونونه راپارولي.

یو شمېر بنسټونو او د ښځو حقونو فعالانو یې هرکلی کړی او ژر تر ژره یې په دې اړه د اقدام غوښتنه کړې.

ریچارډ بنټ، د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ازادۍ جبهې، د ښځو یو شمېر بنسټونو او ګڼو فعالانو دا غوښتنه ستایلې؛ خو په کور دننه بیا یو شمېر طالبان او طالب پلوي وایي، چې د جرمونو نړیواله محکمه په هیڅ صورت د دوی د مشرانو په اړه ورته اقدام نشي کوی.

فوزیه کوفي؛د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې د ندا محمد ندیم او خالد حنفي د نېولو حکم هم صادر کړي

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، د ښځو لپاره د طالبانو د مشرانو د نیولو امر صادرول په اوسنۍ کړکېچن او تیاره فضا کې د تازه هوا تنفس دی.

فوزیه کوفي له سي‌ان‌ان سره په مرکه کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم او د امربالمعروف د وزیر خالد حنفي د نیولو غوښتنه کړې.

نوموړې ویلي، هیله لري چې د طالبانو حکومت د پوهنې د وزیر په ګډون د نورو طالب چارواکو په تړاو هم ورته اقدام وشي.

هغې زیاته کړې، چې طالب چارواکي باید د نسل وژنې پر بنسټ د بشریت ضد جرمونو په ترسره کولو کې حساب شي.

حامد کرزي؛د علي رضا اساهي پر مړینه خواشیني ښودلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د بدن د ښکلا اتل علي رضا اساهي مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

ښاغلي کرزي په ایکس کې لیکلي، چې علي رضا اساهي یو زیارکښ ځوان و چې د بدن د ښکلا په برخه کې یې په خپلو هڅو سره اتلولي ترلاسه کړه.

نوموړي د اساهي له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

راشد خان:د علي رضا اساهي د کورنۍ لاسنیوی کوم

افغان لوبغاړي راشد خان د بدن ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا اساهي له کورنۍ سره د مرستې اعلان کړی.

راشد له نورو هېوادوالو هم غوښتي چې د علي رضا اساهي د کورنۍ لاسنیو وکړي.

علي رضا اساهي پرون پنجشنبه کابل کې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړه.

نوموړي دوه ځل د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی و چې د سرو زرو مډالونه یې ګټلي وو.

ریچارډ بینېټ؛د شیخ هبت‌الله او عبدالحکیم حقاني د نېولو د حکم هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د شیخ هبت الله او عبدالحکیم حقاني د نیولو له حکم هرکلی کړی.

نوموړي ویلي، دا طالبانو ته یو څرګند پیغام دی، چې ټولې کړنې یې څارل او بررسي کېږي.

د بینېټ په خبره، دا فرمان افغانانو ته هم ډاډ ورکوي چې د دوی حقونه هیر شوي نه دي.

د یادونې ده چې د جرمونو نړیوالې محکمې د یادو کسانو د نیولو حکم کړی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې؛د شیخ هبت‌الله او عبدالحکیم حقاني د نېولو حکم کړی

د نړيوالې جنايي محکمې څارنوال کریم خان ویلي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده او د یادې ډلې د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني باید ونیول شي.

کریم خان ویلي، شیخ هبت الله او عبدالحکیم د بشر ضد جرمونه کوي.

تر.اوسه د طالبانو حکومت دې خبرې ته کوم غبرکون نه دی ښودلی.