چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 669

تورخم؛له نږدې یوې میاشتې ځنډ وروسته، دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه

له نږدې یوې میاشتې ځنډ وروسته، د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شوه.

دا لار نن سهار پرانېستل شوې او اوس پرې بار وړونکي موټر او مسافر دواړه پرېښودل کېږي.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې دا لار تېره ورځ پرانېستل شي؛ خو هاغاړې ته د سکنرونو د نه فعالېدو له کبله وځنډېده.

دغه لار د تورخم دې غاړې ته د طالبانو له لوري د تاسیساتو د جوړېدو له امله تړل شوې وه.

ریچارډ بنټ:طالبان باید د نجونو د زده‌کړو مخینوي په اړه ځواب ووايي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ټینګار کړی، چې طالبان باید د نجونو د زده‌کړو مخینوي په اړه ځواب ووايي.

ریچارډ بنټ ویلي، چې طالبانو د جنسیتي ځورونې له کبله نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو منع کړې دي.

هغه، د نجونو په ملاتړ هغه هشټګ هم کارولی، چې« پرېږدئ، چې افغان نجونې زدکړې وکړي.»

د یادونې ده، چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره بیا هم د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو ته اجازه نه ده ورکړې.

سپینه ماڼۍ:متحده عربي امارات په راتلونکو لسو کالونو کې په امریکا کې ۱.۴ تریلیونه ډالره پانګونه کوي

0

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې عربي متحده امارات به په راتلونکو لسو کالونو کې په امریکا کې د ۱.۴ تریلیونه ډالرو په ارزښت سرمایه ګذاري وکړي.

دا پانګونه به د مصنوعي ځیرکتیا، انرژي، او تولیداتو په برخه کې ترسره کېږي.

رویټرز ویلي، چې اماراتو دا اعلان د شیخ طحنون او ټرمپ له لیدنې وروسته کړی دی.

د یادونې ده، چې متحده عربي امارت د نفتو په برخه کې د امریکا یو پخوانی شریک هېود هم بلل کېږي.

سرچینې:د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته راغلی

سرچینې وایي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته راغلی.

سرچینو ویلي، چې صادق خان به د طالبانو حکومت له مشرانو سره د لیدنو او خبرو اترو ترڅنګ، د سرحدي همغږۍ په ناسته کې هم ګډون وکړي.

تر اوسه د نوموړي د لیدنو جزئیات نه دي خپاره شوي.

د یادونې ده چې دا د صادق خان دوهم سفر دی چې په وروستیو درې میاشتو کې یې کابل ته کوي.

ټي‌ټي‌پي؛له خپلو ملاتړو غوښتي، چې د برېښنایي پیسو له لارې یې ملاتړ وکړي

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې د لومړي ځل لپاره له خپلو پلویانو په برېښنایي ډول د مالي ملاتړ غوښتنه کړې.

دوی د کریپټو والټ، پي پال یوزرنیم او د ټلګرام ادرس خپور کړی او غوښتنه یې کړې چې د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره د QRکوډ هم وکاروي.

دا لومړی ځل دی،.چې ټي ټي پي د دغه ډول ملاتړ غوښتنه کوي.

غزه؛اسراییلو په روانو بریدونو کې تر اوسه ۵۹۱ کسان وژلي

0

غزه کې د اسراییلو له لوري په روانو بریدونو کې تر اوسه ۵۹۱ کسان وژل شوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، وژل شویو کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

که څه هم ګڼو اړخونو د یادې جګړې درېدو غوښتنه کړې؛ خو اسرائیل لاهم دا جګړه نه ده درولې.

د مقاومت په نوم جبهه:په ۱۴۰۳ کال کې مو ۶۵۱ طالب سرتېري وژلي او ۵۷۹ نور مو ټپیان کړي دي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې ۶۵۱ طالب سرتېري وژلي او ۵۷۹ نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا مرګ‌ژوبله یې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې طالبانو ته اړولې ده.

دغې جبهې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۴۰۱ بریدونو له لارې یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي او په دغه بریدونو کې ملکیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو د مقاومت او ازادۍ په نوم جبهې د ملکي وګړو پر وژنه تورنې کړې وې؛ خو دواړو جبهو دغه ادعاوې رد کړې وې.

معصوم ستانکزی:هیله ده چې د نوي کال په مناسب د ښځو دردناک محرومیتونه پای ومومي

‏د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي هم هیله ښودلې، چې د نوي کال په راتګ سره د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.

نوموړي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد د خلکو ویاړ او وقار د عدالت په رڼا کې دی، نه په منافقت او خود غرضي کې.

تر دې وړاندې ګڼو نورو پخوانیو چارواکو هم د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې د نوي کال راتګ سره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

عمر داودزی: ملا هبت الله اندیښمن دی چې ټرمپ به څه ورسره کوي

د افغانستان د جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی محمد عمر داوودزی وايي،دطالبانو لخوا په افغانستان کې د امریکایي بندي جورج ګلزمن سمدستي خوشې کیدل دا په ډاګه کوي چې طالبان د واشنګټن د خوشالولو لپاره هر کار کوي.

ښاغلی داوودزی وایي د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه ” اندېښمن دی چې هغه به له دوي سره څه وکړي”.

د پخواني حکومت د دغه لوړپوړي چارواکي په وینا، طالبان هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې امریکا خوشاله وساتي.

د محمود شاه حبیبي ورور:امریکا راسره ژمنه کړې چې د محمود شاه د خلاصون په اړه یې د طالبانو سره خبرې روانې دي

د طالبانو له حکومت سره د بندي محمود شاه حبیبي ورور وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورسره ژمنه کړې چې په دې اړه یې د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.

احمد شاه حبیبي ویلي، دوی تمه لرله، چې ورور به یې له نورو امریکایي بندیانو سره یوځای ازاد شي.

هغه ویلي چې لاهم نوموړی د طالبانو په بند کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له یوه امریکايي پلاوي سره کابل ته راغلی او د طالب چارواکو سره د بندیانو پر خلاصون تر خبرو وروسته د طالبانو حکومت یو تن امریکایي بندي جورج ګلیزمن له دوه کاله بند وروسته له بنده خوشې کړ.