پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 669

د طالبانو حکومت؛څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نېولي

د طالبانو حکومت ‏څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نېولي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په تخار او فاریاب ولایتونو کې نيول شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې دې کسانو ته له دغې چارې د لاس اخیستو خبرداری ورکړ شوی وو.

مزار شریف کې د ایران سرقونسل:د ایران مذهبي مشر له افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی

په مزار شریف کې د ایران سرقونسل ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی دی.

ایرنا خبري اژانس د علي‌رضا احمدي له قوله ویلي چې د ایران د مشرتابه علي خامنه‌اي د فرمان له مخې د افغانستان سره پر اعظمي تعامل ټینګار کوي.

د احمدي په وینا، د ایران مشر په دې باور دی چې د سیمې ستونزې باید د سیمې د هېوادونو لخوا حل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ایران د خپلو تګلارو او پالیسیو له مخې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د ازادۍ جبهه:تخار کې مو درې طالب سرتېري وژلي

د ازادۍ جبهې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار د کرنې ریاست مخې ته د چاودنې مسؤولیت منلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې د طالبانو د استخباراتو د نظامي موټرو کاروان په نښه شوی چې د تالقان ښار په شاوخوا کې د پوست‌خور کلي څخه د ولایت مرکز ته په لاره وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سعودي عربستان:نتنیاهو د غزې د خلکو بېځایه کېدل غواړي او دا د فلسطین په خاوره تېری دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې د خلکو په جبري ډول بېځایه کول غندلي دي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نتنیاهو د فلسطینیانو جبري بې ځایه کیدنه غواړي او دا د فلسطین په ځمکنۍ جغرافیه او د دوی په خاوره تېری دی.

اعلامیه زیاته کړې، چې د اسراییلو لخوا پر فلسطینیانو هر ډول جبر د منلو نه دی او له دې کاره دې لاس واخلي.

مکسیکو؛ترافیکي پېښې ۳۰ تنه وژلي

0

د مکسیکو په جنوب کې د یوه بس په ټکر کې له ۳۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، بس د کانکون او تاباسکو ښارونو تر منځ په حرکت کې و او شاوخوا ۴۴ مسافر پکې سپاره وو.

د ځایي رسنیو په وینا، لس کسان ژوندي پاتې شوي دي.

پولیسو ویلي، چې د دې پېښې د لاملونو څېړنه روانه ده.

نتنیاهو:ټرمپ د ټولې نړۍ لپاره یو ستر رهبر دی

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فاکس نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل تر ټولو ستر ملګری وباله.

نتنیاهو ویلي، چې ټرمپ د اسرائیل او امریکا په ائتلاف کې لوی بدلون راوست، چې دا اړیکې یې تر پخوا ډېرې پیاوړې کړې.

هغه ټرمپ د امریکا او نړۍ لپاره یو ستر رهبر بللی او زیاته یې کړه چې اسرائیل تر امریکا لوی ملګری نه لري، په ځانګړې توګه د ټرمپ تر مشرۍ لاندې، او امریکا هم تر اسرائیل ستر دوست نه لري.

نتنیاهو د دواړو هېوادونو د قوي اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا اړیکې تر ډېره د ګډو دښمنانو له کبله دي.

نوموړي یادونه وکړه چې ټرمپ بیا ځلي اسرائیل ته د وسلو تحویل پیل کړ او څرګنده یې کړه چې اسرائیل د څو اړخیزې جګړې په ترڅ کې د ګډو دښمنانو پر وړاندې په جګړه بوخت دی.

ډونالډ ترمپ؛د انتوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي معلوماتو ته لاسرسی بند کړ

0

‏د سپینې ماڼۍ چارواکو اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو د پخواني وزیر انتوني بلینکن او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جیک سلیوان امنیتي او محرمو معلوماتو ته لاسرسی بند کړ.

دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن ته د امنیتي او محرمو اسنادو لاسرسی هم لغوه کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د جو بایدن د حکومت د عدلیې وزارت د مرستیالې، لیزا موناکو هم محرم اسنادو ته لاسرسی لغوه کړی.

د یادونې ده چې د امریکا پخواني ولسمشرانو په دودیز ډول استخباراتي غونډو او معلوماتو ته لاسرسی درلود، تر څو د ملي امنیت او بهرني سیاست په اړه اوسني ولسمشر ته مشورې ورکړي.

د لبنان لومړي وزیر؛نواف سلام خپل نوی حکومت تشکیل، او د حزب الله دوره پای ته ورسوله

0

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام خپل نوی حکومت معرفي کړ او د دغه هیواد د موقتې ادارې لخوا چې څو کاله یې چارې پرمخ وړلې، ورته د پای ټکی کیښود.

نواف سلام ټینګار وکړ چې د لبنان د بیا په ځان بساینې فرصتونه په لاس ورغلي او همدا یې بهترینه موقع ده چې دغه هیواد د جګړې له ډګره وباسي څو د فساد، سوء مدیریت او اوږد اقتصادي بهران ته د پای ټکی کېږدي چې د نړیوالې ټولنې خام شوی باور بیرته راواړوي.

یاده دې وي چې د لبنان د نوي حکومت د تشکیل سره د حزب الله مذهبي ډله چې څو کاله یې د دغه هیواد په حکومتي چارو تسلط درلود هم د تضعیف سره مواجه شوه.

روسیه؛یو محصل د لومړي ځل لپاره خپل علمي تیزس له فضا څخه وړاندې کړ

0

یوه روسي محصل د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره خپل علمي تیزس له فضا څخه وړاندې کړ

روسي رسنیو د روسیې د ولسمشرۍ اکاډمۍ رئیس الکسي کومیساروف له قوله ویلي، چې د روسیې فضانورد او اتل، ایوان واګنر، چې د ولسمشرۍ اکاډمۍ محصل دی، د نړۍ په کچه د لومړي ځل لپاره د خپل ماسټرۍ تیزس د نړیوال فضايي سټېشن څخه دفاع کړ.

فضانورد واګنر خپل تیزس «د دولتي سکتور د یوې ادارې د فعالیت ښه والی د کارکوونکو د غوره کولو د بهیر د ښه کولو له لارې» په اړه لیکلی دی.

چین؛د ځمکې ښویدو له کبله ۳۰ تنه نادرکه دي

0

په چین کې د ځمکې ښویدو له امله ۳۰ کسان نادرکه شوي دي.

د چین د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، د سیچوان ولایت د جین پینګ په ښار کې د ځمکې ښویدو ۳۰ تنه نادرکه کړي دي.

چینایي رسنیو زیاته کړې، چې ددغې ځمکې ښویدو ۱۰ کورونه لاندې کړي دي.

رسنیو دغه راز ویلي، چې نږدې ۲۰۰ کسان له سیمې څخه ژغورونکې ډلې ویستلي او د نورو نادرکه شویو کسانو د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.