پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 668

جاپان؛د واورې د اورښت او طوفان له امله څلور تنه وژل شوي

0

په جاپان کې د درنې واورې د اورښت او طوفان له امله څلور تنه وژل شوي دي.

جاپاني رسنۍ وایي، چې ددغه طوفان او واورو له امله سلګونه پروازونه لغوه شوي او په ځینو سیمو کې واوره څو متره لوړوالي ته رسېدلې ده.

یادې رسنۍ زیاتوي، چې د واورې زیات اورښت په ګڼو سیمو کې ډېری خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

اسوشیټډ پرېس:د ټرمپ له لوري د پناه غوښتونکو د بهیر ځنډول افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې

اسوشیتډپرېس خبري اژانس وایي، چې د امریکا له لوري د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ځنډولو افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

یاد اژانس ویلي، ځینې دغه کسان په البانیا، پاکستان او قطر کې پاتې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته د پناه غوښتونکو د منلو بهیر درې میاشتې وځنډوه.

زلمی خلیلزاد:ازادي راډیو او امریکا غږ د امریکا د سیاستونو د ملاتړ پر ځای، مخالفت زیات کوي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایلان ماسک له غوښتنې څخه ملاتړ کړی چې د رادیو ازادي او د امریکا غږ رسنیو فعالیتونه دې وتړل شي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د دې رسنیو فعالیتونه، په ځانګړې توګه د ازادي راډیو د اروپا برخې، باید وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې دا پروګرامونه له نږدې تعقیبوي، ځینې برخې یې داسې ښکاري چې د فعالانو له خوا اداره کیږي، نه د ژورنالیستانو.

هغه ویلي، پرځای د دې چې د امریکا د سیاستونو ملاتړ وکړي، مخالفت یې کوي.

خلیلزاد دغه راز ویلي، چې د امریکایي مالیه ورکونکو پیسې باید د امریکا د مخالفو ګټو لپاره ونه کارول شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ایلان ماسک غوښتنه کړې وه چې د ازادي راډیو او امریکا غږ فعالیتونه دې وتړل شي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا ته د غزې د سپارولو خبره تازه کړې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په غزې باندې د قبضې او اشغال خبرې کړي دي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي، چې د غزې د نېولو فکر ورسره دی.

ټرمپ همدارنګه ټینګار کړی چې ځینې فلسطینیان به د امریکا ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، خو دا به وروسته له دې وشي چې د هغوی دوسیې وڅېړل شي.

له بلې خوا، فلسطینیانو او ځینو عربي هیوادونو د ټرمپ دې څرګندونو ته چې غزه به ونیسي، سخت غبرګون ښودلی دی.

ټي‌ټي‌پي:پاکستان کې د شریعت نافذول زموږ مهم هدف دی او جګړه به دوامداره ساتو

0

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د پاکستاني پوځ پر ضد «مقدس جهاد» ته دوام ورکوي.

دغې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان کې د شریعت نافذول د دوی مهم هدف دی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې د دوی جنګ یوازې د پوځ، امنیتي ادارو او د هغوی د همکارانو پر ضد دی، نه د عامو خلکو پر ضد.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د شانګلې خلک دې د ټي‌ټي‌پي ملاتړ وکړي او د پوځ سره دې همکاري نه کوي.

په مالي کې؛وسله والو بریدګرو ۵۶ ملکیان وژلي

0

په مالي کې د وسله‌والو په یو برید کې لږ تر لږه ۵۶ ملکي کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې دا برید تېره ورځ ماښام مهال د مالي ګائو ښار په شمال‌ختیځ کې شوی دی.

راپورونه وایي، چې وسله‌والو بریدګرو د ملکیانو موټر په نښه کړي چې له کبله یې ۵۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

د مصر؛د بهرنیو چارو وزیر په یو رسمي سفر امریکا ته تللی

0

د مصر د بهرنیو چارو وزارت نن خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالطی د ټرمپ د حکومت له لوړ پوړو چارواکو او د امریکا د کانګرېس له غړو سره د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی.

ددغه وزارت په بیان کې راغلي چې دغه سفر د «دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو او د مصر او د متحده ایالاتو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ» په موخه ترسره شوی او په دې کې به د «د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه مشورې» شاملې وي.

ډونالډ ټرمپ:که له ایران سره یوې موافقې ته ورسېدم، اسراییل به دغه هېواد بمبار نه کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیویارک پوسټ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې غواړي له ایران سره یوې موافقې ته ورسېږي.

نیوریاک پوسټ د ټرمپ له قوله ویلي: «زه غواړم له ایران سره د غیر اټومي مسایلو په اړه موافقه وشي. دا د درنو بمباریو څخه غوره ګڼم… هغوی نه غواړي مړه شي. هېڅوک نه غواړي مړه شي.»

نوموړي زیاته کړې که موږ دې موافقې ته ورسېږو، اسرائیل به هغوی بمباري نه کړي.

ټرمپ د ایران سره د خبرو اترو جزییات ښکاره نه کړل او ویلي: «له یوې خوا، نه غواړم تاسو ته ووایم چې هغوی ته به څه ووایم. پوهېږئ، دا دومره ښه کار نه دی.»

پاکستان کې د روسیې سفیر:د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مسکو د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي

په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر آلبرت خورف ویلي، چې مسکو د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.

نوموړي د تاس خبري آژانس سره په خبرو کې د پاکستان په دننه کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

البرت خورف ټینګار کړی چې هېواد یې له اسلام‌اباد سره د امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي چې روسیه د پاکستان او افغانستان سره د رغنده همکارۍ په پیاوړتیا کې ژمنه ده.

اسراییلي ځواکونو؛له نتساریم نظامي لارې څخه شاتګ کړی

0

د اسراییلو ځواکونو له نتساریم لارې څخه، چې یوه نظامي لار ده او د غزې تړانګه په عملي توګه په شمالي او جنوبي برخو ویشي، شاتګ کړی دی.

دا د هغه اوربند د توافق له شرایطو څخه یوه برخه ده چې له مخې یې پرون (شنبه) درې اسراییلي یرغمل په بدل کې شاوخوا ۱۸۳ فلسطیني بنديان خوشې شول.

په ورته وخت کې د اسراییلو استازي د اوربند د مذاکراتو د دوام لپاره قطر ته تللي دي.

حماس اسراییل په دې تورن کړې چې د بشري مرستو په استولو کې ځنډ کوي او خبرداری یې ورکړی چې د خبرو اترو دوام له خطر سره مخ دی.