چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 667

رسول موسوي:کابل ته د امریکایي پلاوي سفر د طالبانو د بهرنیو اړیکو په تحولاتو کې یوه مهمه نښه ده

کابل کې د ایران پخواني سفیر رسول موسوي ویلي، چې کابل ته د امریکایي پلاوي سفر د طالبانو د بهرنیو اړیکو په تحولاتو کې یوه مهمه نښه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د ځینو معلوماتو له مخې، امریکایي پلاوی لومړی قندهار ته تللی و او د هلته د لیدنو کتنو وروسته، کابل ته راغلی دی.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د یو پلاوي سره یوځای کابل ته سفر کړی و او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدنه او خبرې وکړې.

هېره دې نه وي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، دا د امریکا د رسمي پلاوي لومړی سفر و، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې افغانستان ته ترسره شو.

انس حقاني:د امریکا لخوا د سراج الدین حقاني او دوو نورو چارواکو نوم د جایزې له لیست څخه لرې کول یو مثبت ګام دی

لوړپوړی طالب چارواکی انس حقاني وايي، د امریکا له لوري د سراج الدین حقاني او دوو نورو چارواکو نوم د جایزې له لیست څخه لرې کول یو مثبت ګام دی.

هغه له الجزیرې سره خبرو کې ویلي، چې دا په سیاسي اړیکو کې یو پرمختګ دی او هیله یې څرګنده کړې، چې د طالبانو حکومت په نورو چارواکو هم دا بندیز پای ومومي.

حقاني ویلي، اوس په افغانستان کې امن دی او د دوی له خاورې هیچاته ګواښ نشته.

نوموړي یو وار بیا ټینګار کړی، چې د دوحې تړون ته ژمن دي.

د بښنې نړیوال سازمان:د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام د زد‌ه‌کړو د حقونو ښکاره نقض او د نه منلو وړ عمل دی

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام د زد‌ه‌کړو د حقونو ښکاره نقض او د نه منلو وړ عمل دی.

یاد سازمان ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت باید ټولو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نوي ښوونیز کال په راتګ سره هم د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې دي.

اسرائیل؛د لبنان په یو شمېر سیمو بریدونه کړي، چې اته تنه یې وژلي

0

اسرائیل د لبنان په یو شمېر سیمو بریدونه کړي، چې اته تنه یې وژلي.

یاد حکومت ویلي، چې دا بریدونه یې پر دوی د لبنان له لوري د را توغول شویو توغندیو په غبرګون کې کړي دي.

بل لورته لبنان د اسرائیل په خاوره د توغندیو توغول رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی لاهم له اسرائیل سره اوربند ته ژمن دي.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ نږدې یو کال اوربند شوی وو.

علي امین اګنډاپور:د طالبانو له حکومت سره تر خبرو پرته بله لاره نشته

د پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، که د پاکستان حکومت دنده ورکړي، نو د طالبانو حکومت له مشر سره به خبرې وکړي.

ګنډاپور ویلي، د اوسنۍ ستونزې یوازینی حل خبرې اترې دي.

نوموړي یو وار بیا د پاکستان له حکومت غوښتي، چې د دغو خبرو فرصت په رسمي ډول ورکړي.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې، چې طالبان د قومي مخورو خبرې نشي ردولی.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي، چې کابل ته به د قومي مخورو یوه جرګه ولېږي.

غزه؛د حماس ډلې سیاسي مشر صلاح البردویل او د هغه مېرمن د اسراییل په هوایي برید کې وژل شوې

0

د حماس ډلې سیاسي مشر صلاح البردویل او د هغه مېرمن د اسراییل په هوایي برید کې د غزې په خان یونس کې ووژل شول.

حماس ته نږدې رسنیو هم د هغه او د مېرمنې د مړینې خبر تایید کړی دی.

تر اوسه اسراییلي چارواکو د دې برید او د البردویل د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په غزه کې تر اوربند وروسته اسراییلو یو ځل بیا بمبارۍ پیل کړې او تر اوسه یې زرګونه کسان وژلي دي.

سارا ادم:مونږ غوښتل چې د ترهګري په اړه اغېزناک ګامونه واخلو؛ خو اوس زړې تېروتنې تکراروو

د سي‌آی‌ای پخوانۍ مامورې سارا ادم د امریکا له لوري د جایزو له نوملړه د سراج الدین حقاني او عزیز الرحمان حقاني د نومونو اېستل د امریکا لپاره خطرناک بللي دي.

نوموړې ویلي، چې دغه اقدام یوازې دوښمن ته ګټه رسوي.

هغې زیاته کړې، مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې د حقیقي بدلون هیله درلوده؛ خو اوس همغه زړې تېروتنې تکراریږي.

ادم زیاتوي، داسې ښکاري چې د امریکا د نوي حکومت له لوري حقاني شبکې ته دا انعامونه ورکول کېږي.

امریکا؛د سراج الدین حقاني نوم د جایزې له لېست ووېست

امریکا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدبن حقاني نوم، د جایزې له لېست څخه وویست.

له ده سره دوه تنه نور عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني هم له دغه لیست څخه وتلي

امریکا د سراج الدین حقاني په اړه د معلوماتو د شریکولو په سر، لس ميلیونه ډالر انعام ټاکلی وو.

حلیم فدایي:طالبان لا هم له خپلو مخالفینو سره د عقدې ډک چلند کوي او هماغه جګړه‌ییز ادبیات کاروي

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي، طالب مبلغینو خپلو مخالفینو ته پیغورونه پیل کړي، چې خلیلزاد او ادم بوایلر له طالبانو سره لیدلي.

نوموړی وایي، د طالبانو له دې کړنې څرګندیږي، چې دوی لاهم له عقدې ډک چلند کوي او همغه جګړه‌ییز ادبیات کاروي.

هغه وایي، دا یوه ناپوهه ډله ده، چې تر اوسه د تعامل او دیپلوماتیکو اړیکو په توپیر نه پوهیږي او د امریکا د رضایت لپاره خپلو مخالیفینو سره دوښمني کوي.

نوموړی زیاتوي:« تر ټولو بې‌شرمه خبره لا دا ده چې دوی د امریکا د رضایت او ښه نیت لپاره د هغوی بندیان خوشې کوي، خو د خپل ولس نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د «ښه نیت» له مخې هم نه خلاصوي. یا په بله وینا، دوی «رحماء علی الکفار» دي، خو «اشداء علی البنات والنساء المسلمات الافغان»! دي.»

ملا عبدالسلام ضعیف:د پردیو په خوښه سیاسي پالیسئ مه جوړوئ

په اسلام آباد کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر ملا عبدالسلام لیکلي چې د خپلو خلکو چوپړ کې باید خولې توی شي او د بل د خوشالۍ لپاره سیاسي تګلارې جوړې نه شي.

ښاغلي ضعیف پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«هغه ډلې او اشخاص ناکامه کیږي چې د بل د خوښۍ لپاره خپلې سیاسي تګلارې جوړوي، هغه څوک به بریالي پاتې کیږي چې د خپلو خلکو د خوښۍ او سوکالۍ لپاره وزرې غوړوي، د پردو ملاتړ د هغوی تر ګټو تړلی دی، د خپلو ملاتړ د ټولو تر ګټو تړلی دی، د خپلو د سوکالۍ لپاره تګلارې جوړې کړئ، په چوپړ کې یې خولې توی کړئ»

د یادونې ده چې ملاضعیف تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت په مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده نیوکې کړې دي.