شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 666

منظور پښتین: ملتپاله ګوندونه له اصف منیر سره د پښتنو د وضیعت په ښه والي خبرې کوي

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه تازه ویډیويي پیغام کې چې نن شپه ناوخته د نوموړي له فیسبوک پاڼې خپور شوی، بیا ټینګار کړی چې د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

ښاغلي پښتین یو ځل بیا په ملتپاله ګوندونو غږ وکړ چې په ګډه د پښتنو د یوالې او اتحاد لپاره کار وکړي او هڅه وکړي چې په ګډه د روانې ناخوالې مخه ونیسي.

نوموړي وویل چې که سیاسي ګوندونه فکر کوي چې د «سرکار» څخه به د پښتنو حقوق او ازادي ترلاسه کړي، بده خبره نه ده، خو په وینا یې پاکستاني حکومت د خلکو وینې توییدو ته خوشاله دي او په دومره اسانۍ به خپلې تګلارې ته بدلون ورنکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ډاډ ورکړ چې په هیڅ صورت د پښتنو له حقوقو او دفاع څخه نه تیریږي.

پاکستان:لویدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو قضیه ورو روانه کړې او پر دوی فشار زیات شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لوېدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو قضیه ورو روانه کړې، چې له دې کبله پر دوی د کډوالو فشار زیات شوی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغو افغانانو په قضیو کې پرمختګ ورو دی، چې د لویدیځو هېوادونو له لوري د بیا مېشتېدنې ژمنه ورکړل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، له دغه هېواد څخه اېستل شوي ټول کډوال غیر قانوني دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ ویلي وو، چې پاکستان او ایران نږدې یو میلیون افغان کډوال را ایستلي، چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

منظور پښتین؛ پښتونخوا کې سیاسي ګوندونه د خیبر جرګې له پریکړو په شا شول

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین په یو ویډیويي پیغام کې په خیبر پښتونخوا کې د ملتپاله ګوندونو له مشرانو ګیله وکړه چې په لوی لاس یې د خیبر دلویې او تاریخې جرګې پریکړې وننګولې او بریالۍ جرګه یې ناکامه کړه.

ښاغلي پښتین وویل په داسې حال کې چې د جرګې ټولې پریکړې د ملتپاله ګوندونو د استازو په مشوره او تایید اعلان شوي وو خو د ناڅرګند دلیل له امله دوی له دې پریکړو په شاه شول او همدا ددې لامل شوه چې د جرګې پریکړې عملي نه شي.

منظور پښتین یو ځل بیا په پښتونخوا کې په سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې اوس هم شونې ده چې د جرګې ټولې پریکړې عملي شی خو شرط دادی چې په واقعې مانا سره راټول او د جرګې د پریکړې عملي کیدل وغواړو.

لندن کې؛ د افغان کرکټ په ملاتړ لویه غونډه ترسره شوه

ګڼو افغانانو د انګلستان په زړه لندن کې د سوله ایز لاریون وروسته د افغان کریکټ په ملاتړ لویه غونډه ترسره کړه.

ویناوالو د یو شمیر پردیپالو کړیو له لورې په افغان لوبډلې تورونه وغندل او اړوندو ادارو یې وغوښتل چې ورزش سیاسي نه کړي.

پدې غونډه کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ ګډون د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام ځانته اړولې او د همدې جرګې بله غړې فوزیه کوفي چې ویل کیږي په افغان کریکټ د بندیز غوښتونکې ده مخاطب کړې او ورته یې لیکلي:« وکیل تا وکیل است»

ډونالډ ټرمپ:له طالبانو سره د امریکا پاتې شوې وسلې بېرته تر لاسه کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې طالبانو ته پاتې شوې وسلې به بېرته ورنه واخلي.

نوموړي پر بایډن تونده نیوکه کړې، چې د امریکا وسلې یې د امریکا دوښمن ته سپارلې دي.

هغه بایډن یو بې کفایته ولسمشر بللی او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو سره یې میلیاردونه ډالره مرسته کړې.

ټرمپ ویلي، طالبانو باندې به مرستې بندې او له دوی سره د امریکا پاتې شوې وسلې به بېرته ترې واخلي.

ټیک‌ټاک کمپنۍ:د ټرمپ په راتګ سره به خپل فعالیت بیرته پیل کړو

0

په امریکا کې له ۱۴ ساعته ځنډ وروسته، ټیک ټاک کمپنۍ بېرته اعلان وکړ، چې اوس مهال هلته یو شمېر امریکايي وګړو بیا دغه اپلیکیشن ته لاسرسی پیدا کړی او د ټرمپ په راتګ سره به دا اپلیکشن بېرته فعال شي.

د یکشنبې په ورځ په ټوله امریکا کې ټیک ټاک وتړل شو، چې نږدې دوه سوه میلیونه کاروونکي یې لرل.

خو تېر ماښام بیا د دغه فلټ فارم کاروونکو پر خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي وو، چې بېرته یې ټیک ټاک ته لاسرسی پیدا کړی دی.

امریکا وايي، د دغه چینايي کمپنۍ مالکین ښايي د امریکايي وګړو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي؛ نو ځکه یې یاد اپلیکیشن وتړه.

خلیلزاد:د نجونو د زده کړو پر تړاو د عباس ستانکزي خبرې او د اسلامي همکاریو ناستې پرېکړه‌لیک هیله بښوونکې دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د نجونو او ښځو پر مخ باید ښوونځي او پوهنتونونه د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم پرانېستل شي.

هغه په دې اړه د عباس ستانکزي څرګندونې او د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پرېکړه لیک هیله بښوونکی بللی دی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ عباس ستانکزي په یوه غونډه کې ویلي وو، چې دا د شریعت لار نه؛ بلکې خپل طبیعت دی، چې د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلې دي.

العربیه:سرې میاشتې ادارې ته د درې بندي اسراییلي ښځو د ورسپارلو لړۍ پیل شوه

0

العربیه راپور ورکړی، چې د درې اسراییلي بندیانو ښځو د انتقال پروسه د سرې میاشتې ټولنې ته سپارل کېږي.

د روني ګونن، امیلي داماري او دورون اشتاتنبرچر په نومونو دا بندي شوې ښځې نن ازادیږي، چې په پام کې ده سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شي.

دا ګام د اوربند له پیل څو ساعته وروسته اخیستل کېږي.

د ازادۍ په نوم جبهه:بغلان کې مو څلور طالب سرتېري وژلي

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې په بغلان کې یې څلور طالب سرتېري وژلي دي.

دغې جبهې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو د موټرو پر کاروان یې تېر ماښام د پلخمري ښار په مرکزي چوک کې برید وکړ چې څلور طالب سرتېري یې ووژل.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بالیووډ؛پر مشهور ستوري سیف علي خان د برید په تور یو بنګله دېشی وګړی نېول شوی

0

د هند پولیسو اعلان کړی چې په ممبۍ ښار کې یې د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د برید په تور یو بنګله دېشی وګړی نیولی دی.

هندي پولیسو ویلي، دا سړی چې خپل نوم یې بدل کړی او هند ته په غیر قانوني ډول ننوتلی و، د ممبۍ ښار په څنډه کې پېژندل شوی او نیول شوی دی.

د یادونې ده چې د بالیووډ مشهور ستوری سیف علي خان او مېرمن یې کرینه کپور پنجشنبه د شپې ناوخته د هند په ممبۍ ښار کې په خپل کور کې په یوه برید کې سخت ټپیان شول.

هندي ډاکټرانو ویلي، چې سیف علي خان یې عملیات کړی او له خطر څخه بهر دی.