د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړونې وزارت په داخل کې ځانمرګی برید شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته منلې، چې دا برید څو شېبې وړاندې شوی.
تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړونې وزارت په داخل کې ځانمرګی برید شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته منلې، چې دا برید څو شېبې وړاندې شوی.
تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ د غزې د اوربند د دویم پړاو د وروستي کولو او د امریکایي یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه د خبرو لپاره اسراییل، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامي بروس ویلي، مارکو روبیو به د پنجشنبې په ورځ د مونیخ د امنیتي غونډې او د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.
روبیو به د خپل دوه ورځني سفر په پای کې د دلوې له ۲۷ څخه تر ۳۰ پورې اسراییل، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
دا د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر لومړنی بهرنی سفر دی چې له پاناما، هندوراس، ګواتیمالا او کوسټاریکا وروسته اروپا او منځني ختیځ ته ترسره کوي.
د دې سفر هدف د اوربند د وروستي کولو او په سیمه کې د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه د خبرو اترو ترسره کول دي.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ وایي، د اوکراین بېرته خپلو پخوانیو پولو ته ګرځېدل یوه خیالي موخه ده.
هغه ویلي، چې د دې هېواد د ناتو غړیتوب د جګړې د پای حل لار نه ده.
پیټ هېګسټ ټینګار کړی چې د اوکراین هڅې د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره به جګړه اوږده او زیانونه ډېر کړي.
نوموړي له ناټو متحدینو وغوښتل چې د اروپا امنیت ته زیات پام وکړي.
هغه ویلي، د امریکا لومړیتوب د خپلو پولو امنیت او د چین له احتمالي ګواښونو سره مبارزه ده.
د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، چې د دوی حکومت د هېواد په کچه د زده کړو ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
هغه د لوړو زده کړو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د ځوان نسل د روزنې لپاره بهرني متخصص استادان وګوماري او د لوستو کسانو ترمنځ یې پر یووالي ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې شیخ هبتالله ټینګار کړی چې هر فرمان او امر یې د شریعت مطابق دی او د دیني عالمانو سره په مشوره صادر شوی دی.
هغه زیاته کړې: «که کوم فرمان د شریعت خلاف وي، مه یې منئ.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندز ولایت په مرکز کې د کابل بانک مخې ته شوې چاودنه «تروریستي او وحشیانه» برید بللی او په کلکه یې غندلی دی.
امنیت شورا ویلي، ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره د سولې او امنیت جدي ګواښ دی.
دا چاودنه د سې شنبې په ورځ د کابل بانک مخې ته وشوه، چې داعش یې مسوولیت منلی دی.
د طالبانو د کندز امنیه قومندانۍ ویلي چې برید ځانمرګي بریدګر کړی و، او په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
بل لورته ځینو ځایي سرچینو د پېښې د تلفاتو شمېر ۱۸ تنه وژل شوی او ۳۰ ټپیان ښودلی دی.
د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د لومړي ځل لپاره د کندهار یوه دولتي پوهنتون ته ورغلی او هلته یې له محصلینو او استادانو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شیخ هبتالله د عصري او دیني زده کړو پر اهمیت ټینګار کړی او له محصلینو یې غوښتنه کړې چې د هېواد د خدمت لپاره کار وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، شیخ هبتالله اخندزاده استادانو او محصلینو ته د وینا پر مهال ویلي چې د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن له منځه یوسئ او دواړه زده کړئ.
هغه زیاته کړې: «زه هیله لرم چې د دې هېواد د اتلانو او شهیدانو تاریخ ثبت کړئ او نړۍ ته یې وروپېژنئ. زموږ هېواد نن د دوی د قربانیو په برکت خپلواک دی. تاسو باید د زده کړو له لارې هېواد په نړیواله کچه سیال کړئ او بهرنیان دلته زده کړو ته وهڅوئ.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنیسکي ویلي، چې اوکراین د روسیې سره د وسلهوالې نښتې له کبله ستړی شوی او د اوکرایني خلکو انرژي ختمه شوې ده.
هغه د انګلیسي مجلې اکونومیست ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په اوکراین کې د روحیې کمښت شته که نه، وویل: «خلک ستړي شوي دي، د خلکو انرژي له منځه تللې ده.»
زلینسکي په دې مرکه کې زیاته کړې، که امریکا له اوکراین سره مرسته ونه کړي، ولادیمیر پوتین به اوکراین وخوري.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د روسیې ځواکونه او جنګي واحدونه د اوکراین او اروپا له ټولو ځواکونو ډېر دي.
لیکواله: وږمه سعید
کينه، بخل، حسادت، جاه طلبي د يو داسې کرکټر علايم دي چې يو ناممکن مقصد ته د رسېدو لپاره هڅه کوي. دا ناممکن مقصد د مطلقې برترۍ پلټنه ده.
د برترۍ پلټنه په دوه شکله کېدای شي: يو یې دفاعي کرکټر دی او بل یې حملهکوونکی کرکټر دی.
دفاعي کرکټر په هغه اشخاصو کې ليدل کېږي چې ګوښهګيري او يوازېوالی خوښوي. دې خلکو ته اکثراً ځان له نورو لوړ ښکاري او له نورو سره په ګډون کې د خپل ځان پستي او تنزل ويني. زياته بدګوماني او او په نورو بېاعتمادي هم ددې ډول دفاعي کرکټرونو يو بله علامه ده. څوک چې په ځان بېاعتماده وي، په نورو هم بېاعتماده وي. چاته چې خپل حقيقي ارزښت نه وي مالوم، او په خپله اراده او لياقت یې ايمان متزلزل وي، نو دا سودا ورسره پيدا کېږي چې نور خلک غواړي له ده سره سيالي وکړي او دده ځای ونيسي.
دوېم ډول کرکټر هغه دی چې د خپلې خيالي برترۍ د ثابتولو لپاره په نورو حمله او تجاوز کوي؛ مثلاً په يو شکل په نورو انتقاد او تمسخر کوي. اکثره خلک چې په نورو انتقاد کوي، کوم عملي او اخلاقي مرام نه لري، بلکې يوازې خپل تفوق او لوړوالی ښوول غواړي. ډېر وينو چې په بحثونو کې هر يو غواړي خپله نظريه هر ډول چې وي ثابته کړي او مقابل طرف ته ماتې ورکړي.
د بحث اصلي مقصد خو دا دی چې د افکارو له تصادم څخه يو نوی حقيقت راپيدا شي، مګر دا ډول اشخاص د بحث په وسيله کوم حقيقت ته رسېدل نه غواړي بلکې يوازې دې پسې ګرځي چې بل تر پښو لاندې کړي او ځان لوړ وښيي. د تمسخر څخه هم مقصد د بل چا سپکول، يانې د ځان درنول دي. همدا حمله کوونکی کرکټر چې شدت پيدا کړي نو کينه، حسادت، ظلم او بلاخره جنايت ترې پيدا کېږي. ويلای شو چې د جنايت او تمسخر په منځ کې فرق يوازې د درجې له لحاظه دی، نه د مقصد له لحاظه. ځکه په دواړو کې يو مقصد پروت دی او هغه د بل انسان محوء کول او ټيټول دي.
د تمسخر په وسيله موږ غواړو يو بل څوک روحاً محوء کړو او د جنايت په وسيله یې جسماً له منځه وړو.
په پاکستان کې د امنیتي ستونزو له زیاتېدو سره د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې د اسلام اباد فیصل اباد جومات او شاوخوا سیمو ته له ورتګ ډډه وکړي.
د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې، چې په ناڅاپي ډول د مظاهرو یا لویو راټولیدنو په سیمه کې مه پاتې کېږئ او ژر تر ژره هغه ځای پرېږدئ.
دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي، چې په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو ډېره لاس په لاس شوه او یو کس پکې د تحریک طالبان پاکستان نښان په لاس کې نیولی او د فیصل اباد جومات مخې ته ولاړ دی.
دغې ویډیو پاکستان کې ګڼې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.
د کرملین مطبوعاتي دفتر راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد الشرع سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ولادیمیر پوتین ټینګار کړی چې روسیه په دوامداره توګه چمتو ده چې د سوریې د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه والي لپاره مرسته وکړي.
پوتین زیاته کړې، چې روسیه به د سوریې له خلکو سره بشري مرستې زیاتې کړي.