پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 662

خیرالله خیرخواه د ناروې سفارت شارژدافیر ته:د کلتوري میراثونو د ساتنې برخه کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ددغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، خیرالله خیرخواه ویلي چې د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړیوال دې هم له افغانستان سره مرسته وکړي.

د ناروې سفارت شارژدافیر ډاډ ورکړی چې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د اړوندو بنسټونو له لارې به خپلې مرستې جاري وساتي.

د یادونې ده، چې افغانستان د کلتوري میراثونو له اړخه بډای هېواد بلل کېږي، خو دغه میراثونه چې ډېری یې تاریخي آبدې دي، په جګړو کې سخت زیانمن شوي دي.

اردوغان:ترکیه او پاکستان د سیمې امنیت، اقتصاد او ثبات کې رغنده رول لري

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، چې که ترکیه او پاکستان له یو بل سره لاس ورکړي؛ نو د سیمې امنیت، اقتصاد او ثبات کې به بې ساری پرمختګ رامنځته شي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې ترکیه او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې له یو بل سره تر ټولو نږدې اړیکې لري

د یادونې ده چې رجب طیب اردوغان اسلام اباد ته په یو رسمي سفر تللی.

ټي‌ټي‌پي:فیصل اباد جومات کې ویډیو د ټولنیزو رسنیو د فعال لخوا ثبت شوې

0

د تحریک طالبان پاکستان ډلې په یوه بیان کې ویلي چې په فیصل جومات کې ویډیو د ټولنیزو رسنیو د یوه فعال له خوا ثبت شوې ده.

دغه بیان زیاتوي، چې د امریکا سفارت لخوا خپور شوی د ګواښ خبر «بې‌بنسټه» دی او د خلکو ترمنځ یې ویره خپره کړې ده.

یادې ډلې په بیان کې په ټینګه ویلي چې جوماتونه د دوی د برید هدف نه دي.

عبدالغفور لېوال د طالبانو حکومت ته:ریښتیا وایئ، پخواني ځانمرګي بریدونه هم پاکستان کول او اوسني هم

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال نن د کور او ښار جوړونې وزارت کې ځانمرګي برید سره سم، د جمهوریت پر مهال د طالبانو له لوري افغانستان کې کېدونکو ځانمرګو بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې «طالبان ریښتیا وایي او ټول ځانمرګي بریدګر له پاکستان راتلل او اوس هم راځي.”

ښاغلي لېوال لیکلي، ژر به د هغه پاکستاني مرکزونه په نښه شي، چې پکې د افغان زلمیو ماغزه وینځل کېدل، واسکټونه ور تړل کېدل او د افغان ماشومانو او ښځو د وژلو لپاره رالېږدول کېدل.

د لېوال په خبره، ټول حقیقتونه به راڅرګند شي؛ خو بیا به زیات ناوخته وي.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ دویم ځانمرګی برید دی، چې په طالبانو ترسره کېږي.

د دغو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې منلی او طالبان بیا وایي، چې یاده ډله پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري.

د المان پولیس:په مونیخ ښار کې د موټر په واسطه برید کوونکی افغان کډوال دی

د المان پولیسو ادعا کړې چې هغه موټر چلوونکی چې تېره پنجشنبه یې په مونیخ ښار کې د موټر په واسطه برید کړی و یو افغان تبعه وګړی دی.

الماني چارواکو د دغې پیښې چې له امله یې ۲۸ کسان ټپیان شوي وو یوه مشکوکه حمله ګڼلې.

د یاد هیواد پولیسو زیاته کړې، موږ فکر نکوو چې دا پیښه دې د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره تړاو ولري خو د دغه هیواد د چارواکو په ادعا نیول شوی افغان تبعه وګړی له مخښکې هم په مخدره توکو، غلاوو او نورو جرمونو کې تورن دی.

ملا عبدالغني برادر؛د قطر له رییس الوزرا سره کتلي

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د قطر هېواد له رئیس الوزراء محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو او اقتصادي مسایلو او د حکومت په خصوصي سکټور له لورې د پانګونې په موضوعاتو بحث شوی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت:د سرطاني ناروغانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون به ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په کابل کې د سرطان ناروغیو لومړنی ۲۰۰ بستریز روغتون به ډېر ژر فعاله شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې سرپرست وزیر نورجلال جلالي د دې روغتون د جوړېدو چارې له نږدې وکتلې.

ښاغلي جلالي ویلي، چې د روغتیا وزارت د سرطان د ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه لري.

یاد وزارت دغه راز ویلي، چې ددې روغتون لپاره د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ځانګړي پلانونه په پام کې نیول شوي دي.

ایران؛یو افغان وګړی د کورنۍ له خبرولو پرته اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د لرستان په بروجرد زندان کې چارواکو د یوه افغان زنداني د اعدام سزا په پټه او د کورنۍ له خبرولو پرته ترسره کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې افغان زنداني سلمان همدرد پرون چهارشنبه پرته له دې چې له خپلې کورنۍ سره وروستی ملاقات وکړي، اعدام شوی دی.

د بشري حقونو سازمان د دغه افغان زنداني هویت ۳۰ کلن او نوم سلمان همدرد یاد کړی چې د افغانستان د ارزګان ولایت اوسېدونکی و.

د راپور په وینا، سلمان درې کاله وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د «مخدره موادو د لېږد» په تور نیول شوی و او وروسته د ایران د عدلي ارګان له لوري په اعدام محکوم شو.

داوود اوغلو:د غزې تړانګه باید د ترکیې سره د یوې خودمختاره سیمې په توګه وصل شي

0

د ترکیې پخواني لومړي وزیر داوود اوغلو ترکیه د عثماني امپراتورۍ قانوني وارث وباله او د غزې اوسېدونکي یې د ترکیې طبعي هېوادوال وبلل.

داوود اوغلو وړاندیز وکړ چې د غزې تړانګه باید د ترکیې له جمهوریت سره د یوه خودمختاره سیمې په توګه وصل شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د دې پرېکړې لپاره دې د غزې په خلکو ټولپوښتنه ترسره شي.

داوود اوغلو دغه راز ویلي، چې فلسطینیانو تر اوسه په خپل تاریخ او وجدان کې د عثماني هویت ساتلی دی.

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو او د غزې د بیا رغونې په اړه څرګندونې وغندلې.

داوود اوغلو ټینګار وکړ چې ټرمپ یوازې د ګازو او سمندري سرچینو په ترلاسه کولو پسې دی او د غزې سره هېڅ علاقه نه لري.

د طالبانو حکومت؛د کور او ښار جوړونې وزارت کې ځانمرګي برید څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

‏د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، محمد کمال افغان وایي، چې ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

هغه وایي، چې نن له غرمې مخکې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغه وزارت ته ننوځي، په دروازه کې د ساتونکو له لوري له منځه وړل شوی او چاودنه رامنځته شوې ده.