دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 656

د المان پولیس:په مونیخ ښار کې د موټر په واسطه برید کوونکی افغان کډوال دی

د المان پولیسو ادعا کړې چې هغه موټر چلوونکی چې تېره پنجشنبه یې په مونیخ ښار کې د موټر په واسطه برید کړی و یو افغان تبعه وګړی دی.

الماني چارواکو د دغې پیښې چې له امله یې ۲۸ کسان ټپیان شوي وو یوه مشکوکه حمله ګڼلې.

د یاد هیواد پولیسو زیاته کړې، موږ فکر نکوو چې دا پیښه دې د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره تړاو ولري خو د دغه هیواد د چارواکو په ادعا نیول شوی افغان تبعه وګړی له مخښکې هم په مخدره توکو، غلاوو او نورو جرمونو کې تورن دی.

ملا عبدالغني برادر؛د قطر له رییس الوزرا سره کتلي

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر قطر هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د قطر هېواد له رئیس الوزراء محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دې کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو او اقتصادي مسایلو او د حکومت په خصوصي سکټور له لورې د پانګونې په موضوعاتو بحث شوی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت:د سرطاني ناروغانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون به ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په کابل کې د سرطان ناروغیو لومړنی ۲۰۰ بستریز روغتون به ډېر ژر فعاله شي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې سرپرست وزیر نورجلال جلالي د دې روغتون د جوړېدو چارې له نږدې وکتلې.

ښاغلي جلالي ویلي، چې د روغتیا وزارت د سرطان د ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه لري.

یاد وزارت دغه راز ویلي، چې ددې روغتون لپاره د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو ځانګړي پلانونه په پام کې نیول شوي دي.

ایران؛یو افغان وګړی د کورنۍ له خبرولو پرته اعدام کړی

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د لرستان په بروجرد زندان کې چارواکو د یوه افغان زنداني د اعدام سزا په پټه او د کورنۍ له خبرولو پرته ترسره کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې افغان زنداني سلمان همدرد پرون چهارشنبه پرته له دې چې له خپلې کورنۍ سره وروستی ملاقات وکړي، اعدام شوی دی.

د بشري حقونو سازمان د دغه افغان زنداني هویت ۳۰ کلن او نوم سلمان همدرد یاد کړی چې د افغانستان د ارزګان ولایت اوسېدونکی و.

د راپور په وینا، سلمان درې کاله وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د «مخدره موادو د لېږد» په تور نیول شوی و او وروسته د ایران د عدلي ارګان له لوري په اعدام محکوم شو.

داوود اوغلو:د غزې تړانګه باید د ترکیې سره د یوې خودمختاره سیمې په توګه وصل شي

0

د ترکیې پخواني لومړي وزیر داوود اوغلو ترکیه د عثماني امپراتورۍ قانوني وارث وباله او د غزې اوسېدونکي یې د ترکیې طبعي هېوادوال وبلل.

داوود اوغلو وړاندیز وکړ چې د غزې تړانګه باید د ترکیې له جمهوریت سره د یوه خودمختاره سیمې په توګه وصل شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د دې پرېکړې لپاره دې د غزې په خلکو ټولپوښتنه ترسره شي.

داوود اوغلو دغه راز ویلي، چې فلسطینیانو تر اوسه په خپل تاریخ او وجدان کې د عثماني هویت ساتلی دی.

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو او د غزې د بیا رغونې په اړه څرګندونې وغندلې.

داوود اوغلو ټینګار وکړ چې ټرمپ یوازې د ګازو او سمندري سرچینو په ترلاسه کولو پسې دی او د غزې سره هېڅ علاقه نه لري.

د طالبانو حکومت؛د کور او ښار جوړونې وزارت کې ځانمرګي برید څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

‏د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند، محمد کمال افغان وایي، چې ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

هغه وایي، چې نن له غرمې مخکې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې دغه وزارت ته ننوځي، په دروازه کې د ساتونکو له لوري له منځه وړل شوی او چاودنه رامنځته شوې ده.

عبدالمتین قانع:د کور او ښار جوړونې وزارت داخل کې ځانمرګی برید شوی

د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړونې وزارت په داخل کې ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته منلې، چې دا برید څو شېبې وړاندې شوی.

تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

مارک روبیو؛نن د مونیخ د امنیتي غونډې او د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو راتلونکې اوونۍ د غزې د اوربند د دویم پړاو د وروستي کولو او د امریکایي یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه د خبرو لپاره اسراییل، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامي بروس ویلي، مارکو روبیو به د پنجشنبې په ورځ د مونیخ د امنیتي غونډې او د جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

روبیو به د خپل دوه ورځني سفر په پای کې د دلوې له ۲۷ څخه تر ۳۰ پورې اسراییل، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

دا د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر لومړنی بهرنی سفر دی چې له پاناما، هندوراس، ګواتیمالا او کوسټاریکا وروسته اروپا او منځني ختیځ ته ترسره کوي.

د دې سفر هدف د اوربند د وروستي کولو او په سیمه کې د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه د خبرو اترو ترسره کول دي.

پیټ هېګسټ:اوکراین دې له لاسه وتلو سیمو د بیا نېولو خیالونه نه ګوري

0

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ وایي، د اوکراین بېرته خپلو پخوانیو پولو ته ګرځېدل یوه خیالي موخه ده.

هغه ویلي، چې د دې هېواد د ناتو غړیتوب د جګړې د پای حل لار نه ده.

پیټ هېګسټ ټینګار کړی چې د اوکراین هڅې د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره به جګړه اوږده او زیانونه ډېر کړي.

نوموړي له ناټو متحدینو وغوښتل چې د اروپا امنیت ته زیات پام وکړي.

هغه ویلي، د امریکا لومړیتوب د خپلو پولو امنیت او د چین له احتمالي ګواښونو سره مبارزه ده.

د طالبانو حکومت مشر:هر فرمان او امر یې د شریعت مطابق دی او د دیني عالمانو سره په مشوره صادر شوی

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، چې د دوی حکومت د هېواد په کچه د زده کړو ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

هغه د لوړو زده کړو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د ځوان نسل د روزنې لپاره بهرني متخصص استادان وګوماري او د لوستو کسانو ترمنځ یې پر یووالي ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې شیخ هبت‌الله ټینګار کړی چې هر فرمان او امر یې د شریعت مطابق دی او د دیني عالمانو سره په مشوره صادر شوی دی.

هغه زیاته کړې: «که کوم فرمان د شریعت خلاف وي، مه یې منئ.»