دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 653

لانګ‌وار ژورنال:د تاجکستان انصارالله ډله، پاکستاني طالبان او القاعده افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري

لانګ وار ژورنال د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور په تائید سره ویلي، چې د تاجکستان انصارالله ډله، پاکستاني طالبان او القاعده افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري.

یادې ادارې ویلي، چې انصارالله او ټي‌ټي‌پي په خوست، ننګرهار، کونړ او پکتیا کې نوي مرکزونه جوړ کړي.

یاد ژورنال دا راپور داسې مهال خپروي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو چې القاعده ډله افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:په مصر او یو شمېر نورو هېوادونو کې ۱۷ افغان بندیان ازاد شول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې قاهره کې د دوی د سفارت په هڅو د بېلابېلو هېوادونو له زندانونو ۱۷ افغان زندانیان ازاد شوي دي.

دا زندانیان مراکش، لیبیا، سوډان، موریتا او مصر کې بندیان وو.

یاد بندیان د اریانا افغان هوایي شرکت له لارې هېواد ته را لېږدول شوي دي.

شمالي وزیرستان؛په ګاو تپې سیمه کې پوځیانو عام خلک محاصره کړې

0

د شمالي وزیرستان په ګاو تپې سیمه کې پاکستاني پوځیانو له سهار راهیسې عام خلک محاصره کړي.

پوځ هلته ډزې هم کوي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیان رامنځته کړی.

پاکستاني پوځ دا کار د خپلو لسو پوځیانو د وژل کېدو په غبرګون کې کړی دی.

میرانشاه؛وسله والو ټل قلعه سیمه کې ۷ سرتیري وژلي

0

وسله والو په میرانشاه کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې له کبله یې اووه سرتیري وژلي.

سرچینې وایي، برید د ټل قلعه سیمه کې شوی او په وژل شویو کسانو کې یو یې افسر دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوس مهال سیمه د پولیسو له لوري کلابنده ده.

د پخواني شوروي ځواکونو د ټولنې مشر:امریکا د ډاکتر نجیب الله د حکومت د نسکورېدو لامل شو

افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو اتحادیې مشر فرانتس کلینتسویچ وایي، طالبان په ۱۹۷۳ کال کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري جوړ شوي.

هغه وایي، پاکستاني استخباراتو افغانستان کې د شوروي له ښکېلتیا شپږ کاله مخکې دا ډله جوړه کړې وه او روزنه او تحهیز یې ورکاوه.

فرانتس کلینتسویچ ادعا کړې چې ډاکټر نجیب‌الله په ۱۹۹۱ زېږدیز کال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) څخه ۵۰۰ ټُنه سون توکي د جنګي وسایطو او زیرمو لپاره غوښتي وو، خو دا غوښتنه رد شوه.

د کلینتسویچ په وینا، که CIA دا مرسته کړې وای، نو د ډاکتر نجیب‌الله حکومت نسکوریدل ناشونی وو.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د شوروي تر وتلو وروسته افغانستان کې ۱۸۹ نظامي اډې، ۹۹۰ زرهي جنګي موټر، ۳۰۰ زره جنګي موټر، ۱۴۲ توپونه او ګڼ نور وسایط او وسلې پاتې شوې وې.

ویکتور اوربان:ښایي اوکراین اروپایي ټولنې ته په یو بل افغانستان بدل شي

د هنګري لومړی وزیر وایي، ښایي اوکراین اروپایي ټولنې ته په یو بل افغانستان بدل شي.

ویکتور اوربان ویلي، اروپایي ټولنه افغانستان کې داسې ښکېله وه، چې لګښت یې لوړ او د وتلو لار یې نه وه او اوس اوکراین کې هم همدا ډول ښکېله شوې.

د هغه په خبره، که ټرمپ بله حل لاره ونه مومي؛ نو ژر به دا جګړه اروپا ته ور پریدي.

امرالله صالح:پاکستان او طالبان پر یو بل تورونه لګوي او دواړه لوري په حقه دي

د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته په کتو ویلي، چې دواړه لوري پر یو بل تورونه لګوي او دواړه لوري په حقه دي؛ خو په دې منځ کې داسې ادرس نشته چې بې پرې قضاوت وکړي او تور او سپین معلوم کړي.

نوموړی وایي، که څه هم د نړیوال عدل او ملګرو ملتونو اداره شته؛ خو هغه هم ډېر کله د حکومتونو قوت ته په کتو پرېکړه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې طالبان او پاکستان یو بل د ترهګري په ملاتړ تورونوي.

زلینسکي:که امریکا راسره مرسته ونکړي، د بقا چانس مو ډېر کم دی

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وایي، که امریکا له دوی سره مرسته ونکړي؛ نو د دوی د بقا چانس ډېر لږ دی.

هغه له ان بي سي نیوز سره مرکه کې ویلي، چې د اوکراین وضعیت تر ټولو سخت دی او د امریکا له ملاتړ پرته نشي کولای جګړې ته دوام ورکړي.

نوموړي د مونیخ کنفرانس په څنډه کې هم ویلي وو، چې د اوکراین وضعیت سخت دی او امریکا باید ورسره مرستې زیاتې کړي.

سعودي عربستان؛غزې سره د مرستو په لټه کې دی

0

رویټرز د خپلو لسو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې سعودي عربستان له غزې سره د بېړنیو مرستو لپاره یو پلان جوړ کړی.

دوی دا پلان د ټرمپ د هغې پرېکړې غبرګون کې نیولی، چې غواړي غزه له فلسطینیانو پاکه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښایي د دغه دغه پلان راتلونکې ناسته کې، چې سعودي، امارات، مصر او اردن پکې ګډون لري و ارزول شي.

ویل کېږي، چې دغه پلان کې د مرستو د یو صندوق ایجاد هم شامل وي.

جنوبي کوریا؛د بوسان بندري ښار کې اورلګېدنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د جنوبي کوریا بوسان بندري ښار د هوټل جوړېدو پر ځای کې اورلګېدلی، چې له کبله یې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دغې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

سره له دې، چې تر اوسه د دغې پېښې د علت په اړه کره معلومات نشته، خو ویل کېږي، چې اور د ودانۍ په لومړي پوړ کې د عایق موادو له کبله لګېدلی دی.

ټپیانو کې بیا د ډېرو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.