دوشنبه, جولای 6, 2026
Home Blog Page 650

د اسرائیل دفاع وزیر:ما او نتنیاهو پوځ ته امر کړی، چې د ایران پر ستراتیژیکو اهدافو بریدونه زیات کړي

د اسرائیلو د دفاع وزیر، یسرائیل کاتز، د ایران له خوا د اسرائیلو پر روغتون او د استوګنې پر سیمو د توغندیز برید په غبرګون کې ویلي، چې ما او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پوځ ته امر کړی چې د ایران پر ستراتیژیکو هدفونو او د تهران پر حکومتي مرکزونو بریدونه شدید کړي، څو د “آیت‌الله خامنه‌یي” د رژیم ګواښ له منځه ولاړ شي.

کاتز دا بریدونه د جګړې تر ټولو ستر جنایتونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې خامنه‌یي باید د خپلو جنایاتو حساب ورکړي.

هغه خامنه‌یي یو وېرېدلی دیکتاتور وباله، چې د خوندي پټنځایونو له دننه نه په قصدي توګه روغتونونه او ملکي ودانۍ په نښه کوي.

تسنیم؛سیمه کې د امریکا د اډو لیست او نقشه خپره کړې

د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې خصوصي رسنۍ تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی چې د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د ایران د توغندیو تر هدف لاندې دي.

په راپور کې د امریکا پوځي اډې په ترکیه، سوریه، عراق، اردن، سعودي عربستان، کویت، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو او عمان کې یادې شوې دي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې روانه جګړه کې په مستقیم ډول د امریکا د ښکېلتیا احتمال زیات شوی.

نتنیاهو:پر روغتون برید جنایت دی او زه به یې له ایران نه غچ واخلم

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر روغتون برید جنایت بللی او ویلي یې دي، چې د تهران ډېکتاتورانو څخه یې غچ اخلي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د تهران ډېکتاتوران به د دې برید لویه بیه پرې کړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون ساعر هم یاد برید ترهګریز او جنګي جنایت بللی دی.

د یادونې ده، چې ایران نن اسرائیل کې سوروکا روغتون په نښه کړ.

پوتین:د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن یوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د ټولییز امنیت تړون “CSTO” غړي هېوادونه باید د خپلې سیمې امنیت ته ژمن وي.

هغه د افغانستان او نورو سیمو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

نوموړي ویلي، تېر کې ځینو ترهګرو ډلو د روسیې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:نږدې وخت کې به د ناروې یو پلاوی کابل ته راشي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، د ناروې د سفارت له چارسمبالي پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې په دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتو بحث کړی دی.

متقي د ناروې له لوري د طالبانو حکومت د ډیپلوماټ منل، د اړیکو او باور جوړونې په برخه کې مثبت پرمختګ بللی دی.

د وزارت په وینا، متقي د سیمې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې “اسلامي امارت” د اسلامي او انساني ارزښتونو پر بنسټ له ایراني ولس سره همکارۍ ته چمتو دی.

چارسمبالي د سیمې د وضعیت په اړه د ناروې دریځ څرګند کړی او پر افغانستان د احتمالي اغېزو په اړه یې اندېښنه ښودلې.

هغه دغه راز ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به د ناروې یو پلاوی د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ارزولو په موخه کابل ته راشي.

شمالي کوریا:امریکا او اروپا دې د ایران جګړه کې له لاسوهنې لاس واخلي

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې پر ایران بریدونه غندلي دي او دا یې د بشریت پر وړاندې نه بښونکي جنایتونه بللي دي.

په اعلامیه کې امریکا او اروپایي هېوادونه ګواښل شوي چې نور دې د ایران په جګړه کې لاسوهنه نه کوي.

د وزارت ویاند ویلي، اسراییل د امریکا او لویدیځ په ملاتړ د منځني ختیځ د سولې لپاره سرطاني تهدید دی او د ایران د مشروع دفاع حق تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.

سپاه پاسداران:د اسرائیل هوایي دفاعي سیستم له منځه وړل شوی

د ایراني رسنیو په وینا، ایران د لومړي ځل لپاره د اشغال شویو سیمو پر ضد برید کې د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لرونکي “سجیل” توغندی کارولی دی.

دا توغندی د سپاه پاسداران لخوا د “وعده صادق ۳” د عملیاتو په دولسمه څپه کې د اسراییل پر لور توغول شوی دی.

د سپاه پاسداران په یوولسمه اعلامیه کې راغلي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو په تېرو عملیاتو کې د اسراییل دفاعي هوايي سیستم له منځه وړی او اوس د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو لپاره د “اشغال شویو سیمو” فضا خلاصه ده.

پوتین:نه غواړم د علي‌ خامنه‌یي د وژل کېدو د احتمال په اړه خبرې وکړم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، چې نه غواړي د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي د احتمالي ترور پر موضوع بحث وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د سن‌پترزبورګ اقتصادي غونډې په څنډه کې، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

نوموړي ویلي، نه غواړي حتا د دې احتمال په اړه خبرې وکړي، نه غواړي دا خبرې واوري او نه غواړي بحث پرې وکړي.

نیویارک ټایمز:ښایي ټرمپ خپل استازی یا مرستیال له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره واستوي

نیویارک ټایمز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله، چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی، راپور ورکړی، چې ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې د لیدنې وړاندیز منلو ته چمتو دی، څو له اسراییلو سره د اوربند پر موضوع خبرې وشي.

ټرمپ ویلي چې غواړي د ایران د اټومي پروګرام پر موضوع تمرکز وشي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ ویلي چې ښایي خپل ځانګړی استازی ستیو ویتکاف یا مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس له ایرانی چارواکو سره د لیدنې لپاره سیمې ته واستوي.

له بلې خوا، رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د جرمني، فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیران به سبا په جنیوا کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د اټومي مذاکراتو یوه ناسته ولري.

د اسراییلو پوځ؛د ایران په تهران او نورو سیمو کې د تازه بریدونو لړۍ پیل کړې

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې دا مهال یې په تهران او د ایران په نورو سیمو کې د بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

د اسراییلو هوایي ځواک پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې په تهران او نورو سیمو کې یې د بریدونو څپه پیل کړې ده؛ خو د هدفونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

له دې سره هم‌مهاله، د ایران د “وعده صادق ۳” عملیاتو ویاند ایمان تاجیک، په یوه تازه ویډیو کې ویلي چې د عملیاتو دولسم پړاو یې پیل کړی.

تاجیک ادعا کړې چې د ایران توغندیو د اسراییلو هوايي دفاعي سیستمونه مات کړي او اوس دوی لاسبري دي.

نوموړی وایي دغه بریدونه به “اغېزناک او دوامدار” وي.