سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 65

اسرائیلي سرچینې:پر ایران بریدونه اسرائیل ترسره کړي، امریکا د توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې

د اسرائیل د پوځ راډیو د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پر ایران وروستي بریدونه یوازې د اسرائیل له لوري ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، امریکا په دغو عملیاتو کې مستقیمه برخه نه ده اخیستې، خو د ایران د ځینو توغندیو د شنډولو او مخنیوي په برخه کې یې له اسرائیل سره مرسته کړې ده.

سرچینو ویلي چې د توغندیو د دفاعي عملیاتو پر مهال د امریکا ملاتړ د اسرائیل د هوايي دفاعي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره مهم و.

تر اوسه د امریکا او ایران چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

پزشکیان: د هېڅ ګواښ پر وړاندې به شاتګ ونه کړو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، لومړیتوب یې د ملي امنیت ساتنه او د خلکو ارامي ده او تهران به د خپلو ملي ګټو او د ملت له حقونو په کلکه دفاع وکړي.

پزشکیان په اېکس کې یوه پیغام کې ټینګار کړی چې ایران به د هېڅ ډول ګواښ پر وړاندې شاتګ ونه کړي او د خپلو حقونو د دفاع لپاره به په پوره ځواک دریځ خپل کړي.

هغه زیاته کړې چې ډیپلوماسي او دفاع د ایران د ملي ځواک دوه مهم بنسټونه دي او هېواد یې نه له ډیپلوماټیکو هڅو لاس اخیستی او نه هم د دفاعي چمتووالي له ډګره وتلی دی.

د ایران ولسمشر څرګنده کړې چې هېواد به د یووالي، عقلانیت او ملي همغږۍ په مټ له روانو ننګونو او ازموینو څخه هم بریالی ووځي.

رافائل ګروسي:د ایران د اټومي پروګرام په تړاو له پېچلي پړاو سره مخ یوو

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رئیس، رافایل ګروسي، ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه روان وضعیت یوه پېچلې مرحله ده، خو په وینا یې ورته حالتونه پخوا هم تجربه شوي دي.

ګروسي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره به له ایران سره د تعامل او د اټومي تاسیساتو د څارنې او پلټنو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې اداره باید د ایران او امریکا ترمنځ د هر ډول احتمالي اټومي هوکړې په بهیر کې فعال رول ولري، څو د توافق د پلي کېدو او څارنې چارې په اغېزمن ډول ترسره شي.

د نوموړي په وینا، د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د شفافیت او تخنیکي څارنې د تضمین لپاره مهم مسؤلیت لري او هڅه کوي چې د روانو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي.

افغانستان؛د جوبیلي ډایمنډ فوټبال ټورنمنټ پایلوبې ته ورسېد

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جوبیلي ډایمنډ څلور اړخیز نړیوال ټورنمنټ پایلوبې ته وتلې ده.

د راپورونو له مخې، افغانستان د ګروپي پړاو له سیالیو وروسته د نورو لوبډلو د پایلو په ډاګه کېدو سره د ټورنمنټ پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، بنګله دېش او کوربه مالدیف لوبډلو ګډون کړی دی.

افغانستان په خپلې لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړه او وروسته یې له بنګله‌ دېش سره لوبه مساوي شوه چې له امله یې د پایلوبې چانس ډېر شو.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله په پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د نړیوالو او آسیايي سیالیو لپاره د لوبډلو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

افغان لوبډلې؛د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر هند ته ټېسټ لوبه وبایلله

د افغانستان ملي لوبډلې د هند پر وړاندې د ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

افعان لوبډلې نن د ټولو لوبغاړو په زیان لومړۍ پاڼۍ د ۱۵۲ منډو په کولو پای ته ورسوله، همداراز ورپسې د هندۍ لوبډلې له لوري دویمه پاڼۍ هم ورکړل شوه چې د ورځې له پای ته رسېدو وړاندې یې د ټولو وېکټو په له لاسه ورکولو ۱۱۲ منډې وکړې.

په ټوله کې افغان لوبډلې په دغه ټېسټ لوبه کې د پام وړ کارکردګي ونه کړه، په توپ اچوونه کې سلیم ساپي شپږ وېکټې ترلاسه کړې او د توپ وهنې په دوه پاڼیو کې د نورو لوبغاړو په پرتله یوازې رحمت شاه ۷۳ او صدیق اتل ۵۹ ډېرې منډې وکړې په داسې حال کې چې هندي لوبغاړو یوازې په یوه پاڼۍ کې هر یو له دې ډېرې انفرادي منډې جوړې کړې.

دا د افغانستان او هند د کرکټ په تاریخ کې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه وه چې د دویم ځل لپاره هم هندۍ لوبډلې وګټله.

ایران:پر لبنان بریدونه د سولې بهیر اغېزمنوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعيل بقایي ویلي چې پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره روان ډیپلوماټیک بهیر تر اغېز لاندې راولي.

بقایي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د اوربند او د شخړې د پای ته رسېدو لپاره پیل شوې هڅې د دغو پوځي اقداماتو له امله له ننګونو سره مخ کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې د خبرو اترو له پیل راهیسې په ډاګه شوې وه چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د اوربند یوه مهمه برخه ده، او د منځګړیتوب لوري هم پر دې موضوع څو ځله ټینګار کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیمې د ثبات او د سیاسي حل‌لارو د موندلو پر هڅو منفي اغېز وکړي.

آزاد کشمیر کې؛د لاریونونو پر مهال ۲۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان تر ادارې لاندې په آزاد کشمیر کې د لاریونونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو پر مهال څلور پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د پولیسو په وینا، پېښه د راولاکوټ ښار په ګډ پوځي روغتون (CMH) کې رامنځته شوې، چیرې چې د ګډ عوامي عمل کمېټې (JAAC) پر غړو تور لګول شوی چې پر امنیتي ځواکونو یې برید او ډزې کړې دي.

دا نښتې د جون د نهمې نېټې لپاره د ګډ عوامي عمل کمېټې له اعلان شوي احتجاج مخکې شوې دي. یاده ډله د کشمیري کډوالو لپاره د ځانګړو شویو ۱۲ پارلماني څوکیو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

بل لور ته، د دغې ډلې له خوا د پولیسو د ادعاوو په اړه تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

د یادونې وړ ده چې د آزاد کشمیر حکومت څو ورځې وړاندې د ګډ عوامي عمل کمېټه ناقانونه اداره اعلان کړې وه او د دې ډلې لسګونه غړي یې نیولي وو. همدارنګه د آزاد کشمیر سترې محکمې تازه پرېکړه کړې چې د کشمیري کډوالو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ د اساسي قانون له خوندیتوب څخه برخمنې دي او یوازې د اساسي قانون د تعدیل له لارې بدلېدای او لغوه کېدی شي.

د یمن وسله‌والو ځواکونو؛په سره سمندرګي کې د اسرائیلي بېړیو پر تګ راتګ بندیز اعلان کړ

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې د سره سمندر له لارې د اسرائیلو اړوند پر ټولو بېړیو د تګ راتګ سمدستي بشپړ بندیز نافذ شوی دی.

ایراني رسنیو د دغه ویاند له قوله راپور ورکړی چې له دې وروسته به هېڅ داسې بېړۍ چې له اسرائیل سره اړیکه ولري، اجازه ونه لري چې د سره سمندر له لارې تېره شي.

د راپورونو له مخې، دا اقدام د اسرائیل د پوځي فعالیتونو او د سیمې د روانو کړکېچونو په غبرګون کې اعلان شوی دی.

تر اوسه د دې پرېکړې په اړه د نړیوالو سمندري ادارو یا نورو اړخونو رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

د اسټرالیا بېګ باش لیګ کې لوی بدلون؛ دوه سترې لوبډلې سره یو ځای کیږي

د اسټرالیا په یتر سوداګریز کرکټ لیګ بېګ باش کې لوی بدلون پلان شوی چې ښایي د مېلبورن دوه مشهورې لوبډلې مېلبورن سټارز او مېلبورن رېنېګډز سره یوځای شي.

همدارنګه ویل کیږي چې له ډلې یې یوه لوبډله د مالي سرچینو د برابرولو لپاره پلورل کیږي او نوي مالک ته به وسپارل شي.

دا دواړه لوبډلې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې جوړې شوې وې او د بېګ باش لیګ مهمه برخه بلل کېدې، د دې پرېکړې له امله د کرکټ مینه‌ والو غبرګونونه هم ښکاره کړي او ناخوښي یې څرګنده کړې ده.

خو د بېګ باش لیګ چارواکي وایي، دا بدلون د لیګ د ښه کولو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کیږي.

د طالبانو حکومت؛د «جهادي آثارو د ساتنې قانون» خپور کړی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د «جهادي آثارو د ساتنې قانون» د دې ډلې د مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده له لوري له توشیح وروسته رسمي شوی او خپور شوی دی.

د یاد وزارت په وینا، دغه قانون دوه فصلونه او ۱۴ مادې لري او د پلي کولو مسوولیت یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي آثارو د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.

په قانون کې د دې ریاست دندو او جوړښت ته اشاره شوې چې پکې د تېرو شلو کلونو جګړې اړوند اسناد، مدارک او تاریخي مواد راټولول، ثبتول او تنظیمول شامل دي.

همدارنګه یاد ریاست مکلف شوی چې د افغانستان د معاصر تاریخ اړوند بېلابېلې دورې مستندې کړي، په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد پر ضد جګړه، د برتانوي استعمار پر ضد جګړې، د طالبانو حکومت د لومړۍ واکمنۍ دوره او د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو پر ضد شل کلنه جګړه.

چارواکي وایي دا اقدام د تاریخي اسنادو د ساتنې او د راتلونکو نسلونو د پوهاوي لپاره ترسره کېږي.