د پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په بګان سیمه کې د خوراکي توکو پر هغه موټریز کاروان برید شوی، چې پاړهچنار ته روان وو.
ځایي پولیس وایي، چې پر دغه کاروان کې د خوراکي توکو ترڅنګ نور سامونونه هم شامل و.
تر اوسه په دې اړه د مرګ ژوبلې جزیات نه دي ورکړل شوي.
د پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په بګان سیمه کې د خوراکي توکو پر هغه موټریز کاروان برید شوی، چې پاړهچنار ته روان وو.
ځایي پولیس وایي، چې پر دغه کاروان کې د خوراکي توکو ترڅنګ نور سامونونه هم شامل و.
تر اوسه په دې اړه د مرګ ژوبلې جزیات نه دي ورکړل شوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید په اړه بحثونه پیل کړي.
د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلي، دا دواړه بحثونه د هند، چین، امریکا او جنوبي کوریا له لوریو پر جوړو شویو مسؤدو پیل شوي.
ټاکل شوې چې افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر اوولسمې دوام وکړي.
د پکتیکا د طالبانو امنیه قومندانۍ هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې پاکستاني الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بریدونه کړي.
تېره شپه ځینو سرچینو راپورونه ورکړي وو، چې پاکستاني جټ الوتکو د پکتیا او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې؛ خو اوس دغې قومنداني ویلي، چې دا بریدونه د فرضي کرښې هاغاړه شوي دي.
د یادونې ده، چې د پاکستان د استخباراتو اړوند یو شمېر ادرسونو هم د دغه برید په اړه خبر ورکړی وو.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې څخه غوښتي، چې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک معلوملو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي دا غوښتنه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس سره کتنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پیر کراهنبول له امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي، چې یو شمېر زندانونو ته د دوی په لاسرسي بندیز دی.
نوموړي ویلي، بیا هم هڅه کوي، چې د افغان زندانیانو د موندلو او کورنۍ ته یې د حال رسولو برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.
سیمه-ییزې سرچینې وایي، چې د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان کلاچۍ ته نږدې په لوني سیمه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي.
سرچینې وایي، پر پاکستاني پوځیانو برید شوی، چې له کبله یې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.
بل لورته عیني شاهدان وایي، چې په پېښه کې د پوځ دوه وسایط ویجاړ شوي.
د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کاپیسا کې یې دوه طالبان وژلي دي.
دوی وايي، دا برید یې د یکشنبې ورځ د کاپیسا ولایت په حصه دو ولسوالۍ کې کړی، چې په پایله کې دوه طالبان وژلي او ځینې نور ټپیان دي.
یادې ډلې ویلي، چې برید کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اروپا ته اجازه ورکوي، چې له اوکراین سره د مرستې لپاره امریکايي وسلې وپېري.
ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مونیخ کنفرانس کې د اوکراین ولسمشر د مرستو غوښتنه کړې وه.
د غور په پسابند ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو له کبله درې تنه وژل شوي دي.
د غور لپاره د طالبانو د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري وايي، چې دا پېښه په انقرچاق سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، یادو کسانو غوښتل چې هلمند ولایت ته لاړ شي، چې لاره کې واورې پرې ښوېدلي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو جسدونه د سیمې د خلکو په همکارۍ را اېستل شوي دي.
د امریکا مرکزي قوماندې (سنتکام) اعلان کړی چې په یوه هوایي برید کې یې د القاعدې پورې تړلې حراسالدین ډلې یو جګپوړی مالي او اکمالاتي چارواکی په شمال لویدیځ سوریه کې وژلی دی.
سنتکام ویلي چې دا برید د ترهګرو د هڅو د کمزوري کولو لپاره شوی، ترڅو د ملکي خلکو، د امریکایي پوځیانو او متحدینو پر ضد د بریدونو مخه ونیسي.
د یادونې ده چې حراسالدین یوه سلفي اسلامپاله ډله ده، چې له القاعدې سره تړاو لري او په شمال لویدیځ سوریه کې فعاله ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل شتون اعلان کړ.
د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر ویلي، چې چمتو دی د جګړې وروسته د سولې ساتلو لپاره بریتانوي سرتېري اوکراین ته واستوي.
استارمر ټینګار کړی چې لا یې د سرتېرو د خطر سره مخ کولو پرېکړه نه ده کړې؛ خو په اوکراین کې دوامداره سوله د پوتین د نورو یرغلونو د مخنیوي لپاره ضروري ده.
په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چې اوکراین او اروپا به د هر “واقعیت ته نږدې مذاکراتو” برخه وي، ترڅو د مسکو جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
ټاکل شوې ده چې دا اوونۍ د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې وشي، ترڅو معلومه شي پوتین د سولې په اړه څومره جدي دی.