یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 648

ذبیح الله مجاهد: پاکستان دې د کره اسنادو پرته د خپلې نا امنۍ پړه پر افغانستان نه اچوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په بلوچستان کې د زده کوونکو په موټر چاودنه غندلې ، او یوځل بیا یې د پاکستاني چارواکو ادعا رد کړې چې ګواکي دا برید له افغانستان څخه پلان شوې.

ښاغلي مجاهد د ایکس په یوه پیغام کې لیکلي چې پر ماشومانو او ملکیانو برید هېڅکله توجیه کېدای نشي.

نوموړي ویلي چې د دوي حکومت په کلکه د پاکستاني چارواکو دا ادعا ردوي چې دا ډول بریدونه له افغانستان سره تړاو لري.

د طالبانو حکومت ویاند ویلي، پاکستاني چارواکي باید پرته له کوم دلیل او شواهدو افغانستان د دا ډول پېښو مسئول ونه ګڼي.

نټ بلاکس: د ایکس ټولنیزه رسنۍ له ستونزې سره مخ وه

«نت بلاکس» چې په نړۍ کې د انټرنټ وضعیت د څارولو دنده لري، راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ، د “ایکس” ټولنیزه رسنۍ له نړیوالې بې نظمۍ او لنډمهاله بندېدو سره مخ شوې وه.

دغه اختلال د کوم مشخص هېواد د انټرنټي بندیز یا فلټر کولو له امله نه ، بلکې یوه نړیواله تخنیکي ستونزه وه.

بریتانیا؛ د افغان پناه غوښتونکو منلو کې نیم په نیمه کموالی راغلی

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي چې سږکال په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې منل نیم په نیمه کم شوي.

له افغان کډوالو سربېره، د ایرانۍ تابعیت لرونکو کسانو د پناه غوښتنې منل له ۸۴ سلنه څخه ۵۸ سلنه ته، او د اریتریا اتباعو له ۹۹ سلنه څخه ۸۶ سلنه ته کم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو هېوادونو امنیتي او بشري وضعیت کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی، او د افغانستان حالت لا خراب شوی دی.

د بشري حقونو سازمانونه، له دې ډلې د بخښنې نړیوال سازمان ، د بریتانیا د کډوالو تګلارې بدلون اندېښمنوونکی بللی او د هغې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.

د ټرمپ حکومت؛د هارورډ پوهنتون د بهرنیو محصلینو د منلو جواز لغوه کړ

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د هارورډ پوهنتون اجازه لغوه کړې چې بهرني محصلین ومني.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو او د یهودي زده‌کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله شوې ده.

دغه وزارت ادعا کوي چې پوهنتون د چین له یو شکمنې ډلې سره اړیکې درلودې او د مظاهرو پر مهال یې یهودي زده‌کوونکي خوندي نه دي ساتلي.

یاد وزارت ویلي، چې اقدام شاوخوا ۶۸۰۰ نړیوال زده‌کوونکي اغېزمنوي او ښايي راتلونکی کال کې د نویو بهرنیو محصلینو د داخلې مخه ونیسي.

بل لورته هارورډ دا پرېکړه غیرقانوني بللې او وایي له خپلو نړیوالو محصلینو به دفاع وکړي.

هارورډ پوهنتون، چې د امریکا تر ټولو پخوانی تعلیمي بنسټ دی، له ۱۰۰ څخه د زیاتو هېوادونو محصلین لري.

اسماعیل بقایي:پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به زموږ د پرمختګ مخه ونشي نېولی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د امریکا لخوا د ایران د ساختماني سکتور پر ضد نویو بندیزونو ته سخت غبرګون ښودلی.

هغه دا بندیزونه “غیرقانوني، غیرانساني او دښمنانه” بللي او ویلي چې دا اقدامات د ایران د خلکو پر معیشت مستقیم اغېز لري او د بشریت پر ضد جرم ګڼل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول فشارونه به د ایران پرمختګ ونه شي درولی او د امریکا د دیپلوماتیکو هڅو نیت تر سوال لاندې راولي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې په روم کې د ایران او امریکا د خبرو پنځم پړاو پیل شي.

امریکا ویلي، دا بندیزونه ځکه لګول شوي چې د ایران ساختماني سکتور له سپاه پاسداران سره تړاو لري، او لس مهم مواد لکه نکل-کروم الیاژ، منیزیم، او پرکلوریټ پکې شامل دي.

اردوغان:تر دې وروسته ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندېدو نیت نه لرم

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، اعلان وکړ چې نور د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

هغه ویلي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو ته د نوماندېدو نیت نه لري او هدف یوازې د هېواد حیثیت لوړول دي.

اردوغان ټینګار وکړ چې ترکیه نوې اساسي قانون ته اړتیا لري، ځکه اوسنی قانون د کودتا میراث دی.

هغه زیاته کړې چې هېواد باید یو داسې قانون ولري چې ولسي کسان یې جوړ کړي، نه کودتاچیان.

نوموړي ویلي، د عدالت او پرمختګ ګوند د نوې اساسي قانون پر مسوده کار پیل کړی او له مخالفو ګوندونو یې وغوښتل چې په دې بهیر کې برخه واخلي.

اردوغان همداراز د وخت نه مخکې ټاکنو غوښتنې رد کړې او ویلي چې اوس د منځمهالو ټاکنو اړتیا نه لیدل کېږي.

د بلوچستان د بشري حقونو شورا:د روان کال اپریل میاشت کې د پاکستان ریاست ۶۸ بلوچان وژلي

د بلوچستان د بشري حقونو شورا وایي، روان کال اپرېل میاشت کې د پاکستان حکومت ۶۷ بلوچان وژلي.

یادې شورا یو راپور کې ویلي، چې په دغه موده کې بیا ۱۶۸ نور تري تم شوي.

راپور کې دا وژنې او نیونې غیرقانوني او صحرایي محکمې بلل شوې دي.

په نیول شویو کسانو کې بیا ۵۱ تنه محصلین دي.

عباس عراقچي ملګرو ملتونو ته:د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د احتمالي برید مخه ونیسئ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ملګرو ملتونو نه یو لیک کې غوښتنه کړې چې امنیت شورا دې د اسرائیلو له لوري د ایران پر اتومي تاسیساتو د احتمالي برید مخه ونیسي.

دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې سي‌ان‌ان د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل له لوري د برید د چمتووالي راپور ورکړی.

عراقچي ویلي، که اسرائیل برید وکړي، قاطع ځواب به ورکړل شي او خبرداری یې ورکړی که برید وشي، امریکا به هم پکې ښکېله وبلل شي.

بل‌خوا، د ایران او امریکا ترمنځ څلور پړاوه خبرې اترې په عمان کې شوي؛ خو د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي، له امریکا سره خبرې ګټه نه لري.

د هند او طالبانو اړیکې او د پاکستان ورخطایي؛اسلام آباد هڅه کوي له طالبانو سره اړیکې بیرته ورغوي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې دي، چین هڅه کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ورغوي.

په بیجینګ د طالبانو، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه کې پاکستان ژمنه کړې چې له طالبانو سره به ډیپلوماتیکې اړیکې پراخوي او خپل سفیر به افغانستان ته استوي.

د چارو شننونکي په دې آند دي چې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکو پاکستان وارخطا کړی او پاکستانیان اوس هڅه کوي د خپل نږدې ستراتیژیک ملګري چین له آغیز په استفادې د طالبانو سره اړیکې عادي او د هند سره د دوي د اړیکو د پراخیدو مخه ونیسي.

څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخوالي خبرې کړې وې.

داوود جنبش:عاصم منیر پاکستان کې د کودتا پلان لري

افغان خبریال داود جنبش د پاکستان د پوځي مشر مارشال عاصم منیر تر ټولو لوړ پوځي رتبې ته په اشارې سره یوې تاریخې مسلې ته اشاره کړې.

ښاغلي جنبش په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« پاکستان کې، ایوب خان لومړی په ۱۹۵۸ کال کې کودتا وکړه او بیا یې یو کال وروسته خپل ځان ته د فیلډ مارشال رتبه ورکړه؛ منیر هم همدا کار کوي، خو په معکوس ترتیب سره»

تازه د شهباز شریف حکومت عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ رتبه منظور کړې.