دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 628

مسعود پزشکیان:دښمنان فکر کوي که موږ محاصره کړي، له لوږې به مړه شو

0

د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، دښمنان فکر کوي که موږ محاصره کړي، له لوږې به مړه شو.

هغه ویلي«که د رهبر د ټاکل شوي ليدلوري مطابق عمل کړی وای، بايد راتلونکی کال به په سيمه کې لومړی ځای خپل کړی وای.»

نوموړي زیاته کړې چې يوازې دا کافي ده چې په ځان باور ولرو او ووينو چې موږ دا وړتيا لرو.

هغه ویلي چې په ملي وړتياوو باور کولای شي د پرمختګ لاره هواره کړي.

امریکا؛الاسکا کې نادرکه شوې الوتکه غورځېدلې او لس تنه پکې وژل شوي

0

د امریکا په الاسکا کې د الوتکې غورځېدو له کبله لس تنه وژل شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې دغه الوتکه تېره ورځ د برینګ ایر هوایي شرکت یوه امریکایي الوتکه له لسو مسافرو سره په الاسکا کې د الوتنې پر مهال د رادار له سکرین څخه ورکه شوې وه.

دا الوتکه له اوالاکلیت هوايي ډګر څخه د نوم هوايي ډګر ته روانه وه، چې دواړه د لویدیځ الاسکا ښارونه دي.

د یادونې ده چې دا په تېره یوه اونۍ کې امریکا کې د الوتکې غورځېدو درېیمه پېښه ده.

پاکستان؛مشهوره ټیک ټاکره سیماګل په مرموز ډول وژل شوې

0

پاکستان کې یوه پېژندل شوې ټیک ټاکره سیما ګل چې په «سایکو ارباب» هم پېژندل کېږي، په مرموز ډول وژل شوې.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې سیما ګل د پښتونخوا د صوابۍ مرکز په ورسک سړک سیمه کې وژل شوې او مړی یې موندل شوی دی.

د نوموړې ورور پولیسو ته ویلي، چې د خور وضعیت یې ناڅاپي ډول خراب شوی او روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې.

هغه ویلي، چې د خور ناڅاپي مړینې یې شکونه راپیدا کړي دي.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې ددغې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا د میلیاردونه ډالرو نظامي تجهیزات په افغانستان کې په غفلت سره پرېښودل شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا میلیاردونه ډالره ارزښت لرونکي نظامي تجهیزات په غفلت سره په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې دغه تجهیزات له کوم دلیل پرته په افغانستان کې پاتې شوي.

هغه زیاته کړې، چې دغه وسایل د امریکا د نظامي وسایلو یوه کوچنۍ برخه ده.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي، چې په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات به بېرته راوړي.

بل لورته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه تجهیزات د افغانستان ملي شتمني ده او هیچاته یې نه ورکوي.

د پاکستان پوځ:شمالي وزیرستان کې د عملیاتو په ترڅ کې مو یو افغان چې ترهګریزې کړنې یې کولې، وژلی

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې ISPR په یو بیان کې ویلي، چې د شمالي وزیرستان په دته خیلو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو افغان وګړی چې په پاکستان کې دننه په ترهګرۍ کې لاس درلود وژل شوی دی.

بیان کې راغلي، چې دغه کس لقمان خان نصرت نومېږي او د کمال خان زوی دی، چې د افغانستان د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

دغه بیان کې زیاته شوې چې د طالبانو حکومت چارواکو سره اړیکه نیول شوې ترڅو د یاد کس جسد، چې د افغانستان تبعه دی، ترلاسه کړي.

بیان کې دغه راز ویل شوي، چې په پاکستان کې ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان اتباعو د ښکېلتیا نه انکارېدونکې ثبوت دی.

بیان کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو حکومت څخه تمه کیږي چې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ د اعمالو لپاره وکاروي.

ټرمپ:جاپان به ډېر ژر له امریکا څخه مایع ګاز وارد کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې جاپان به ډیر ژر له متحده ایالاتو څخه مایع طبیعي ګاز یا LNG په بې ساري مقدار وارد کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین هم له امریکا څخه د مایع طبیعي ګاز (LNG) اخیستلو ته ډېره لېوالتیا ښودلې.

ټرمپ دغه راز ویلي، چې د امریکا د تېلو په نورو هېوادونو کې هم تقاضا ډېره ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛روانه اونۍ افغانستان او سیمې ته د داعش د ګواښ په اړه غونډه کوي

0

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ به افغانستان او سیمې ته د داعش د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه وکړي او دغه ګواښونه به وڅېړي.

دغې شورا په یوه خپرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش شپږ میاشتنی راپور هم وڅېړل شي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دغه راپور کې ټینګار کړی چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر یو ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تر دې مخکې په افغانستان کې د داعش په ګډون د تروریستي ډلو شتون او فعالیت رد کړی او ویلي یې دي، چې دغه ډله یې ماته کړې ده.

پیټ هېګسټ:ډېر ژر به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ بهير وڅېړي

0

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ اعلان وکړ چې له افغانستان څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د جنجالي وتلو موضوع به وڅېړل شي.

هغه ويلي، چې وزارت به يې ډېر ژر له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ بهير وڅېړي، څو معلومه کړي، چې په دې بهير کې څه تېروتنه شوې او ولې يې مسوول څوک نه دي نيول شوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې څېړنې هدف انتقام نه دی، بلکې موږ غواړو چې د تېرو تېروتنو په ګوته او په راتلونکي کې د هغو د تکرار مخنیوی وکړو.

پیټ هېګسټ په افغانستان کې بې پایلې جګړه، پر اوکراین د روسیې برید او پر اسراییلو د حماس ناڅاپي برید هغه پېښې وبللې چې د امریکا د قدرت په اړه یې د نړۍ لید کمزوری کړی دی.

ډونالډ ټرمپ؛محرمو امنیتي معلوماتو ته د بایډن لاسرسی بند کړ

0

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد محرمو امنیتي معلوماتو ته د پخواني ولسمشر جو بایډن لاسرسی بند کړ.

ډونالډ ټرمپ ویلي، چې بایډن کمزورې حافظه لري او دی پرې باور نشي کولای.

ټرمپ دغه راز زیاته کړې، چې بایډن دې معلوماتو ته اړتیا نه لري؛ نو مهمه نه ده چې هغه دې، دې اسنادو ته لاسرسی ولري.

پښتون شاعر او سیاستوال؛نن د پښتنو د حقونو او ازادۍ غوښتونکي اجمل خټک پنځلسم تلین دی

نن د پښتو ژبې د نوموتي سیاستوال او شاعر اجمل خټک پنځلسم تلین دی.

د اجمل خټک د پنځلسم تلین په پار په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو لیکوالانو، شاعرانو، ملتپالو او سیاستوالو د هغه په یاد او مبارزې شمعې بلې کړي.

د خان عبدالغفار خان د نظریې دا هوډمن لاروی په ۱۹۲۵ کال د سپټمبر په پنځلسمه د پښتونخوا په اکوړه خټک کې زېږېدلی او د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په اوومه نیټه نړۍ ته الوداع ویلې.

ښاغلی خټک نه یواځې دا چې یو ځلېدلی سیاستوال تېر شوی بلکې د پښتنو په خاوره د یو داسې شاعر مسولیت یې هم ادا کړی چې له مخې یې ادبي ژانرونو او د شعر په ژبه د ملتپالنۍ یو لامثاله سیمبول هم پاتې شوی.

د اجمل خټک د ډېرو مشهورو شعرونو څخه یو یې په دې شکل دی:《 د لویو لویو قدرتونو ربه، یوه تمنا ده اورېدی شې که نه؟
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی، د چا د زړه درزا لیدی شې که نه؟》