دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 626

ډونالډ ټرمپ:که له ایران سره یوې موافقې ته ورسېدم، اسراییل به دغه هېواد بمبار نه کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیویارک پوسټ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې غواړي له ایران سره یوې موافقې ته ورسېږي.

نیوریاک پوسټ د ټرمپ له قوله ویلي: «زه غواړم له ایران سره د غیر اټومي مسایلو په اړه موافقه وشي. دا د درنو بمباریو څخه غوره ګڼم… هغوی نه غواړي مړه شي. هېڅوک نه غواړي مړه شي.»

نوموړي زیاته کړې که موږ دې موافقې ته ورسېږو، اسرائیل به هغوی بمباري نه کړي.

ټرمپ د ایران سره د خبرو اترو جزییات ښکاره نه کړل او ویلي: «له یوې خوا، نه غواړم تاسو ته ووایم چې هغوی ته به څه ووایم. پوهېږئ، دا دومره ښه کار نه دی.»

پاکستان کې د روسیې سفیر:د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مسکو د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي

په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر آلبرت خورف ویلي، چې مسکو د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.

نوموړي د تاس خبري آژانس سره په خبرو کې د پاکستان په دننه کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

البرت خورف ټینګار کړی چې هېواد یې له اسلام‌اباد سره د امنیتي ګواښونو په وړاندې د مبارزې ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي چې روسیه د پاکستان او افغانستان سره د رغنده همکارۍ په پیاوړتیا کې ژمنه ده.

اسراییلي ځواکونو؛له نتساریم نظامي لارې څخه شاتګ کړی

0

د اسراییلو ځواکونو له نتساریم لارې څخه، چې یوه نظامي لار ده او د غزې تړانګه په عملي توګه په شمالي او جنوبي برخو ویشي، شاتګ کړی دی.

دا د هغه اوربند د توافق له شرایطو څخه یوه برخه ده چې له مخې یې پرون (شنبه) درې اسراییلي یرغمل په بدل کې شاوخوا ۱۸۳ فلسطیني بنديان خوشې شول.

په ورته وخت کې د اسراییلو استازي د اوربند د مذاکراتو د دوام لپاره قطر ته تللي دي.

حماس اسراییل په دې تورن کړې چې د بشري مرستو په استولو کې ځنډ کوي او خبرداری یې ورکړی چې د خبرو اترو دوام له خطر سره مخ دی.

د طالبانو حکومت؛څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نېولي

د طالبانو حکومت ‏څلور نعت ویونکي د موسیقۍ په سبک د نعت ویلو په تور نېولي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په تخار او فاریاب ولایتونو کې نيول شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر دې وړاندې دې کسانو ته له دغې چارې د لاس اخیستو خبرداری ورکړ شوی وو.

مزار شریف کې د ایران سرقونسل:د ایران مذهبي مشر له افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی

په مزار شریف کې د ایران سرقونسل ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د افغانستان سره د اعظمي تعامل امر کړی دی.

ایرنا خبري اژانس د علي‌رضا احمدي له قوله ویلي چې د ایران د مشرتابه علي خامنه‌اي د فرمان له مخې د افغانستان سره پر اعظمي تعامل ټینګار کوي.

د احمدي په وینا، د ایران مشر په دې باور دی چې د سیمې ستونزې باید د سیمې د هېوادونو لخوا حل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ایران د خپلو تګلارو او پالیسیو له مخې د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.

د ازادۍ جبهه:تخار کې مو درې طالب سرتېري وژلي

د ازادۍ جبهې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار د کرنې ریاست مخې ته د چاودنې مسؤولیت منلی او ویلي یې دي چې په دې برید کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې د طالبانو د استخباراتو د نظامي موټرو کاروان په نښه شوی چې د تالقان ښار په شاوخوا کې د پوست‌خور کلي څخه د ولایت مرکز ته په لاره وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سعودي عربستان:نتنیاهو د غزې د خلکو بېځایه کېدل غواړي او دا د فلسطین په خاوره تېری دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې د خلکو په جبري ډول بېځایه کول غندلي دي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نتنیاهو د فلسطینیانو جبري بې ځایه کیدنه غواړي او دا د فلسطین په ځمکنۍ جغرافیه او د دوی په خاوره تېری دی.

اعلامیه زیاته کړې، چې د اسراییلو لخوا پر فلسطینیانو هر ډول جبر د منلو نه دی او له دې کاره دې لاس واخلي.

مکسیکو؛ترافیکي پېښې ۳۰ تنه وژلي

0

د مکسیکو په جنوب کې د یوه بس په ټکر کې له ۳۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، بس د کانکون او تاباسکو ښارونو تر منځ په حرکت کې و او شاوخوا ۴۴ مسافر پکې سپاره وو.

د ځایي رسنیو په وینا، لس کسان ژوندي پاتې شوي دي.

پولیسو ویلي، چې د دې پېښې د لاملونو څېړنه روانه ده.

نتنیاهو:ټرمپ د ټولې نړۍ لپاره یو ستر رهبر دی

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فاکس نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل تر ټولو ستر ملګری وباله.

نتنیاهو ویلي، چې ټرمپ د اسرائیل او امریکا په ائتلاف کې لوی بدلون راوست، چې دا اړیکې یې تر پخوا ډېرې پیاوړې کړې.

هغه ټرمپ د امریکا او نړۍ لپاره یو ستر رهبر بللی او زیاته یې کړه چې اسرائیل تر امریکا لوی ملګری نه لري، په ځانګړې توګه د ټرمپ تر مشرۍ لاندې، او امریکا هم تر اسرائیل ستر دوست نه لري.

نتنیاهو د دواړو هېوادونو د قوي اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا اړیکې تر ډېره د ګډو دښمنانو له کبله دي.

نوموړي یادونه وکړه چې ټرمپ بیا ځلي اسرائیل ته د وسلو تحویل پیل کړ او څرګنده یې کړه چې اسرائیل د څو اړخیزې جګړې په ترڅ کې د ګډو دښمنانو پر وړاندې په جګړه بوخت دی.

ډونالډ ترمپ؛د انتوني بلینکن او جیک سالیوان امنیتي معلوماتو ته لاسرسی بند کړ

0

‏د سپینې ماڼۍ چارواکو اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو د پخواني وزیر انتوني بلینکن او د ملي امنیت د پخواني سلاکار جیک سلیوان امنیتي او محرمو معلوماتو ته لاسرسی بند کړ.

دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شو چې ټرمپ د جمعې په ورځ د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن ته د امنیتي او محرمو اسنادو لاسرسی هم لغوه کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د جو بایدن د حکومت د عدلیې وزارت د مرستیالې، لیزا موناکو هم محرم اسنادو ته لاسرسی لغوه کړی.

د یادونې ده چې د امریکا پخواني ولسمشرانو په دودیز ډول استخباراتي غونډو او معلوماتو ته لاسرسی درلود، تر څو د ملي امنیت او بهرني سیاست په اړه اوسني ولسمشر ته مشورې ورکړي.