دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 62

اسرائیل ۱۲چینل:په ډېر احتمال سره علي خامنه‌یي‌ ټپي یا هم وژل شوی

0

د اسراییل له لوري خپاره شوي راپورونه وایي چې د ایران مذهبي مشرتابه، آیت‌الله علي خامنه‌یي، په احتمال سره د اسراییل په یوه برید کې ټپي یا وژل شوی دی.

د اسراییل ۱۲ چینل د معلوماتو له مخې، د دې موضوع شواهد مخ پر زیاتېدو دي، خو رسمي تأیید نه دی شوی.

د اسرائیل ۱۲ چینل وایي چې لومړی یې د اسراییل ارزونه داسې وه چې خامنه‌یي ټپي شوی دی.

دا ارزونه د سپوږمکۍ عکسونو پر بنسټ نه، بلکې د نامعلومو سرچینو د معلوماتو پر اساس شوې ده.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونو د ایران په مشرتابه او پوځي قوماندانانو کې ډیر جدي زیان رامنځته کړی دی.

اسراییل ۱۲ چینل وایي چې د خامنه‌یي سره هیڅ اړیکه نشته او د هغه وضعیت معلوم نه دی.

ایمانویل مکرون:روان تاوتریخوالی دې ودرول شي، ایران دې اټومي او توغندیز پروګرام پای ته ورسوي

0

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې رامنځته کېدل د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي پایلې لري.

هغه ویلي چې په دې حساس پړاو کې د فرانسې د خاورې، وګړو او په منځني ختیځ کې د فرانسې د ګټو د خوندي کولو لپاره ټول لازم ګامونه پورته کېږي.

مکرون زیاته کړې چې فرانسه چمتو ده، که اړتیا وي او که یې نږدې شریکان غوښتنه وکړي، د هغوی د ساتنې لپاره اړین امکانات وکاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې روان تاوتریخوالی د ټولو لپاره خطرناک دی او باید ودرول شي.

د هغه په خبره، د ایران حکومت باید درک کړي چې بله لار نه لري پرته له دې چې په رښتیني نیت خبرو اترو ته داخل شي، څو خپل اټومي او بالستیک پروګرامونه او همدارنګه سیمه‌ییزې بې‌ثباته کوونکې کړنې پای ته ورسوي.

هغه همداراز ویلي چې د ایران خلک باید وکولای شي خپل راتلونکی په ازاده توګه جوړ کړي، او زیاته یې کړه چې د اسلامي رژیم له خوا ترسره شوې وژنې هغه له مشروعیته غورځوي او باید واک بېرته خلکو ته وسپارل شي.

مکرون ټینګار کړی چې فرانسه، د خپلو اصولو او نړیوالو مسوولیتونو ته په پام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کوي او له خپلو اروپایي شریکانو او په منځني ختیځ کې له ملګرو هېوادونو سره په نږدې تماس کې ده.

عباس عراقچي:پر ایران “تجاوزګرو” اسرائیل او امریکا ته که هر چا مرکزونه ورکړي وي، هغوی به هم زموږ هدف وي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د پوځي برید په تړاو له سیمه‌ییزو هیوادونو سره ټلیفوني تماسونه نیولي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا، هغه په دې تماسونو کې له خپلو همسیالانو سره د سعودي عربستان، اماراتو، قطر، کویټ، بحرین او عراق یادونه کړې او یاد بریدونه یې تجاوزانه او د ملګرو ملتونو د منشور څرګنده سرغړونه او د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې روښانه جنایت بللی.

نوموړي ویلي، چې ایران اوس د خپل قانوني دفاع حق لري او د هېواد د دفاع لپاره به له ټولو نظامي او دفاعي امکاناتو څخه کار واخلي.

هغه د نړیوالو قوانینو په اساس، د هر هېواد مسئولیت یاد کړ چې د امریکا او اسرائیل د “تجاوزکارو” عملیاتو لپاره خپل قلمرو او امکانات و نه کاروي.

عراقچي زیاته کړه چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د خپل قانوني دفاع په چوکاټ کې، د هر ډول “تجاوزګر” اقدام مرکزونه مشروع هدف ګڼي.

عراقچي همدارنګه زیاته کړې، چې د امریکا او اسرائیل جنګ نه یوازې د ایران پر وړاندې دی، بلکې د ټولې سیمې پر وړاندې دی، او د سیمې مسلمان ملتونه باید د دې خطرناکې نقشې پر وړاندې خپل تاریخي مسئولیت ترسره کړي.

پر ایران تازه بریدونه؛رویټرز د لوړپوړو قومندانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي

د رویټرز د راپور له مخې، په وروستیو بریدونو کې د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو لوړپوړي قومندانان او ځینې ایراني سیاسي چارواکي وژل شوي دي.

د اکسیوس خبریال ویلي چې یو امریکايي ورته ویلي: د امریکا د پوځ بریدونه د توغندیو پر اډو متمرکز دي، په داسې حال کې چې د اسرائیل د پوځ بریدونه د لوړپوړو ایراني چارواکو د له منځه وړلو او د توغندیو پر پروګرام تمرکز لري.

په اسرائیل کې اټکلونه ښيي چې محمد پاکپور، چې د سپاه پاسداران قومندان بلل کېږي، وژل شوی دی.

یو لوړپوړي اسرائیلي مقام اکسیوس ته ویلي:«هدف دا دی چې د ایران د رژیم د سقوط لپاره ټول لازم شرایط برابر شي.»

هغه زیاته کړې: «موږ د ایران ټول مشرتابه، سیاسي او نظامي، که پخواني وي، که اوسني او که راتلونکي، هدف ګرځوو.»

نوموړي ویلي چې راتلونکې پېښې به د ایران د خلکو د احتمالي پاڅون له کچې سره هم تړاو ولري.

راپورونه:د اسرائیل په هدفي بریدونو کې د ایران سپاه پاسداران نوی قومندان محمد پاکپور ووژل شو

0

د اسرائیلي سرچینو په خبره، په وروستیو حملو کې د ایران د حکومت څو لوړپوړي چارواکي په نښه شوي، چې په دې کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي او ولسمشر مسعود پزشکیان شامل دي.

همدارنګه، د اسرائیلي ارزیابیو له مخې، محمد پاکپور، د سپاه پاسداران نوی ټاکل شوی قومندان، په دې حملو کې وژل شوی دی.

تر دې دمه د دغو راپورونو رسمي تایید نه دی شوی، خو د اسرائیل د امنیتي سرچینو په وینا بریدونه د ایران د لوړپوړو نظامي او حکومتي مرکزونو پر ضد ترسره شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت :د امریکا او اسرائیل پوځي اقدام د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هېواد پر ځینو برخو د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل له لوري پوځي بریدونه شوي دي.

په اعلامیه کې یاد بریدونه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل بلل شوی او دغه وزارت دا پېښه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو سرغړونه ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران د خپل هېواد د دفاع حق لري او اړوند بنسټونه به د اړتیا په صورت کې لازم اقدامات ترسره کړي.

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی چې دا ډول اقدامات د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي.

دغه وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د وضعیت په اړه بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي.

د اعلامیې پای کې ویل شوي چې ایران به د خپل ملي امنیت او ګټو د خوندي کولو لپاره قانوني لارو چارو کارولو ته دوام ورکړي.

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت:د ایران د بالیستیک توغندیو بریدونه مو شنډ کړي دي

0

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وایي پر دغه هېواد د ویشتل شويو ایراني بالیستیک توغندیو؛ د هوايي دفاعي سیستمونو په لوړه وړتیا عمل کړی او یو شمېر توغندي یې په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې اړوندو ادارو د ابوظهبي ښار په یوې استوګنیزې سیمې کې د توغندیو د ټوټو د لوېدو له امله د اسیایي هیواد یو وګړی وژل شوی.

د دفاع وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو، ملکي تاسیساتو او ملي بنسټونو په نښه کول په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

دفاع وزارت زیاته کړې چې دا برید د ملي حاکمیت او نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده، او امارات د ځان لپاره د غبرګون بشپړ حق ساتي او کولای شي د خپلې خاورې، خلکو او مېشتو کسانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، څو خپل حاکمیت، امنیت، ثبات او ملي ګټې خوندي وساتي.

دوحه؛قطر په موقت ډول خپل هوایي حریم وتاړه

0

د قطر اییرز یا هوایي شرکت اعلان کړی چې د دې هېواد د هوايي حریم د تړل کېدو له امله یې دوحې ته او له دوحې څخه خپلې الوتنې په موقتي ډول ځنډولې دي.

هوايي شرکت ویلي چې له حکومتي چارواکو او اړوندو ادارو سره نږدې همکاري کوي تر څو له اغېزمنو مسافرو سره مرسته وکړي، او کله چې هوايي حریم بېرته پرانیستل شي، الوتنې به بیا پیل شي.

شرکت زیاته کړې چې د عادي فعالیتونو له بیا پیل وروسته ښايي د الوتنو په مهالوېش کې ځنډونه او بدلونونه رامنځته شي.

همدارنګه، په حماد نړیوال هوایي ډګر او نورو مهمو هوايي ډګرونو کې اضافي ځمکني کارکوونکي ګومارل شوي، تر څو له اغېزمنو مسافرو سره مرسته وکړي.

تازه خبر؛د قطر، بحرین او کویټ سربیره په سعودي عربستان کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي

0

د لومړنیو راپورونو له مخې، د قطر، بحرین او کویټ ترڅنګ په سعودي عربستان کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې پر ایران د امریکا او اسرائیل له لوري د ګډو او هممهالو پوځي بریدونو وروسته، ایران په سیمه کې د امریکا ځینې پوځي اډې په نښه کړې دي.

تر اوسه په دې اړه، کره جزییات نه دي خپاره شوي.

تازه؛ د قطر، بحرین او کویټ په پلازمېنو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

0

عربي رسنیو راپور ورکړی چې د دوحه، منامه او کویټ ښار په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغو پېښو د څرنګوالي او احتمالي زیانونو په اړه لا تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي بریدونه پیل شوي او ایران ښایي په سیمه کې د امریکا پوځي مرکزونه تر هدف لاندې راوستي.