دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 619

ذبیح الله مجاهد:د حکومتي جوړښت په تشکیلاتو کې مو په لویه کچه کموالی راوړی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تائید کړې چې دوی په ملکي او نظامي برخو کې تشکیلات کم کړي دي.

نوموړي ویلي، دا ګام یې د کارونو د ښه والي او بیروکراسي د مخنیوي لپاره کړی دی.

نوموړي د تنقیض د اراقامو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

هغه ویلي، دا چاره د خلکو په ګټه او د اندېښنې وړ نه ده.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله په امر په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې تنقیض روان دی.

عباس عراقچي:چین زمونږ تر شا د یو دوست هېواد په څېر ولاړ دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چین او روسیه د دوی نږدې ملګري او په سختو حالاتو کې د دوی تر شا و.

نوموړي چین ته د سفر پر مهال ویلي چې بیجنګ تر دې وړاندې هم د ایران اټومي پروګرام په اړه مهم نقش لوبولی او دوی اوس هم ورته اړتیا لري.

د هغه په خبره، دوی له چین سره د یو مهم شریک هېواد په توګه په دې برخه کې مشورې کوي.

د یادونې ده چې عراقچي له امریکا سره د اټومي پروګرام په سر تر دوه پړاوه خبرو وروسته چین ته تللی.

مایک والتز:ترهګرې ډلې په امریکا د برید پلان لري

د امریکا د ملي امنیت مشاور وایي، د القاعده، الشباب، داعش او نورې ترهګرې ډلې پر امریکا د برید پلان لري.

مایک والتز ویلي، چې دوی په دې اړه یوه طرحه هم چمتو کړې.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې د ټرمپ حکومت ټوله نړۍ کې د ترهګرو ډلو ۷۴ مشران له منځه وړي.

مایک والتز پر امریکا د برید د طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د هند تر کنترول لاندې کشمېر کې برید؛نریندرا مودي سعودي ته پلان شوی سفر لنډ او بېرته خپل هېواد ته راستون شو

0

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې تر خونړۍ حملې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل سفر لنډ او بېرته ډهلي ته راستون شو.

هغه دا پېښه غندلې او ټینکار یې کړی، چې عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې ده چې د هند دننه یو شمېر هندیانو له حکومت غوښتي چې د دغې پېښې غچ له پاکستان واخلي.

پاکستان:د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د شوي برید په اړه اندېښمن یوو

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند تر کنترول لاندې کشمېر کې پر سیالانیانو د شوي برید په اړه اندېښنه ښودلې.

په داسې حال کې، چې هند، پاکستان په دغه برید کې پر لاس لرلو تورنوي، پاکستان وایي، د یاد برید په اړه اندېښمن دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي ویلي، چې دوی د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوي.

د یادونې ده چې دغه برید کې ۲۵ هندیان او یو نیپالی وژل شوی دی.

په ورته مهال بیا د کشمیر مقاومت په نوم یوې ډلې د برید مسؤلیت منلی.

نویده خوشبو:طالبان د ماشومانو لپاره د فولکوریکو ترانو د چاپ اجازه نه راکوي

افغانې خبریالې نویده خوشبو د کتاب د ورځې په مناسبت ویلي، چې طالبانو د نوموړې کتاب «سیاسي جاج» د ملي ګټو خلاف بللی او بندیز یې پرې لګولی.

آغلې خوشبو پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې طالبانو د فولکوریکو ترانو د بل کتاب د چاپ اجازه نه ده ورکړې.

نوموړې لیکلي:«د سیاسي جاج په نوم کتاب مې طالبانو د ملي ګټو خلاف بللی؛ او د ماشومانو د فولکوریکو ترانو بل کتاب چې کابو اته کاله زیار مې پرې ویستی د کابل په یوې مطبعې کې بند پاتې او د چاپ اجازه نه لري.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو د ګڼو افغان لیکوالو او سیاسي شخصیتونو په کتابونو او یادښتونو په دې موخه بندیز لګولی چې ګوندې د ملي ګټو خلاف دي.

مارکو روبیو:د اوکراین او روسیې په اړه د لندن د سولې خبرو کې ګډون نه‌ کوم

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په لندن کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره جوړېدونکو خبرو کې ګډون ونه‌کړي.

تر دې وړاندې راپورونو ویل چې ښاغلی روبیو به لندن ته سفر وکړي؛ خو هغه ویلي چې دا سفر به راتلونکو میاشتو ته وځنډوي.

روبیو په خپل ایکس کې لیکلي:«زه د روانو خبرو وروسته د بحثونو د تعقیب په تمه یم او خپل سفر به بیا تنظیم کړم.»

ټاکل شوې چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی کیت کلوګ به د روسیې او اوکراین د مسایلو په تړاو په دې خبرو کې ګډون وکړي.

عباس عراقچي؛د چین د لومړي وزیر مرستیال سره لیدلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن د چین د لومړي وزیر له مرستیال دینګ شوئه شیانګ سره لیدلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ایران او چین پر اړیکو او همکاریو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ایراني لوري غزې کې پر روانې نسل وژنې، پر یمن د امریکا بریدونو او په منځني ختیځ کې د اسرائیل په جګړې نیوکه کړې ده.

ورته مهال بیا چینایي لوري د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې ایران ترخې تجربې لیدلي او تمه لري چې دا خبرې ښې مخ ته ولاړې شي.

اکسیوس:امریکا د سولې د یوې نوې طرحې په جوړولو سره د اوکراین ځواب ته منتظره ده

0

اکسیوس ویب‌پاڼې راپور ورکوي چې امریکا تمه لري د چهارشنبې په ورځ د اوکراین ځواب د سولې د یو نوي چوکاټي وړاندیز په اړه ترلاسه کړي.

دغه طرحه، چې تېره اونۍ وړاندې شوې، په غیر رسمي ډول د روسیې کنټرول پر هغو سیمو تاییدوي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې اشغال کړي دي.

د راپور له مخې، په دې وړاندیز کې راغلي چې امریکا به له ۲۰۱۴ راهیسې پر روسیې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او د خارکیف ولایت یوه کوچنۍ برخه به بېرته اوکراین ته ورکړل شي.

اکسیوس ویلي، چې همداراز د زاپوریژیا اټومي بټۍ به د اوکراین برخه وبلل شي؛ خو اداره به یې د امریکا تر مدیریت لاندې وي، او برېښنا به یې دواړو خواوو ته ورکول کېږي.

هند؛پهالګام کې وسله‌والو په یو برید کې ۲۴ تنه سېلانیان وژلي

0

په هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله‌والو پر سېلانیانو ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي دي.

برید په پهالګام سیمه کې شوی چې د سرینګر ښار څخه ۹۰ کیلومتره لرې ده.

دا خونړی برید د تېر یو کال تر ټولو وژونکی پېښه بلل شوې.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید غندلی او ژمنه یې کړې چې بریدګر به عدالت ته سپاري.

یوې وسله‌والې ډلې چې ځان “د کشمیر مقاومت” بولي، د برید مسؤلیت منلی او د بهرنیو د مېشتېدو پر ضد یې ناخوښي ښودلې.

چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۸۴ زرو نا سیمه‌ییزو ته د اوسېدو اجازه ورکړل شوې ده.