دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 613

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:د ایران بندر عباس کې په شوې چاودنې خواشیني یوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران په بندر عباس کې د تېرې ورځې پر چاودنې خواشیني ښودلې.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د ایران ټولو خلکو او قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي.

د یادونې ده، چې په دغه چاودنه کې اتلس تنه وژل شوي او تر اووه سوه زیات ټپیان دي.

ایران وايي، د پېښې په اړه پلټنې کوي.

د غوایي اوومه او اتمه؛د طالبانو حکومت وایي، دوی هغه هدف ته رسېدلي، د کوم لپاره چې رامنځته شوي وو

د طالبانو حکومت د غوایي د اوومې او اتمې ورځو په مناسبت ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د دوی له شرعي نظام کلکه ساتنه وشي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې د یو باثباته او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام لپاره باید ټول افغانان یو موټی شي.

اعلامیه کې راغلي، «اسلامي امارت» هغه هدف ته رسېدلی، چې د کوم لپاره رامنځته شوی وو.

پاکستانی سناتور:مودي د اسراییلو تګلاره ټاکلې او هڅه کوي چې له کشمیر څخه غزه جوړه کړي

0

د پاکستان د سنا د بهرنيو چارو د کمېټې مشر عرفان صدیقي، هند ته خبرداری ورکړی چې که هر ډول تجاوزي اقدام وکړي؛ نو د سخت متقابل ځواب سره به مخ شي.

صدیقي ويلي، نرندرا مودي د اسراییلو له تګلارې پیروي کوي او هڅه کوي جمو او کشمیر د فلسطین او غزې په شان بدل کړي.

هغه هند د دموکراتیک ارزښتونو له منځه وړلو او د مسلمانانو او اقلیتونو د وژلو تر ټولو ستر ډګر بللی دی.

عرفان صدیقي همداراز خبرداری ورکړی چې که هند د پاکستان د سیندونو بهیر ګډوډ کړي یا بندونه جوړ کړي؛ نو دا به د جګړې د اعلان مانا ولري او پاکستان به ورته په پوره قوت ځواب ورکړي.

ایران؛په بندر عباس کې د چاودنې له امله ۱۸ تنه وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپیان دي

0

‏د ایران د بندر عباس په شهید رجایي بندر کې د تېرې ورځې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او له ۷۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د ایران د ناورینونو مهار ادارې د ویاند له قوله ویلي، دا چاودنه د کانټینرونو دننه د کیمیاوي موادو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، له دې پېښې وړاندې هم د دغو خطرناکو کیمیاوي موادو د چاودنې خبرداری ورکړل شوی و.

دې پېښې د بندر فعالیتونه ځنډولي او سیمه کې لا هم د ژغورونکو ځواکونو هڅې روانې دي.

زلمی خلیلزاد:پاکستان لاهم د خطرناکو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، لاهم داسې راپورونه شته چې پاکستان د خطرناکو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي چې داعش خراسان څانکه اوس هم په دغه هېواد کې روزنیز مرکزونه لري.

خلیلزاد زیاتوي، که پاکستان غواړي د ترهګرۍ جرړې وباسي؛ نو د داعش او نورو ترهګرو ډلو شتون ته باید جدي پام وکړي.

هغه ویلي، هلته د ترهګرو ډلو شتون نه یوازې پاکستان؛ بلکې سیمې ته هم خطر زیاتوي.

خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې دېرش کاله یې د امریکا او غرب لپاره د ترهګرو ملاتړ وکړ.

ننګرهار‌ـ درونټهیوې مور له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی

د ننګرهار ولایت درونټې سیمه کې یوې مور له خپلو دوو ماشومانو سره سیند ته ځان غورځولی.

د ننګرهار د طالبانو د امنیه قومنداني ویاند طیب حماد وایي، پېښه کې مور او یو ماشوم یې وژل شوي او یو بل یې ژغورل شوی دی.

طیب حماد زیاته کړې، چې د پېښې علت معلوم نه دی؛ خو په دې اړه پلټنې روانې دي.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر:راتلونکې اوونۍ به د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې ناسته وشي

0

‏د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې راتلونکې اوونۍ به د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو پر دوام د لوړې کچې ناسته وشي.

نوموړي ویلي، چې د شنبې ورځې ناستې کې دواړو لوریو د متقابل احترام په رڼا کې په پایداره ژمنو ټینګار کړی.

دا مذاکرات داسې مهال کېږي، چې نن د ایران په عباس بندر کې درنه اورلګېدنه رامنځته شوې چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي.

فضل محمود فضلي:د نویمو کلونو د جنګسالارانو اوسني ائتلافونه ملي نه؛ بلکې د خپلو ګټو لپاره دي

د جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، د نویمو کلونو جنګسالاران لاهم ائتلافونه جوړوي، چې له څو اوونیو وروسته بېرته نړیږي.

نوموړی وايي، د دغو ائتلافونو موخه نه سیاسي پیغام وي او نه د اوږدمهاله ارزښتونو او ولسواکۍ اصولو ته ژمنتیا؛ بلکې د دوی یوازینی هدف د خپلو شخصي ګټو خوندي کول دي.

فضلي وایي، نوی نسل باید د دوی د ائتلافونو د غټ ښودلو له دام نه ځان وساتي.

هغه ویلي، چې له دوی سره د یوځای کېدو پر ځای باید له خپل فکر او ارادې سره د ملي او سازماني سیاست له لارې ټولنې ته مناسب بدیلونه وړاندې شي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه:افغانستان کې د یو شمېر برخو فعالیتونه ځنډوو

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، چې په افغانستان کې به خپل یو شمېر کارونه وځنډوي.

یادې کمېټې ويلي، چې پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدو له کبله د بودجې له کمښت سره مخ دي.

دوی ویلي، دا فعالیتونه داسې مهال ځنډوي، چې افغانستان کې مور او ماشوم خورا سختو مرستو ته اړتیا لري.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه خلک مرستو ته اړ دي.

پاکستانۍ رسنۍ:د لاهور هوايي ډګر کې اور لګېدنه رامنځته شوې

0

د پاکستان په لاهور هوايي ډګر کې اور لګېدنه رامنځته شوې.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د یادې اورلګېدنې له کبله الوتنې هم لغوه شوې.

تراوسه د دغې اور لګېدنې د علت او زیانونو په اړه څه نه دی ویل شوي.