دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 612

کاناډا؛په وانکوور ښار کې یوه موټر چلوونکي ۹ تنه وژلي

0

راپورونه وایي، چې د کاناډا په وانکوور ښار کې یوه موټر چلوونکي د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر ور خېژولی چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي دي.

د کاناډا پولیس وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې خلک د «لاپو لاپو» په نوم فستیوال د نمانځلو لپاره یوې کوڅې ته راټول شوي وو.

د راپورونو له مخې، برید کوونکي خپل موټر پر خلکو خېژولی او د درنو تلفاتو سبب شوی دی.

د برید په تړاو یو شکمن کس نیول شوی، خو پولیسو څرګنده کړې چې شواهد ښيي دا پېښه د ترهګرۍ اړخ نه لري.

د پېښې په اړه لا هم پلټنې روانې دي.

د بندر عباس چاودنه؛تر شل ساعته تېرېدو وروسته لاهم اور نه دی مړ شوی

0

په داسې حال کې، چې په عباس بندر کې له چاودنې شل ساعته تېريږي؛ بیا هم په ایراني رسنیو کې داسې تصویرونه لاس په لاس کېږي، چې ښيي دغه بندر کې لاهم اور نه دی مړ شوی.

سیمه‌ییزو مسولینو ویلي، چې سیمه کې اطفایې شته او هڅه کېږي، چې دا اور ژر تر ژره کنټرول شي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په دغه بندر کې د چاودنې له کبله پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

په دغه چاودنه کې تر اوسه اتلس کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

اصف درانی:هند او پاکستان دې د ناندریو پر ځای د پېښې څېړلو لپاره پلاوی وټاکي

0

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي پخواني استازي اصف دراني له هند او پاکستان غوښتي چې د کشمېر پېښې د څېړلو لپاره یو بې لوری پلاوی وګماري.

هغه ویلي، چې داوړه لوري باید له ناندریو ډډه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې دا چاره د بحران زیاتېدو مخنیوی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کشمېر تر پېښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او پر یو بل یې ځینې بندیزونه هم لګولي دي.

د ټرمپ او زیلنسکي لیدنه؛د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د مذاکراتو پر بیا پیل ټینګار شوی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایټالیا پلازمېنې روم کې د اوکراین له ولسمشر سره په دغه هېواد کې د جګړې بندولو په اړه له سره د مذاکراتو پر پیلیدو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې زیلنسکي ویلي، چې که د دوی د غوښتونو مطابق د سولې زمینه برابره شي؛ نو دا به یوه تاریخي لیدنه وي.

بل لورته د سپینې ماڼۍ ویاند هم دا لیدنه رغنده بللې ده.

د بودجې د کمښت له کبله؛د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې په هوايي ډول د مرستو رسولو خدمات وتړل

د خوړو نړیوال پرواګرام وايي، چې د بودجې د کمښت له کبله یې افغانستان کې هوايي خدمات وتړل شول.

دغه سازمان ویلي، چې روان کال د هوايي خدماتو لپار ۱.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، لرو پرتو سیمو ته د خدماتو رسولو لپاره هوايي پروزاونه یوازینی انتخاب وو.

د یادونې ده، چې دا پروازونه نږدې ټول افغانستان ته ترسره کېدل.

غیرت بهیر:د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر دې د غیرمسولانه څرګندونو له امله د افغانانو څخه بخښنه وغواړي

ټولنیز فعال غیرت بهیر د پخواني جمهوریت د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د هغې مقالې په اړه غبرګون ښودلی چې ویلي وو شمال ته د پښتنو ورتګ د روسیې امنیت ته خطر پیښوي.‬

‫نوموړي لیکلي:«دا ډول څرګندونې په لوی لاس د قومونو تر منځ د نفاق، د هیواد د تجزیې او کورنیو جګړو ته لمن وهل دي»‬

‫غیرت بهیر د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر څخه غوښتنه کړې چې د دا ډول غیر مسولانه څرګندونو له امله دې د افغانستان له خلکو څخه بخښنه وغواړي.

فضل هادي مسلمیار:د ثور ۷مه د افغانستان په تاریخ کې خونړۍ ورځ وه

د مشرانو جرګې پخواني مشر، فضل هادي مسلمیار، د ثور د اوومې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې خونړۍ او د ټولو بدبختیو د پیل ورځ وه.

ښاغلي مسلمیار پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ورځ د افغانستان د لومړني جمهور رئیس، سردار محمد داوود خان، پرضد خونړۍ کودتا وشوه.

هغه ویلي، چې له همدې تورې او خونړۍ کودتا وروسته په هېواد کې د جګړې اور بل شو، چې له امله یې زموږ ډېری هېوادوال شهیدان، معلول او حتی مهاجرت ته اړ شول.

نوموړي زیاته کړې، «شهید سردار محمد داوود خان د افغانستان لپاره یو نه تکرارېدونکی ولسمشر و. هغه د هېواد د بیارغونې، طبیعي زېرمو د ساتنې، اوبو مهارولو، زراعت، اقتصاد، روغتیا، او پر ځان د بسیا افغانستان لپاره د ستر حیاتي پروژو بنسټګر و.»

د افغانستان د جمهوریت د نړیدو ۴۷ کاله تیر شول؛خو افغانستان ولې ثبات او سولې ته نه رسیږي؟

اووه څلویښت کاله وړاندې په همدې ورځ، د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور/ غویي ​​د اوومې کودتا په افغانستان کې د هیواد د لومړي ولسمشر، محمد داود خان جمهوري حکومت ونړاوه او واک د خلق ډیموکراتیک ګوند ترلاسه کړ.

د ثور د اوومې کودتا د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه او د عطف نقطه پیښه ګڼل کېږي.

له دې کودتا وروسته چپ اړخو حکومتونو د شوروي اتحاد (د هغه وخت) په ملاتړ واک ته ورسیدل، او له هغې وروسته افغانستان د اوږدو او خونړیو جګړو ښکار شو چې تر نن پورې دوام لري.

پاکستان ټوډې:د روسیې له تور لیست څخه د طالبانو نوم اېستل د پاکستان امنیت ته خطر دی

پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یو تحلیل کې لیکلي، چې د روسیې له لوري له تور نوملړ څخه د طالبانو نوم لرې کولو د سیمې د ګډو ګټو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

دغه تحلیل کې راغلي، چې دا یو عادي تغییر نه؛ بلکې په مستقیم ډول د پاکستان امنیت ته د خنډونو راپورته کولو په معنی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې له دغه نوملړ څخه د طالبانو نوم اېستل د پاکستان نظر او ستونزو ته په نه پام ترسره شوی، چې ښايي زیان یې هم دغه هېواد ته ورسېږي.

بندر عباس کې د چاودنې له کبله؛د هرمزګان والي درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی

0

د ایران د هرمزګان ولایت والي په بندر عباس کې د شوي برید له کبله درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې، په دغې چاودنه کې اتلس تنه وژل شوي؛ خو ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.

بل لورته د ایران د روغتیا وزارت او سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په پېښه کې تر زرو زیات کسان ټپیان شوي؛ چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.