دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 61

عباس عراقچي:د لبنان پر ضد د اسراییلو د بریدونو درول امریکا سره د اوربند مهمه برخه وه

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د لبنان د پارلمان له مشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې پر لبنان د اسراییلو د بریدونو درول د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د تفاهم یوه مهمه برخه وه.

هغه ټینګار کړی چې دا موضوع به په راتلونکو خبرو او سیاسي پروسو کې هم د ایران له خوا مهمه وبلل شي.

عباس عراقچي همدارنګه ویلي چې ایران به د حزب‌الله ملاتړ ته دوام ورکړي.

زلمی خلیل‌زاد:د طالبانو حکومت دې د نجونو د زده‌کړو د بندیز د پایلو په تړاو د یونسیف راپور ته ځواب ووایي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له حکومت غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو د بندیز په اړه د یونسیف راپور ته واضح او مستند ځواب ورکړي.

هغه په خپل پیغام کې پوښتنه کړې چې ایا د طالبانو حکومت د دې پرېکړې د پایلو څخه خبر دی او دا چې د راتلونکو ستونزو د حل لپاره کوم پلان لري.

بل لور ته، یونسیف ویلي چې که د نجونو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان له ۲۰ زرو څخه د زیاتو ښوونکو له کمښت سره مخ شي او له ۵ زرو څخه زیاتې ښځینه روغتیايي کارکوونکې به هم کمې وي.

یونسیف ویلي چې همدارنګه به له ۲ میلیونو څخه زیاتې نجونې له زده‌کړو بې برخې شي.

راپور خبرداری ورکړی چې دا وضعیت به د افغانستان پر راتلونکي ټولنه جدي منفي اغېزې ولري.

فوزیه کوفي:د غیر رسمي لیدنو په اړه دوه‌ګونی چلند د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په استانبول کې د افغانستان او پاکستان د غیر رسمي استازو د لیدنې په اړه په خپل غبرګون کې لیکلي چې د خلکو او ځینو رسنیو چلند له ښکاره دوه‌ګونتوب سره مخ دی.

نوموړې ویلي، که ځینې کسان له پاکستاني لوري سره وویني، دا کار د سولې، امنیت، ملي ګټو او د افغانستان د ثبات لپاره سپېڅلی بلل کېږي؛ خو که نور ورته ګام واخلي، نو بیا یې پر خیانت، تړاو، استخباراتي پروژې او د ملي ګټو پر ضد عمل تورنوي.

کوفي همداراز نیوکه کړې چې یو شمېر رسنۍ، د ټیک‌ټاک فعالان او هغه کسان چې ځانونه بې‌طرفه څېړونکي بولي، یوازې انتخابي موضوعات راپورته کوي او په قصدي ډول عامه ذهنیت اغېزمنوي.

هغې زیاته کړې چې له همدې کړیو څخه څو ورځې وړاندې هم شور جوړ شوی و، کله چې د کونړ پوهنتون تر برید لاندې راغی، او دا چلند یې د “منافقت” بېلګه بللې ده.

رویټرز:چین نوي تجارتي قوانین اعلان کړل، د امریکایي شرکتونو اندېښنې زیاتې شوې

0

رویټرز راپور ورکړی چې چین نوي تجارتي قوانین اعلان کړي چې د امریکایي شرکتونو لپاره یې اندېښنه رامنځته کړې ده.

د رویټرز په خبره، په دې قوانینو کې چین کولی شي هغه بهرني شرکتونه جریمه کړي چې غواړي له چین څخه خپلې سوداګریزې اړیکې کمې کړي.

رویټرز په خپل راپور کې زیاته کړې چې امریکا غواړي شرکتونه له چین څخه خپله وابستګي راکمه کړي؛ خو دا نوي قوانین د همدې هڅې پر ضد ګڼل کېږي.

د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ایران نوي مذهبي مشر؛د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د نوو اصولو اعلان وکړ

0

د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی علي خامنه‌یي په یوه پیغام کې ویلي چې ایران غواړي د هرمز تنګي او د فارس خلیج لپاره نوي قوانین او مدیریت جوړ کړي.

هغه ویلي چې دا کار به د سیمې هېوادونو ته امنیت او اقتصادي ګټه ورسوي.

همدارنګه یې ادعا کړې چې امریکا په سیمه کې په خپلو پوځي پلانونو کې ناکامه شوې ده، او ایران به د هرمز تنګي د مدیریت له لارې د سیمې امنیت ښه کړي.

هغه دا هم ویلي چې ایران د خلیج هېوادونو سره ګډ برخلیک لري او غواړي ورسره اړیکې وساتي.

مسعود پزشکیان:په فارس خلیج کې هر ډول ناامني د امریکا او اسرائیل مسوولیت دی

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې په فارس خلیج کې د هر ډول ناامنۍ مسوولیت د امریکا او اسرائیل پر غاړه دی، او ټینګار یې کړی چې د سمندري محاصرې هڅې به ناکامې شي.

نوموړي ویلي: «زموږ دښمنانو د خپل چلند په بدلون سره د سمندري محاصرې او د سوداګریزو لارو د محدودولو ستراتیژي غوره کړې، څو د ایران پر حکومت او خلکو فشار زیات کړي.»

پزشکیان زیاته کړې چې دا ډول اقدامات نه شي کولی خپلې موخې ته ورسېږي او ایران به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

ملا عبدالغني برادر؛د بریتانیا له ځانګړي استازي سره د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره په خپل دفتر کې لیدنه کړې ده.

د غونډې پر مهال د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا او همدارنګه د بریتانیا د بشري مرستو پر دوام خبرې شوې دي.

ملا برادر ویلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي.

بل لور ته، د بریتانیا ځانګړي استازي له هغو افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې چې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله زیانمن شوي، او ټینګار یې کړی چې د بریتانیا حکومت او خلک به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ذبیح الله مجاهد، حماسه میډیا ته:په ترکیه کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د خبرو راپورونه نه تاییدوم

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا سره خبرو کې هغه راپورونه رد کړ، چې ګواکې په ترکیه کې د طالبانو د حکومت او د پاکستان حکومت ته د نږدې استازو ترمنځ د دواړو لوریو د شخړو د حل په موخه غیررسمي خبرې کیږي.

نوموړي ویلي چې دوی ته د یاد خبر په اړه کره معلومات نه دي رسېدلي او نه شي کولای هغه تایید کړي.

ښاغلي مجاهد د حماسه میډیا د پوښتنې په ځواب کې وویل:« تر اوسه زه د دې خبرې تایید نشم کولای، معلومات به وکړم.»

د یادونې وړ ده چې پاکستان هم تر اوسه ددې خبرو اترو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

لندن؛په ګولډرز ګرین سیمه کې پر دوو یهودي وګړو د چاقو برید شوی

0

د لندن په ګولډرز ګرین سیمه کې پر دوو یهودي کسانو د چاقو برید شوی، چې پولیسو دا پېښه ترهګریز عمل بللی دی.

راپورونه وایي، په دې برید کې ۳۴ کلن شلویم رنډ او ۷۶ کلن موشي شاین ټپیان شوي، خو روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

پولیسو یو ۴۵ کلن کس د وژنې د هڅې په تور نیولی، چې سومالیا اصله برېتانوی وګړی دی.

ویل کېږي چې دغه کس مخکې هم د تاوتریخوالي سابقه درلوده.

د ټپي شوي کس مور رسنیو ته ویلي چې د دې پېښې له امله ډېره وېرېدلې ده او باور نه شي کولی چې دا ډول بریدونه د لندن په کوڅو کې ترسره کېږي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود اعلان کړی چې د یهودي ټولنو د امنیت لپاره به ۲۵ میلیونه پونډه ځانګړې کړي، څو د عبادت ځایونو، ښوونځیو او ټولنیزو مرکزونو ساتنه پیاوړې شي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې پر یهودي ټولنې وروستي بریدونه د هېواد د امنیت له مهمو ګواښونو څخه ګڼل کېږي او د دې پېښو د مخنیوي لپاره به جدي اقدامات وشي.

حامد کرزی:د نجونو پر زده کړو بندیز افغانستان د خطرناک بحران پر لور روان کړی

0

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، که دا وضعیت دوام وکړي، هېواد به تر ۲۰۳۰ کال پورې له سختو بشري کمښتونو سره مخ شي.

کرزي د ملګرو کلتونو د ماشومانو صندوق د تازه راپور په حواله ویلي، چې د نجونو د تعلیم د بندیز له امله به افغانستان د څه باندې ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او له ۵ زره زیاتو ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي، او د زده‌کړو بې‌برخې نجونې به له دوو میلیونو واوړي.

هغه ټینګار کړی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل نه یوازې د هېواد ملي وړتیا کمزورې کوي، بلکې افغانستان به له بهرنیو مرستو لا ډېر متکي کړي.

کرزي یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ دې د زده‌کړو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي، څو هېواد وکولای شي خپلې ستونزې د خپلو ځوانانو په مټ حل او له بهرنیو اړتیاوو ځان خلاص کړي.