شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 609

ټرمپ:اروپا ته اجازه ورکوم چې د اوکراین سره د مرستې لپاره امریکایي وسلې وپېري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اروپا ته اجازه ورکوي، چې له اوکراین سره د مرستې لپاره امریکايي وسلې وپېري.

ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مونیخ کنفرانس کې د اوکراین ولسمشر د مرستو غوښتنه کړې وه.

غور؛پسابند ولسوالۍ کې درې تنه د واورې ښوېدو له کبله وژل شوي

د غور په پسابند ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو له کبله درې تنه وژل شوي دي.

د غور لپاره د طالبانو د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري وايي، چې دا پېښه په انقرچاق سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، یادو کسانو غوښتل چې هلمند ولایت ته لاړ شي، چې لاره کې واورې پرې ښوېدلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو جسدونه د سیمې د خلکو په همکارۍ را اېستل شوي دي.

سنتکام:په سوریه کې په یوه هوایي برید کې القاعدې پورې تړلی یو جګپوړی کس یې وژلی

0

د امریکا مرکزي قوماندې (سنتکام) اعلان کړی چې په یوه هوایي برید کې یې د القاعدې پورې تړلې حراس‌الدین ډلې یو جګپوړی مالي او اکمالاتي چارواکی په شمال لویدیځ سوریه کې وژلی دی.

سنتکام ویلي چې دا برید د ترهګرو د هڅو د کمزوري کولو لپاره شوی، ترڅو د ملکي خلکو، د امریکایي پوځیانو او متحدینو پر ضد د بریدونو مخه ونیسي.

د یادونې ده چې حراس‌الدین یوه سلفي اسلام‌پاله ډله ده، چې له القاعدې سره تړاو لري او په شمال لویدیځ سوریه کې فعاله ده چې په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل شتون اعلان کړ.

د برېټانیا لومړی وزیر:چمتو دی له جګړې وروسته اوکراین ته خپل ځواکونه ولېږي

0

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر ویلي، چې چمتو دی د جګړې وروسته د سولې ساتلو لپاره بریتانوي سرتېري اوکراین ته واستوي.

استارمر ټینګار کړی چې لا یې د سرتېرو د خطر سره مخ کولو پرېکړه نه ده کړې؛ خو په اوکراین کې دوامداره سوله د پوتین د نورو یرغلونو د مخنیوي لپاره ضروري ده.

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي چې اوکراین او اروپا به د هر “واقعیت ته نږدې مذاکراتو” برخه وي، ترڅو د مسکو جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ټاکل شوې ده چې دا اوونۍ د امریکا او روسیې ترمنځ خبرې اترې وشي، ترڅو معلومه شي پوتین د سولې په اړه څومره جدي دی.

حماسه ميډیا ته سیمه ایزې سرچینې؛پاکستاني جیټ الوتکو وزیرستان کې د عامو خلکو کورونه بمبارد کړي دي.

یو شمیر باوري سرچینو حماسه میډیا ته وایي، پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د جنوبي وزیرستان شګ توی او ځانګړه سیمه کې د عامو خلکو کورونه په نښه کړي دي.

د سرچینې په وینا، په دې بمبار کې د یوې کورنۍ ۷ ښځې او ماشومان هم وژل شوي.

د سیمه ایزو سرچینو په وینا، د پاکستاني جیټ الوتکو په برید کې د وژل شویو او ټپیانو شمیر ښایي لسګونو تنو ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني استخباراتو ته نږدې ایکس اکونټونه لیکلي چې د دغه هیواد هوایي ځواکونه د پکتیکا برمل ولسوالۍ په نښه کړي دي.

تازه؛پاکستان یو وار بیا د پکتیا او پکتیکا پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي

باوري سرچینې وایي، پاکستاني جیټ الوتکو یو وار بیا د پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر سیمو بمبار کړی.

د پاکستاني استخباراتو اړوند یو شمېر ادرسونو هم دا خبر تائید کړی؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ننګرهار کې هم د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ نښته شوې.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویانا د غونډې په هکله نظر

0

لیکوال: شاه محمود میاخیل
د ویانا غونډه کې مې تیر کال برخه واخستله او هدف مې دا و چې دغه ډله د جنګ په عوض بین الافغاني ډیالوګ لپاره هلې ځلې وکړي. د ویانا د غونډې کوربه ادارو چې زه یې بللی وم، د هغوي نظر هم دا و. هغه ایمیلونه چې زمونږ تر منځ تبادله شوي، موجود دي.

د غونډې ځینې تنظیم کوونکو او هغه کسانو چې د دې غونډې مدیریت کاوه، هغوي ته مې یو لړ وړاندیزونه وکړ او ورته ومې ویلې که دا غونډه ملي او پراخه نشي او په ملي اهدافو باور ونه لري او یا د جنګ لپاره زمینه مساعدوي نو مونږ یې خلاف یو. په راتلونکې کې په داسې غونډو کې برخه نه اخلو او څه ګټه هم نه لري.

له بده مرغه د دوی د عمل او نظر تر منځ ډیر توپیر و. کوربه ادارې هم د ځینو کسانو د نفوذ لاندې وې. دوی د جنګ لپاره د نورو او په خاصه توګه د ګاونډیانو هر ډول شرایطو منلو ته تیار دي په دې شرط چې دوی قدرت ته ورسوي.

کله چې دوی زما وړاندیزونو ته توجه ونه کړله نو د دوی د کاري ګروپونو نه ووتلم او ورته ومې ویلې چې زه نور داسې غونډو کې برخه نه اخلم.

که څه هم د ویانا په غونډه کې اکثره ګډون کوونکي د یوې وړې ډلې چې د مقاومت په نوم یادیږي، او هم یو شمیر د پخواني جمهوریت غړي، برخه لري خو د افغانستان د اکثریت ولس استازولي نشي کولی.

زما شخصي نظر بیا هم د ویانا د غونډې ګډونکونکو او نورو سیاسي جریانونو ته دا دی چې په عوض د دې چې د نورو دروازې وټکوې، د جنګ سندرې ووایي، یو بل سپک کړې، نو ښه به دا وي چې لومړۍ په خپلو منځو کې په ملي اهدافو باور پیدا کړې. د سمتي، ژبني، مذهبي، سلیقوي او قومي تفرقې په عوض د افغانانو تر منځ د وحدت لپاره کار وکړې تر څو ملي او نړیوال اعتماد په افغانانو پیدا شي. اوس افغانان او د افغانانو سیاسي جریانونه او د مدني ټولنو فعالین، د ملي او نړیوال اعتماد نه برخمن نه دي.

کله چې د افغانانو سیاسي حرکتونو ملي او نړیوال اعتبار پیدا کړ، بیا د دې زمینه مساعدیږي چې د طالبانو په شمول د ټولو اړخونو سره د بین الافغاني ډیالوګ لپاره زمینه مساعده او افغانستان د نیابتي جګړو میدان ونه ګرځي. د جنګ د لارې نه بلکې د بین الافغاني ډیالوګ له لارې  د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام لپاره د لارې نقشه یا تګلاره باندې توافق وشي.

د دغه او ځینو نورو سیاسي فعالانو او جریانونو یو ضعیفه استدلال دا دی چې دوی په هر محفل او خبرو کې یادونه کوي چې طالبان د امریکا پروژه ده او د امریکا په حمایت رامنځته شویده. دا به ومنو چې طالبان د امریکا پروژه وه خو بیا ولې په امریکا کې لابي کوي او امریکا نه غواړې چې د طالب په عوض د دوی نه بله پروژه جوړه کړي؟
امریکا کې لابي کول د همدې معنی لري چې دوی د افغانستان د ثبات، د خلکو د سوکالې او په افغانستان کې د جګړې د مخنیوي پروا نه لري خو صرف غواړي چې د پروژوي چینلونو له لارې قدرت ونیسي. کله د اسلام اباد سره، کله د تهران سره، کله د مسکو سره او کله ځینې استازي یې د واشنګټن د لابي ګرانو په مرسته د کوم کانګریس معین او ځینو بهرنیانو سره د ملاقاتونو انځورونه شریکوي او فکر کوي چې دوی د امریکا او یا نورو بهرنیانو په مرسته به بیا قدرت ونیسي.

تناقص په همدې ډول طرز فکر او خبرو کې دی. که امریکا طالبان راوستي وي نو بیا ولې د دوی نه حمایت وکړي او د طالبانو خپله پروژه ورانه او ناکامو سیاسیونو ته بیا قدرت وسپاري ځکه د طالبانو دغه پروژه ورته په هر لحاظ ارزانه او بې له سر درده ده.

د تیر تاریخ نه په عبرت، قدرت نیول اسانه دي خو قدرت ساتل سخت دي. لکه څنګه چې دغه جنګي ډلو په تیرو دوه ځلو کې د بهرنیانو په مټ قدرت ونیوه او ناکام شول، دا ځل چې دوی د پخوا په شان نه د ملت په منځ کې د جنګ انګیزه لري او نه نړیوال د جنګ د حمایت پالیسي لري، څنګه به بریالي شي؟ که باالفرض بریالي هم شي، قدرت به څنګه وساتي؟

هو! دا جوته ده چې د افغانستان دوه ګاونډي هیوادونه د دغه جنګي ډلو سره د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په خاطر اړیکي لري او هم د طالبانو سره ښه روابط ساتي. زما په اند، ګاونډیان شاید دوه موخې د دغه اړیکو نه ولري چې له یوې خوا د طالبانو مخالفې ډلې مصروفه او د خپل نفوذ لاندې وساتي او له بله اړخه د طالبانو نه امتیاز واخلي. په حقیقت کې ګاونډیان هم د دوامداره جنګ حمایت او توان نه لري او نه دومداره جنګ په افغانستان کې د دوی په ګټه دی. ځکه د دوامداره جنګ په شتون کې د افراطیانو نفوذ زیاتیږي چې هغه ټولو هیوادونو ته خطر دی.

دې کې شک نشته چې ولس د طالبانو د کړنو نه سر ټکوي خو د جنګ پلوي هم نه دي ځکه جنګونو نه پخوا څه نتیجه ورکړې او نه اوس نتیجه ورکوي. البته د طالبانو د انحصار د قدرت او د نفې سیاست پخپله جنګونه ته زمینه مساعدوي خو بیا هغه جنګ کې افراطي ډلې نورې هم تقویه کیږي. د افراطي او نیابتي جګړو قرباني به افغانان وي او ضرر به یې سیمې او نورو هیوادونو ته هم رسیږي. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې که طالبانو همداسې په خپل زین کړي اس سپاره وي نو د اینده نیابتي جګړو مسوولیت د دوی په غاړه دی.

مخکې له دی چې اوبه له ورخه تیرې شي، ښه به دا وي چې د طالبانو په شمول ټول سیاسیون او جریانونه د یوې معقولې تګلارې په اساس د تفاهم لاره غوره او د نورو د رقابتونو او اهدافو لپاره افغانان قرباني نه کړي.

خدا ان ملتی را سروری داد
که تقدیرش به دست خویش بنوشت
به ان ملت سروکاری ندارد
که دهقانش برای دیگران کشت

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د جرمني د بایرن ایالت لومړی وزیر:د یو شمېر افغانانو د اېستلو لپاره د طالب چارواکو سره باید خبرې وشي

د جرمني د بایرن ایالت لومړي وزیر ویلي، چې د یو شمېر افغانانو د اېستنې لپاره باید ژر تر ژره د طالبانو له چارواکو سره خبرې وشي.

مارکوز زودر ویلي، چې د اخراج پروسې لپاره باید هره اوونۍ یوه الوتنه ترسره شي.

د راپورونو له مخې، یوازې په بایران ایالت کې ۲ زره افغانان د اېستلو وړ دي، چې ۲۰۰ تنو یې جدي جرمونه کړي.

هغه د افغانانو لپاره د نویو ویزو د صدور بندېدو غوښتنه هم کړې.

ننګرهار؛په لعلپورې ولسوالۍ کې د طالب پوله ساتو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د طالب پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

یو شمېر سرچینې وایي، چې جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې طالب پوله ساتو د خپلې پوستې لپاره مورچه جوړوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

سرچینو زیاته کړې، چې په ځواب کې طالب پوله ساتو د پاکستاني پوځیانو دوه پوستې په نښه کړې.

تر اوسه ددغې نښتې له کبله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان امنیتي سرچینې:شمالي وزیرستان کې له پوځ سره په جګړه کې د ټي‌ټي‌پي یو وژل شوی غړی افغان طالب دی

د پاکستان امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې د شمالي وزیرستان په تازه نښتو کې د وژل شوو اتو وسلوالو له ډلې یو تن د افغانستان د طالبانو غړی و.

سرچینو ویلي، چې امنیتي چارواکو تایید کړې چې عاصم مهاجر، چې د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی و، د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر څانګې غړی و.

دوی زیاتوي چې نوموړي د افغانستان د طالبانو سره هم تړاو درلود او د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کې یې برخه اخیستې وه.

پاکستاني سرچینې دغه راز وايي چې عاصم مهاجر د شمالي وزیرستان په جګړه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېدلی و او د نښتې پر مهال ووژل شو.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې تل له تحریک طالبان پاکستان سره د اړیکو درلودو ادعاوې رد کړې دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې د طالبانو د مرستیال والي زوی بدرالدین یوسف د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.