شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 608

بریتانیا؛د ۲ زره تنو افغان کومانډویانو د بیا میشتیدو غوښتنه رد کړه

د بریتانیا د دفاع وزارت د دغې هیواد ځانګړو ځواکونو د قومندې په اساس تایید کړه چې د ۲ زره تنو هغه افغان کومانډویانو چې دوی سره یې اوږه په اوږه جګړه مخته وړې وه، د بیا میشتیدو غوښتنه رد کړه.

د بي‌بي‌سي د یو راپور له مخې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د پخوانیو افغان کومانډویانو غوښتنه چې غوښتل یې ملاتړ یې وشي، رد کړه.

هېره دې نه وي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمیر افغان کومانډویانو ګاونډیو هیوادونو ته پناه یوړه، خو زیات شمیر یې لا هم افغانستان کې دننه په ویره خپل ژوند د خطر مواجع ګڼي.

رضا مسرور:ایران د افغان سوداګرو ملاتړ کوي

د ایران د ازادو سوداګریزو زونونو د عالي شورا منشي رضا مسرور ویلي، ایران د افغان پانګوالو ملاتړ کوي او کولای شي د دغه هیواد په ازادو سوداګریزو سیمو کې د اوسېدو اقامت ترلاسه کړي.

ایراني رسنیو د ښاغلي رضا له قوله ویلي، چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۱۲۵ میلیونه یورو بهرنۍ پانګونه د ازادې سوداګرۍ زونونو ته او ۱۳۱ میلیونه یورو ځانګړې اقتصادي زونونو ته جذب شوې.

هغه زیاته کړې چې د دغې پانګونې له مخې یوه برخه یې د عربي هیوادونو، منځنۍ اسیا او افغانستان پانګوالو پورې تړلې ده.

پښتونخوا؛کرم ولسوالۍ کې د خوراکي توکو پر موټریز کاروان برید شوی

0

د پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په بګان سیمه کې د خوراکي توکو پر هغه موټریز کاروان برید شوی، چې پاړه‌چنار ته روان وو.

ځایي پولیس وایي، چې پر دغه کاروان کې د خوراکي توکو ترڅنګ نور سامونونه هم شامل و.

تر اوسه په دې اړه د مرګ ژوبلې جزیات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید په اړه بحثونه پیل کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما ماموریت د تمدید په اړه بحثونه پیل کړي.

د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلي، دا دواړه بحثونه د هند، چین، امریکا او جنوبي کوریا له لوریو پر جوړو شویو مسؤدو پیل شوي.

ټاکل شوې چې افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر اوولسمې دوام وکړي.

د پکتیکا امنیه قومنداني:پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د برید په اړه خپرې شوې اوازې حقیقت نه لري

د پکتیکا د طالبانو امنیه قومندانۍ هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې پاکستاني الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بریدونه کړي.

تېره شپه ځینو سرچینو راپورونه ورکړي وو، چې پاکستاني جټ الوتکو د پکتیا او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې؛ خو اوس دغې قومنداني ویلي، چې دا بریدونه د فرضي کرښې هاغاړه شوي دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان د استخباراتو اړوند یو شمېر ادرسونو هم د دغه برید په اړه خبر ورکړی وو.

امیر خان متقي د سره صلیب مشر ته:د افغان بندیانو برخلیک معلومولو کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې څخه غوښتي، چې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک معلوملو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي دا غوښتنه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له عمومي رییس سره کتنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پیر کراهنبول له امیرخان متقي سره لیدنه کې ویلي، چې یو شمېر زندانونو ته د دوی په لاسرسي بندیز دی.

نوموړي ویلي، بیا هم هڅه کوي، چې د افغان زندانیانو د موندلو او کورنۍ ته یې د حال رسولو برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.

خیبر پښتونخوا؛دیره اسماعیل کې د وسله والو په برید کې ۸ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

سیمه-ییزې سرچینې وایي، چې د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل خان کلاچۍ ته نږدې په لوني سیمه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي.

سرچینې وایي، پر پاکستاني پوځیانو برید شوی، چې له کبله یې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.

بل لورته عیني شاهدان وایي، چې په پېښه کې د پوځ دوه وسایط ویجاړ شوي.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت په نوم جبهه:کاپیسا کې مو طالب سرتېري وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کاپیسا کې یې دوه طالبان وژلي دي.

دوی وايي، دا برید یې د یکشنبې ورځ د کاپیسا ولایت په حصه دو ولسوالۍ کې کړی، چې په پایله کې دوه طالبان وژلي او ځینې نور ټپیان دي.

یادې ډلې ویلي، چې برید کې دوی ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

ټرمپ:اروپا ته اجازه ورکوم چې د اوکراین سره د مرستې لپاره امریکایي وسلې وپېري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اروپا ته اجازه ورکوي، چې له اوکراین سره د مرستې لپاره امریکايي وسلې وپېري.

ټرمپ دا څرګندونې تېره ورځ د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مونیخ کنفرانس کې د اوکراین ولسمشر د مرستو غوښتنه کړې وه.

غور؛پسابند ولسوالۍ کې درې تنه د واورې ښوېدو له کبله وژل شوي

د غور په پسابند ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو له کبله درې تنه وژل شوي دي.

د غور لپاره د طالبانو د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري وايي، چې دا پېښه په انقرچاق سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، یادو کسانو غوښتل چې هلمند ولایت ته لاړ شي، چې لاره کې واورې پرې ښوېدلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو جسدونه د سیمې د خلکو په همکارۍ را اېستل شوي دي.