شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 606

امیر مقام:ملګري ملتونه باید نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو تګ د لېږد ژمنه پوره کړي

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزیر امیر مقام ویلي، ملګري ملتونه باید نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ویلي، دوی څو کلونه د درې میلیونه افغان کډوالو کوربانه وو؛ خو اوس باید دا کډوال لاړ شي.

د مقام په خبره، پاکستان ته د افغان کډوالو د راتګ په وخت کې ژمنه شوې وه چې دغه کډوال ژر تر ژره بل هېواد ته لیږدول کېږي او د کوربه هیوادونو ستونزې به هم حل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي شوي.

کابل؛د ایران سفارت سرپرست له امیرخان متقي سره کتلي

کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بېکدلي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

کابل کې د ایران سفارت د یادې لیدنې خبر ورکړی دی.

د ایران سفارت لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، روغتیا او درملنې، کرنې، انرژۍ او سیاسي همکاريو خبرې اترې شوې دي.

امریکايي سناتورانو؛د غزې د نیولو په اړه د ټرمپ طرحه رد کړه

0

امریکايي سناتورانو د غزې د اشغال لپاره د ټرمپ طرحه رد کړې ده او ټینګار یې کړی، چې عربي هېوادونه ښايي د غزې د راتلونکي لپاره بهتره لارې وړاندې کړي.

رویټرز د لینډسي ګراهام له قوله خبر ورکړی، چې په سنا کې په دې اړه هیڅ لیوالتیا نشته، چې امریکا دې غزه ونیسي.

بل لورته د دموکراتانو سناتور ریچارد بلومنتال ویلي، دا طرحه په مکمل ډول د نه منلو وړ ده.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې غزه به دوی ونیسي.

اسماعیل بقايي:له طالبانو سره د حقابې ستونزه لاهم حل نه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د هلمند په سیند کې د حقابې ستونزې حل رد کړی او ویلي یې دي، چې کابل کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لیدنو په ترڅ کې دا مسئله نه ده حل شوې.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، طالبانو په دې لیدنو کې ټینګار کړی وو، چې دا دوی یو انساني مسوولیت هم دی.

نوموړي ویلي، چې د دغې ستونزې حل له طالبانو سره په تعامل او خبرو کې نغښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي وو، چې دا مسئله یوازې تر تړون پورې تړلې نه ده؛ بلکې د دوی انساني مسوولیت هم دی، چې د سیستان او بلوچستان خلکو ته اوبه پرېدي.

د بریتانیا لومړی وزیر ټرمپ ته:اوکراین د افغانستان په برخلیک مه اخته کوه

0

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې اوکراین دې د افغانستان له برخلیک سره نه مخ کوي.

استارمر د ټرمپ اوسنی دریځ د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د حکومت له سقوط سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید خپل ستر تاریخي شکست بیا تکرار نه کړي.

نوموړي ویلي، چې د اوکراین وضعیت د بریتانیا له ملي ګټو سره مستقیمه اړیکه لري او د دې هېواد برخلیک باندې به څوک لوبې ته پرېنږدي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې داسې ښکاري واشنګټن مسکو ته ډېر امتیازونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د سولې د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی، ترڅو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري.

زېلېنسکي:سعودي عربستان کې له روسیې سره د سولې مذاکراتو کې ګډون نه کوو

0

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې اوکراین به له روسیې سره د سولې مذاکراتو کې ګډون ونکړي.

هغه ویلي، د سولې کوم مذاکرات چې په سعودي کې کیږي، دوی پکې ګډون نه کوي، ځکه په تړاو یې هېڅ مالومات نه لري.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې کییف باید د خپل راتلونکي په اړه هره غونډه او مذاکره کې ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته تللی او د اوکراین د جګړې په اړه هلته مذاکرات وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي

0

‏د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال، د دغه هېواد له ولیعهد، محمد بن سلمان سره کتلي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د غزې د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د ټرمپ هغه پلان چې غواړي له غزې څخه فلسطېنیان بل ځای ته ولېږدوي هم خبرې شوي؛ خو جزیات یې نه دي ورکړل شوي.

دغه راز په دې کتنه کې دواړو خواوو په غزه کې د اوربند پر دوام هم ټینګار کړی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر:د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی او دا ډله د اسد د پوځ له پاتې وسلو کار اخلي

0

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فؤاد حسین خبرداری ورکړی چې د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی او دا ډله د اسد د پوځ له پاتې وسلو ګټه اخلي.

هغه نظامي مقابله ضروري بللې او پر دې یې ټینګار کړی چې نړۍ باید د داعش پر ضد ګډ او عاجل اقدامات وکړي.

حسین ویلي، چې بغداد هیله لري له دمشق سره د داعش پر ضد په ګډه مبارزه وکړي.

هغه زیاتوي، چې داعش اوس له پخوا ډېر مجهز او تنظیم شوی، او ځینې مشران یې له بهرنیو هېوادونو ورغلي دي.

فؤاد حسین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د خلکو د بې‌ځایه کولو پلان د عربي نړۍ لپاره ګواښ وباله.

ټاکل شوې چې د عربي هېوادونو اتحادیه د فبرورۍ په پای کې په قاهره کې غونډه وکړي، تر څو د فلسطین لپاره یو ګډ دریځ ونیسي.

امیرخان متقي بخیت ته:نړۍ دې واقیعتونه په خپلو سترګو وګوري؛ د بهرنیو رسنیو په تبلیغاتو باید باور ونشي

د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره مل پلاوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د امنیت، زده کړو، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزي، اقتصادي، بشري او پرمختیايي مسائلو او په دغه سازمان کې د طالبانو د استازیتوب پر پیاوړتیا خبرې کړې.

امیر خان متقي په دې لیدنه کې ویلي، چې بهرنیو رسنیو کې د دوی اصلي تصویر نه وړاندې کېږي او بهرني اړخونه باید پر تبلیغاتو د باور پر ځای ځمکني واقیعتونه په خپلو سترګو وګوري.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي بیا ویلي، چې دوی له پیل څخه د سلیقوي چلند پلویان نه دي او دا سازمان له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان څه موده وړاندې په یو کنفرانس کې د طالبانو له حکومت غوښتي وو، چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

خالد ځدران:د کابل په هوایي ډګر کې د چاودنې راپورونه سم نه دي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران د کابل په هوایي ډګر کې چاودنه رد کړې ده.

ښاغلي ځدراڼ ویلي: «ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د کابل په هوایي ډګر کې چاودنه شوې، خو دا راپورونه حقیقت نه لري.»

د یادونې ده چې یو شمېر سرچینو خبر ورکړی و، چې نن مازدیګر څلور بجې د کابل هوایي ډګر کې دننه چاودنه شوې.