شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 605

امیر خان متقي؛د ایران سفیر رضا بیګدلي سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیګدلي سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې یې د دواړو هیوادونو په سوداګریزو، او اقتصادي برخو کې د تجارتي راکړې ورکړې په اسانتیا خبرې کړي.

ښاغلي تکل زیاته کړې، د دې ناستې هدف د دواړو هیوادونو سوداګرو او پانګه والو ته د سهولتونو رامنځته کول، د ترانزیتي دهلیزونو د پراختیا، د روغتیا او کرنې په برخو کې همکاري، د انرژۍ اړوند موضوعات، د برښناء تامین، په تخنیکي همکاریو کې پراختیا او د دغه دواړو هیوادونو د اړونده بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث شوی.

طارق بخیت د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي ته:ستاسو فعالیتونه د ټولنې یوه جدي اړتیا وه، موږ درسره د لا تقویې همکارۍ ته دوام ورکوو

د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق بخیت، د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي سره په لیدنه کې د دوی فعالیتونه د افغاني ټولنې جدي اړتیا بللې.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلي بخیت ډاډ ورکړی چې د اسلامي همکارۍ سازمان به له دغه وزارت سره د لاتقویې دپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

هغه ویلي چې په دې لیدنه کې د امر بالمعروف وزارت وزیر ویلي چې د دوی هدف د اسلامي اصولو په چوکاټ برابر دی او د ټولنې د معنوي اړخونو د لا تقویې کوښښ کوي

عبدالمتین قانع:په کشفي عملیاتو کې مو شپږ تنه انسان تښتوونکي ونیول

طالبانو د شپږ تنه انسان تښتونکو د نیولو او د دوی له منګولو یې د ۲ تنو ازادولو خبر ورکړی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه لیکلي، د امنیتي ځواکونو په کشفي عملیاتو کې یې دوه تنه چې د پروان ولایت اوسېدونکي وو د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړي.

ښاغلي قانع زیاته کړې چې یاد تښتول شوي کسان څه موده مخښکې په ایران کې تښتول شوي وو او په بدل یې انسان تښتوونکو ۱۵۰ زره امریکایي ډالر غوښتل چې د کورنیو چارو وزارت د کشفي ځواکونو لخوا د تښتوونکو له منګولو ازاد شوه.

هغه ویلي چې یاد شپږ تنه انسان تښتوونکي یې د لازیاتو پلټنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارلي

پوروړي پاکستان؛له اړمنو افغانانو سره د مرستو ټټر وهلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، چې دوی له اړمنو افغانانو سره هر ډول همکاري ته چمتو دي.

ډار د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانانو اقتصادي وضعیت لا ترینګلی شوی.

نوموړي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه هم کړې.

اسحاق ډار دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې دمګړی پاکستان خپله په بد اقتصادي وضعیت کې دی.

مولانا فضل الرحمن:د پاکستان پوځ دې نور له ناسمو سیاستونو راووځي

0

د پاکستان د جمعیت علما‌ءاسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د پاکستان حکومت مشران بې کفایته دي او نور باید سیاسي ګوندونو ته وخت ورکړي، چې رامخکې شي.

هغه ویلي، پوځ او حکومت له څو لسیزو راهیسې د ترهګرو د روزنې په برخه کې پر نړیوال سټیج یادیږي او دوی دې نور له سمو تګلارو کار واخلي.

هغه له طالبانو سره د پاکستان په ترینګلو اړیکو کې پاکستاني لوري ملامته کړي.

نوموړي ویلي، پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته امریکا ته اډې ورکړې او له همدې ځایه په افغانستان بمبار کېده؛ خو طالبانو یوه ورځ هم په دې اړه پاکستان ته شکایت ونه کړ.

دیرش کاله وروسته؛په پاکستان کې د سختو امنیتي تدابیرو د نیول کیدو سره سم سبا د کریکټ نړیوال جام پیلیږي

0

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ، چې له نږدې ۳۰ کلونو وروسته په پاکستان کې ترسره کېږي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د کریکټ چمپینز ټرافي سبا چهارشنبه پیلیږي.

پاکستان هیله لري چې د دغو سیالیو په ترسره کولو سره به په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې کمې شي او د یوه خوندي ځای په توګه به پر دغه هېواد د نړیوالې ټولنې باور زیات شي.

پاکستان وایي، هېله لري چې نړیوال ګرځندوي به د سیاحت او پانګونې لپاره بیرته دې هیواد ته د ستنیدو لپاره زړه ښه کړي.

پاکستاني امینتي چارواکي وایي، د کریکټ نړیوال جام د ښه امنیت لپاره یې ۲۰ زره وسله وال ځواکونه، په اسلام آباد، لاهور، کراچۍ او پینډۍ کې ځای پرځای کړي دي.

د امنیتي مسولینو په خبره هغه هوټلونه چې لوبغاړي پکې اوسیږي، لوبغالي او هوايي ډګرونه تر سختې ساتنې او څارنې لاندې دي.

ریاض؛د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکایي او روسیې چارواکو مخامخ خبرې پیل شوې

0

د سعودي عربستان پلازمینې ریاض کې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو او روسي چارواکو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.

په دغو خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ګډون لري.

تر دې مخکې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې پخواني مشر مایکل مک کال رویټرز ته ویلي وو چې د دغو خبرو موخه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو پیلول او د امریکا، روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي تر منځ د غونډې تنظیمول دي.

د ویانا پروسه؛په اتریش کې د ویانا پنځمه غونډه د احمد مسعود او جنرال ضیاء په شتون پیل شوه

د «ویانا پروسې» تر نامه لاندې د طالبانو د مخالفو جبهو پنځمه ناسته نن سه شنبه په اتریش کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او د ازادۍ جبهې مشر جنرال یاسین ضیا هم ګډون کړی.

دغه غونډه د رسنيو له شتون پرته د بندو دروازو تر شاه پيل شوې ده.

د غونډې تنظیموونکي وایي، په دې غونډه کې افغان سیاسي شخصیتونو، پخوانیو ديپلوماټانو او د بشري او میرمنو برخې فعالانو هم برخه اخیستې ده.

امیر مقام:ملګري ملتونه باید نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو تګ د لېږد ژمنه پوره کړي

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزیر امیر مقام ویلي، ملګري ملتونه باید نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ویلي، دوی څو کلونه د درې میلیونه افغان کډوالو کوربانه وو؛ خو اوس باید دا کډوال لاړ شي.

د مقام په خبره، پاکستان ته د افغان کډوالو د راتګ په وخت کې ژمنه شوې وه چې دغه کډوال ژر تر ژره بل هېواد ته لیږدول کېږي او د کوربه هیوادونو ستونزې به هم حل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي شوي.

کابل؛د ایران سفارت سرپرست له امیرخان متقي سره کتلي

کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بېکدلي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

کابل کې د ایران سفارت د یادې لیدنې خبر ورکړی دی.

د ایران سفارت لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، روغتیا او درملنې، کرنې، انرژۍ او سیاسي همکاريو خبرې اترې شوې دي.