پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 604

غزه؛د حماس ډلې سیاسي مشر صلاح البردویل او د هغه مېرمن د اسراییل په هوایي برید کې وژل شوې

0

د حماس ډلې سیاسي مشر صلاح البردویل او د هغه مېرمن د اسراییل په هوایي برید کې د غزې په خان یونس کې ووژل شول.

حماس ته نږدې رسنیو هم د هغه او د مېرمنې د مړینې خبر تایید کړی دی.

تر اوسه اسراییلي چارواکو د دې برید او د البردویل د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په غزه کې تر اوربند وروسته اسراییلو یو ځل بیا بمبارۍ پیل کړې او تر اوسه یې زرګونه کسان وژلي دي.

سارا ادم:مونږ غوښتل چې د ترهګري په اړه اغېزناک ګامونه واخلو؛ خو اوس زړې تېروتنې تکراروو

د سي‌آی‌ای پخوانۍ مامورې سارا ادم د امریکا له لوري د جایزو له نوملړه د سراج الدین حقاني او عزیز الرحمان حقاني د نومونو اېستل د امریکا لپاره خطرناک بللي دي.

نوموړې ویلي، چې دغه اقدام یوازې دوښمن ته ګټه رسوي.

هغې زیاته کړې، مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې د حقیقي بدلون هیله درلوده؛ خو اوس همغه زړې تېروتنې تکراریږي.

ادم زیاتوي، داسې ښکاري چې د امریکا د نوي حکومت له لوري حقاني شبکې ته دا انعامونه ورکول کېږي.

امریکا؛د سراج الدین حقاني نوم د جایزې له لېست ووېست

امریکا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدبن حقاني نوم، د جایزې له لېست څخه وویست.

له ده سره دوه تنه نور عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني هم له دغه لیست څخه وتلي

امریکا د سراج الدین حقاني په اړه د معلوماتو د شریکولو په سر، لس ميلیونه ډالر انعام ټاکلی وو.

حلیم فدایي:طالبان لا هم له خپلو مخالفینو سره د عقدې ډک چلند کوي او هماغه جګړه‌ییز ادبیات کاروي

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي، طالب مبلغینو خپلو مخالفینو ته پیغورونه پیل کړي، چې خلیلزاد او ادم بوایلر له طالبانو سره لیدلي.

نوموړی وایي، د طالبانو له دې کړنې څرګندیږي، چې دوی لاهم له عقدې ډک چلند کوي او همغه جګړه‌ییز ادبیات کاروي.

هغه وایي، دا یوه ناپوهه ډله ده، چې تر اوسه د تعامل او دیپلوماتیکو اړیکو په توپیر نه پوهیږي او د امریکا د رضایت لپاره خپلو مخالیفینو سره دوښمني کوي.

نوموړی زیاتوي:« تر ټولو بې‌شرمه خبره لا دا ده چې دوی د امریکا د رضایت او ښه نیت لپاره د هغوی بندیان خوشې کوي، خو د خپل ولس نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د «ښه نیت» له مخې هم نه خلاصوي. یا په بله وینا، دوی «رحماء علی الکفار» دي، خو «اشداء علی البنات والنساء المسلمات الافغان»! دي.»

ملا عبدالسلام ضعیف:د پردیو په خوښه سیاسي پالیسئ مه جوړوئ

په اسلام آباد کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر ملا عبدالسلام لیکلي چې د خپلو خلکو چوپړ کې باید خولې توی شي او د بل د خوشالۍ لپاره سیاسي تګلارې جوړې نه شي.

ښاغلي ضعیف پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«هغه ډلې او اشخاص ناکامه کیږي چې د بل د خوښۍ لپاره خپلې سیاسي تګلارې جوړوي، هغه څوک به بریالي پاتې کیږي چې د خپلو خلکو د خوښۍ او سوکالۍ لپاره وزرې غوړوي، د پردو ملاتړ د هغوی تر ګټو تړلی دی، د خپلو ملاتړ د ټولو تر ګټو تړلی دی، د خپلو د سوکالۍ لپاره تګلارې جوړې کړئ، په چوپړ کې یې خولې توی کړئ»

د یادونې ده چې ملاضعیف تر دې وړاندې هم د طالبانو حکومت په مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده نیوکې کړې دي.

العربیه:احمد الشرع له پوتین غوښتي چې بشارلاسد او د سوریې پیسې ور وسپاري

0

د سوریې د نوي انتقالي حکومت مشر احمد الشرع له ولادیمیر پوتین غوښتي، چې مسکو ته د بشارالاسد له لوري د سوریې سپارل شوې پیسې بېرته دوی ته ورکړي.

العربیه بیا د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې الشرع له پوتین غوښتي چې بشارلاسد هم ور وسپاري.

ورته مهال رویټرز ویلي چې روسیې له دغې غوښتنې سره موافقت نه دی کړی.

یو شمېر معترضو مېرمنو؛ټرمپ ته لېږلي لیک کې د خلیلزاد د محاکمه کېدو غوښتنه کړې

یو شمېر معترضو مېرمنو ټرمپ ته لېږلي لیک کې خلیلزاد خیانتکار مامور بللی او د هغه د محاکمه کېدو غوښتنه یې کړې.

دوی ویلي، چې افغان ښځې د خلیلزاد د ناسمو سیاستونو له کبله وځپل شوې.

لیک کې راغلي چې خلیلزاد د امریکا له ارزښتونو سره خیانت کړی او یوې تروریستي ډلې ته یې مشروعیت ورکړی.

فضل هادي مسلمیار:افغان نجونې لا هم د ښوونځي د زنګ په انتظار په کورونو بندیوانې ناستې دي

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار د نوي کال د پیل په مناسبت ویلي، چې یو بل کال هم نوی شو؛ خو لا هم افغان نجونې د ښوونځي د زنګ په انتظار په کورونو بندیوانې ناستې دي.

ښاغلي مسلمیار په خپله ایکس پاڼه لیکلي، تعلیم یوازې یو انساني حق نه بلکې له تعلیم سره د یوه هېواد پرمختګ، سوکالي، سرلوړي او روښانه راتلونکی تړلی دی.

هغه ویلي:«موږ که وغواړو له نړۍ سره د سیالۍ پر ډګر هسکه غړۍ او سیال ودرېږو، باید په پخپلو خویندو، لوڼو او زامنو زده کړې وکړو، ځوان نسل ته کاري، تعلیمي او د زده کړو په برخه کې هر اړخیز فرصتونه چمتو کړو ترڅو افغان زلمی او افغانه پتمنه خور د نړۍ د سیالو ځوانانو او نجونو سره په تعلیمي ډګر کې داسې هسکه غاړه ودرېږي لکه څومره چې ددې وطن عظمت هسک دی.»

نوموړي دغه راز ویلي، چې تعلیم د یوې کورنۍ، ټولنې، هېواد او په ټوله کې د یوه فرد انساني، اساسي او حیاتي حق دی، چې د جهالت پر وړاندې د مقابلې عالي وسیله او د ټولنې او کورنۍ د تربیت، سوکالۍ او ډاډمن راتلونکي تضمین دی.

امیرخان متقي؛د پاکستان له ځانګړي استازي سره پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او ټرانزیټ خبرې کړې دي.

متقي په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې د هیچا په ګټه نه دي.

نوموړي ویلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ باید تدریجي او په باعزته ډول وي.

لیدنه کې پاکستاني لوري ویلي چې د افغانستان امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه دی.

لکي مروت؛موټر سایکل سپرو دوه پاکستاني پولیس وژلي

0

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پښتونخوا په لکي مروت کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید د دوه موټر سایکل سپرو له لوري شوی وو.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.