سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 601

سید اکبر اغا:د علم زده کړه مهمه ده او انسان ته حقیقت څرګندوي

پخوانی طالب چارواکی او د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر اغا یو وار بیا ویلي، چې د علم زده کړه مهمه ده او انسان ته حقیقت څرګندوي.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هر هغه دیني یا دنیوي علم چې انسان ته ګټه رسوي، باید زده کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له اوږدې مودې راهیسې افغان نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان:د لیبیا سوېل ختیځ کې د کډوالو څو ډله‌ییز قبرونه موندل شوي

0

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د لیبیا سوېل ختیځ کې څو ډله‌ ییزې قبرونه موندل شوي دي.

دغه سازمان ویلي، په دې قبرونو کې، چې د جخاره او کفره دښتو په سیمو کې کشف شوي، لسګونه مړي موندل شوي، چې ډېری یې د مهاجرینو دي او د مرمیو د ویشتلو نښې پرې ښکاري.

د یادونې ده، کوم مهاجرین چې اروپا ته د رسېدو لپاره له لیبیا څخه تېرېږي، اکثره د قاچاقبرانو او وسله‌والو ډلو لاس ته لویږي، شکنجه کیږي او د غلامۍ لپاره پلورل کېږي.

اروپايي اتحادیه د لیبیا له ساحلي ساتونکو سره مالي مرسته کوي، چې له امله یې مهاجرین بیرته کمپونو ته ستنېږي، چیرې چې له دوی څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي او تشدد ورسره کیږي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۲۲۰۰ زیاتو مهاجرینو د مدیترانې سمندرګي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایران ـ چابهار؛د ایراني پوځیانو او وسله والو ترمنځ نښته د دوه وسله والو په وژنې پای ته رسېدلې

0

د ایران په چابهار کې له دوه ساعتونو سختې جګړې وروسته، ایراني پوځیانو د دوه وسله والو په وژلو سره دغه جګړه پای ته رسولې.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش ویلي، چې په دې جګړه کې ایراني پوځیانو هم ګڼ شمېر تلفات لیدلي؛ خو تر دې دمه یې د مرګ ژوبلې په تړاو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

حال‌وش زیاته کړې چې سیمه د ایراني پوځیانو لخوا لا هم تر څار لاندې ده او کوښښ کوي چې د یادو دوو تنو وژل شویو وسله والو هویت او جزیات ترلاسه کړي.

فراه؛قلعه‌کا ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله ۲۱ تنه وژل شوي

د فراه په قلعه‌کا ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له کبله ۲۱ کسان وژل شوي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، یادې پېښې کې ۵ تنه نور ټپیان شوي.

په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي چې یو شمیر ښځې او ماشومان چې د تفریح لپاره د غرونو لمنو ته تللي وو، د طالبانو د ژغورنې ټیم په وخت د نه رسېدو له امله د باران او سېلابونو په راوتلو وژل شوي دي.

کندهار؛د کور د چت پرېوتو پېښې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار کې د کوټې چت پرېوتو له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه پېښه د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند د کوبي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

په وژل شویو کسانو کې درې کوچنیان او یوه ښځه شامله ده او درې تنه نور ټپیان دي.

ایران؛چابهار سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتې نامعلومه وسله واله ډله د ایراني پوځیانو سره په جګړه بوخته ده

0

ایران کې د سیستان بلوچستان جنوب ته پروت چابهار سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتې نامعلومه وسله واله ډله د ایراني پوځیانو سره د څو ساعتونو راهیسې په شدیده جګړه بوخت دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش خبر ورکړی چې په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم په چټکۍ سره اورېدل کېږي.

یاد سازمان زیاته کړې چې درنې وسلې د ایراني پوځیانو لخوا استفاده کېږي تر څو جګړه ژر مهار او وسله وال له منځه یوسي

تر اوسه د پیښې په سیمه کې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي خو جګړه په تېزۍ سره روانه ده.

فراه؛په ګلستان ولسوالۍ کې د پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي

د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د پخوانۍ ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي.

پېښه نن له غرمې وړاندې د “دهک” کلي کې رامنځته شوې، چې له کبله یې یو تن ټپي شوی هم دی.

افغانې سرې میاشتې ویلي، چې دا پېښه د بهرنیو ځواکونو پخوانۍ قرارګاه کې رامنځته شوې، چې ځینې کورونه یې هم تخریب کړي دي.

جان ساپکو:د مرستو له بندېدو سره سره، بیا هم امریکا طالبانو ته ډالر لېږي

د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د امریکا د څار ادارې پخواني مشر جان ساپکو ویلي، چې امریکا لاهم هره اوونۍ د طالبانو حکومت ته ډالر لیږي.

هغه ویلي، چې امریکا د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته، دوی ته ۲۱ میلیارده ډالره لېږلي دي.

ساپکو ویلي، که طالبان تغییر ونکړي؛ نو امریکا به پرې دا مرستې بندې کړي.

د هغه په خبره، یو شمېر امریکایي چارواکي، دیپلوماتان او قومندانان د امتیاز اخیستلو لپاره د افغانستان په اړه دروغ وایي.

نوموړي دغه راز د تېر نظام د سقوط په اړه ویلي، چې فساد او د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د انګېزې نشتون یو له هغو لاملونو دي چې پخوانی نظام یې سقوط کړ.

ضیاءالحق امرخېل:جمهوریت کې داسې چارواکي وو، چې امتیاز یې هم اخیست او د نظام پښې یې هم وهلې

تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، چې جمهوري نظام کې داسې کسان هم وه چې هم یې امتیازات اخیستل او هم یې تخریب کاوه.

ښاغلي امرخېل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دغو کسانو د دې تخریب لپاره نه په دروغو صرفه کوله او نه په بهتان.

هغه ویلي، چې اوس هماغه کسان نه ملت ته د پورته کتلو سترګې لري او د دې سربيره وجدان عذاب سره هم مخ دي.

نوموړي لیکلي:«دغه اشخاص د ملت تير وېستلو په موخه وخت نا وخت په ابجدو او کنايوو کې د حاکم وضعيت څخه د ناخوښۍ کليمات په دې خاطر کاروي ترڅو په راتلوونکي کې د مبارز وروستاړی د خپل نوم پورې ونښلوي او خپل بزنس ته د مبارزې نوم ورکړي.»

امرخېل دغه راز ویلي، چې مبارزه باید سپیڅلي ملي اهداف ولري او هرڅوک باید دغو سپيڅلو موخو ته ژمن وي.

انډیا ټوډې:پاکستاني استخباراتو ویلي، چې داعش خراسان څانګه غواړي چمپینز ټرافي ته راغلي بهرني وګړي وتښتوي

0

انډیا ټوډې ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي ادارو له قوله لیکلي، چې داعش خراسان ډله غواړي، چمپینز ټرافي سیالیو ته یو شمېر راغلي بهرني وګړي وتښتوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې ډلې د ښار په څنډو کې یو شمېر کورونه کرایه کړي او غواړي، چې بهرني وګړي له تښتول کېدو وروسته هملته وساتي.

یادې ورځپاڼې لیکلي، داعش خراسان څانګه غواړي، چې تر ډېره عرب او چینايي وګړي په نښه او بیا له هوايي ډګرونو، دفترونو او نورو ځایونو څخه وتښتوي.