پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 599

د اروپا کمېسیون؛د وګړو د خوندیتوب لپاره نوی ستراتېژيک پلان اعلان کړ

0

د اروپا کمېسیون د خپل نوي ستراتېژيک پلان «د اروپایي اتحادیې چمتووالی» په نوم اعلان کړ.

دغه کمېسیون ویلي، چې دوی د طبیعي پېښو، سایبري بریدونو او جیوپولیټیکي بحرانونو په شمول د احتمالي نظامي یرغل پر وړاندې د چمتووالي لپاره کار کوي.

یاد کمېسیون زیاته کړې، چې اروپایي هېوادونه باید د حیاتي تجهیزاتو زېرمه پیاوړې کړي او خپل وګړي وهڅوي چې د بیړنیو حالاتو لپاره لږ تر لږه د ۷۲ ساعتونو اړتیاوې برابرې کړي.

د بحران مدیریت او چمتووالي لپاره د اروپا کمېشنرې حجه لحبیب ټینګار کړی چې د اتحادیې په بېلابېلو سیمو کې اندېښنې توپیر لري؛ خو ټول وګړي باید د بیړنیو حالاتو لپاره چمتو وي.

هغې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «هر څه ته چمتو اوسئ. دا باید زموږ نوی د ژوند طرز وي.»

مسجد الحرام کې؛یوازې د روژې په ۲۷مې نږدې څلورمیلیونه مسلمانانو د عمرې مراسم او عبادات ترسره کړل

0

تېره شپه د روژې میاشتې په ۲۷مې په بیت الله شریف کې ۳،۴۴۱،۶۰۰ تنو د عمرې مراسم او د خدای عبادات ترسره کړل.

حرمین په خپلې ایکس‌پاڼې په یو غږېز پیغام کې ویلي، چې د مکې معظمې په مسجد الحرام کې میلیونونه مسلمانان ګډون ښکاره کوي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې اسلام د سولې، مینې، ورورولۍ او حق دین دی.

بلوچستان؛په دوو جلا وسله‌والو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي

0

د بلوچستان امنیتي چارواکي وایي، چې د چهارشنبې په شپه په دې ایالت کې په دوو جلا وسله‌والو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، شپږ کسان د ناڅرګندو وسله‌والو لخوا د کویټه-کراچۍ پر لویه لار، او اووه تنه د یوې کورنۍ غړي د صحبت‌پور په سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي دي.

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د ګوادر د سیمې د معاون کمیشنر له قوله راپور ورکړی چې وسله‌والو بریدګرو د لویې لارې د بندولو وروسته، مسافر له موټره ښکته کړي او وژلي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا برید د کومې ډلې لخوا ترسره شوی دی.

همداراز د قربانیانو د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان بانک؛د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره به د شنبې ورځ ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړي.

دغه بانک له نورو بانکونو غوښتي چې په دې داوطلبي کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال یو ډالر ۷۱ افغانۍ تبادله کېږي.

اروپا کې مېشت یو شمېر افغان خبریالان:تېر کال د طالبانو له کبله د رسنیو لپاره یو سخت ترین کال وو

اروپا کې مېشتو یو شمېر افغان خبریالانو ویلي، چې تېر کال یې د طالبانو له لوري د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د نقض ۲۳۲ موارد ثبت کړي.

دوی یو راپور کې ویلي، چې طالبانو ۵۳ ځلې پر رسنیو حجم ور وړی، ۱۵۲ د تاوتریخوالي او ۲۷ نور موارد د خبریالانو د نیولو په اړه دي.

دوی وایي، تېر کال د طالبانو له لوري پر رسنیو فشار تر ټولو زیات وو او د رسنیو لپاره یو سخت ترین کال وو.

کارولین لیویت:ټرمپ به د هغو کسانو اندېښنو ته غوږ کېنږدي چې له افغانستانه د پوځیانو په وتلو سترګې پټوي

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د بایډن پر ادارې نېوکه کړې.

لیویت یوې خبري ناستې ته ویلي، چې اوسنی حکومت به د دیموکراتانو او هغو رسنیو اندېښنو ته غوږ کېنږدي، چې د امریکایي پوځیانو په شرموونکې ډول وتلو باندې سترګې پټوي.

هغې ټینګار کړی، چې د امریکا پخوانۍ ادارې یو تن هم د دې ناکامۍ مسئول ونه باله، برعکس، پخواني ولسمشر بایډن دا یو بریالي عملیات بلل.

نوموړې زیاته کړې، چې د پخوانۍ ادارې د بې‌کفایتۍ له امله، ۱۳ امریکايي سرتېري د افغانستان د وتلو پر مهال وژل شوي.

لیویت دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د امریکا د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو د وټساپ د پیغامونو ډله‌ییز چټ افشا شو.

له نړۍ څخه د شیخ هبت‌الله غوښتنه؛د ورورۍ پر بنیاد درسره اړیکې غواړو او کورنیو چارو کې مو لاسوهنه مه کوئ

د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې ټول لوري باید د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوی وکړي.

نوموړي ویلي چې له نړۍ سره د ورورۍ پر بنسټ اړیکې غواړي او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید د اسلامي نظام د دفاع په موخه خپل یووالی ټنیګ کړي.

فلسطیني رسنۍ:د حماس ډلې ویاند عبداللطیف القنوع د اسرائیل په هوایي برید کې ووژل شو

0

د حماس اړوند رسنیو راپور ورکړی، چې د دې ډلې ویاند عبداللطیف القنوع نن سهار د اسرائیل په هوایي برید کې د غزې په شمال کې ووژل شو.

د حماس الاقصی ټلویزیون ویلي، القنوع هغه مهال ووژل شو، کله چې د جبالیه په سیمه کې پر خیمه‌یې هوایي برید وشو.

د رویټرز د راپور له مخې، د فلسطین روغتیایي سرچینې وایي، چې په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې دا په روانه اونۍ کې دریم لوړپوړی غړی دی چې د اسرائیلي بریدونو قرباني کېږي.

بل‌خوا، په جلا جلا اسرائیلي هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان په غزه ښار او یو تن په خان‌یونس کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او تحصیل مخنیوی لویه بې‌عدالتي ده

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او تحصیل مخنیوی لویه بې‌عدالتي ده، چې پر نسلونو به منفي اغېز ولري.

دې سازمان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د نجونو ځای په مکتب کې دی.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې نجونې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د زده‌کړو له حقه محرومې شوي، او مکتبونه د دوی له شتون پرته پرانیستل شوي دي.

دغه اداره وایي، چې د ښځو او نجونو اساسي حقوق باید ژر تر ژره بېرته احیا شي.

جان ساپکو:هر ځل امریکایي پوځ چې یو ملکي افغان وژلی؛ نو درې یا څلور نوي ترهګر یې رامنځته کړل

د امریکا د سیګار ادارې پخوانی مشر جان ساپکو وایي، چې د افغانستان د حکومت پراخ فساد او د لوېدیځو هېوادونو تېروتنو طالبان بېرته واک ته ورسول.

هغه ویلي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ده او د ډېرو امریکایانو لپاره د شرم وړ و.

ساپکو ټینګار کړی، چې افغانستان د امریکا اوسني حکومت ته ارزښت نه لري، نو ځکه یې له بې‌وزله افغانانو سره مرستې کمې کړې.

نوموړي ویلي، چې د ټرمپ اداره نه غواړي، چې د امریکا بشري مرستې طالبانو ته ورکړل شي.

ساپکو ادعا کړې، چې امریکا غوښتل افغانستان د “کوچنۍ ناروې” په څېر بدل کړي؛ خو د دې هېواد واقعي شرایط یې درک نه کړل.

هغه فساد، د بشري حقونو ضد عناصرو ملاتړ، او د افغانستان وضعیت نه درک کول، د امریکا د ناکامۍ عوامل بللي دي.

ساپکو ویلي، چې هر ځل د امریکا پوځ یو ملکي افغان وواژه، نو درې یا څلور نوي ترهګر یې رامنځته کړل.