جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 596

پاکستان؛شپږ سرتېري بېلابېلو پېښو کې وژل شوي

0

د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې ۴ پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

وژل شوي سرتیري، اسداالله، محسن علي، احسان الله او فرمان الله نومیږي.

په همدې حال کې بنو ولسوالۍ کې له پاکستاني سرتېرو سره مخامخ نښتو کې هم یو پولیس وژل شوی او د دغې ولسوالۍ په منډان سیمه کې بیا موټر سایکل سپرو وسله والو یو پولیس وژلی.

تر اوسه د دغو پېښو مسؤلیت چا نه دی منلی.

د طالبانو حکومت رییس الوزرا:د افغانستان د اوبو مدیریت دقیق وخت او پروګرام ته اړتیا لري

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند ویلي، چې د افغانستان د اوبو مدیریت دقیق وخت او پروګرام ته اړتیا لري.

هغه د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس ته ویلي، چې دوی د اقلیم بدلون د اغېزو کمولو او اوبو مدیریت ته ژمن دي.

نوموړي دغه راز له افغان متخصصینو غوښتي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

میرویس عزیزي:دبۍ کې د یو روغتیایي کمپلکس د جوړولو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

افغان سوداګر او د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي وایي، دوبۍ کې د یو روغتیایي کمپلکس د جوړولو لپاره ۸۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کوي.

نوموړی وایي، دا کمپلکس د خپلې لور په یاد جوړوي، چې پکې به یو روغتون او یو د ناروغیو څېړنیز مرکز، په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو څېړنیز مرکز شامل وي.

د عزیزي په خبره، دا کمپلکس به له ناروغانو سره د مرستې ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د دا ډول کمپلیکسونو د جوړولو ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، چې په دې اړه به نور تفصیلات وروسته اعلان کړي.

د یادونې ده چې میرویس عزیزي څه موده وړاندې د کابل اتمه ناحیه کې د یو روغتیایي ښارګوټي د جوړلو ژمنه هم کړې وه.

ملا عبدالغني برادر:افغانستان د اوبو پراخې ذخیرې لري؛ خو مسلکي او ملي چلند ورسره نه دی شوی

‏د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د اوبو په نړیوال څېړنیز کنفرانس کې د وینا پر مهال د اوبو د ارزښت په اړه خبرې کړې.

هغه ویلي، چې اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیمي بدلونونو، اوبو ککړتیا، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او د ناسم چلند له امله کمېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري، خو د بېلابېلو عواملو له امله دې سرچینو سره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی.

ګلبدین حکمتیار:افغانستان په سم لورې نه دی روان، راتلونکی یې تیاره او هیواد د جدي ګواښونو سره مخ دی

‏د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د داخلي جګړې او بهرنیو سره د جګړې د احتمال خبرداری ورکړی.

نوموړي ویلي چې افغانستان په سم لورې نه دی روان، راتلونکی یې تیاره او هیواد د جدي ګواښونو سره مخ دی.

ښاغلي حکمتیار دغه راز ویلي چې افغانستان اوس یوه لویې شورا ته اړتیا لري، خو د لویې جرګې نوم یې نه دی اخیستی.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «موږ داسې حکومت ته اړتیا لرو چې د قانون پر اساس وي او د خپلو مسئولیتونو او صلاحیتونو روښانه تعریف ولري؛ خو له بده مرغه، اوس موږ یو ملي تړون او د قانون اساسي نه لرو.»

سرچینې:د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم تړل شوې

‏د تورخم یو شمېر ځایي سرچینې وایي، چې د تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره تړلې ده.

سرچینې وايي، چې په دغه دروازه کې سلګونه کسان بې ځایه شوي دي او د ډېرو ښځو، ماشومانو او ناروغانو حالت بحراني دی.

د تورخم دروازه د شنبې په ورځ د یوې نوې سرحدي پوستې د جوړولو په اړه د اختلاف له امله تړل شوې.

تېره ورځ د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي و چې هڅه کوي دا ستونزه د پاکستاني لوري سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.

ګلبدین حکمتیار:د افغانستان وضعیت داسې ښکارې چې طالبان یو له بل سره «په ماشه» ولاړ دي

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار د طالبانو ترمنځ د داخلي اختلافاتو ته په پام سره ویلي چې د افغانستان وضعیت داسې ښکارې چې طالبان یو له بل سره «په ماشه» ولاړ دي.

ګلبدین حکمتیار په یوه ویډیو کې ویلي، چې له یوې خوا عام خلک له وطنه فرار کوي او له بلې خوا له ایران، پاکستان، ترکیه او امریکا هم کډوال راایستل کېږي؛ خو زموږ په مهاجرینو کې کمښت نه دی راغلی.

ګلبدین حکمتیار په دې وینا کې د افغانستان د خلکو څخه غوښتنه کړې چې د موجوده بحراني وضعیت سره د مقابلې لپاره لاس په لاس شي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان د بلې جګړې ښکار شي.

هغه ویلي، چې د هېواد بد وضعیت داخل د هېواد کې خلک زیات پریشانه کړي دي.

فاطمه پیمان:ایران ښځو ته د غږ پورته کولو ازادي ورکړې

د استرالیا سنا کې افغان الاصله سناتوره فاطمه پیمان وایي، چې ایران خپل هېواد کې ښځو ته د خپل غږ پورته کولو او په دموکراسي کې د ګډون اجازه ورکړې.

هغې ویلي، په دې اړه د لویدیځ د تبلیغاتو له کبله دوی ته ناسم معلومات رسیږي.

پیمان وړمه ورځ پرخپلې ایکس پاڼه ایران کې د ښځو وضعیت ته په اشارې، د ” ښځه، ژوند ازادي” په نوم یو شعار هم خپور کړی و، چې بېرته یې ړنګ کړی.

حماس:له اسرائیل سره د اوربند نور پړاوونه یې د بندیانو تبادلې پورې مشروط دي

0

حماس غورځنګ وايي، له اسرائیل سره د اوربند نور پړاوونه یې د بندیانو تبادلې پورې مشروط دي.

د یاد غورځنګ یو مشر باسم نعیم ویلي، چې که اسرائیل اوربند غواړي؛ نو باید پر خپلې هوکړې ودریږي.

اسرائیل تېره ورځ ویلي وو، چې د پاتې فلسطینیانو د خوشې کولو لړۍ تر هغه وخته ودروي؛ ترڅو حماس د دوی غوښتنې ونه مني.

د مصر ولسمشر؛احمد الشرع د عرب لیک بېړنۍ ناستې ته وربللی

0

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د عرب‌لیک هېوادونو بېړنۍ ناستې ته وربللی دی.

دا ناسته د مصر په پلازمېنه قاهره کې د مارچ په پنځمه جوړیږي.

په سوریه کې واک ته د شام التحریر له رسېدو وروسته، مصر ویلي، چې په دغه هېواد کې باید له بهرنۍ مداخلې پرته یو ټول شموله حکومت رامنځته شي.

د یادونې ده، چې د احمد الشرع دا سفر د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بلل شوی.