یکشنبه, جولای 5, 2026
Home Blog Page 594

اسحاق ډار:له طالبانو سره مو اړیکې ښې شوې؛ خو لا مو په رسمیت نه‌دي پېژندلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ثبات او ګډو ګټو لپاره د هر مثبت اقدام ملاتړ کوي؛.خو نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا په اتلانتیک شورا کې له خبریالانو سره خبرو کې کړې.

اسحاق ډار ویلي، پاکستان تر اوسه طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي؛ خو د نورو هېوادونو په څېر یې له دې ډلې سره بشردوستانه اړیکې تر دیپلوماتیکو لوړې کړې دي.

هغه د افغانستان له مخالفو ډلو سره د خبرو احتمال رد نه کړ؛ خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان د نه‌مداخلې اصل ته ژمن دی.

ډار زیاته کړه، پاکستان ترورېزم کې تر ټولو ډېر زیان لیدلی، زرګونه کسان یې له لاسه ورکړي او میلیارډونه ډالر یې مصرف کړي، څو دا ګواښ مهار کړي.

نوموړي دا هم وویل چې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه د هغه هېواد خپلواک تصمیم دی؛.خو پاکستان دا وخت مناسب نه ګڼي چې طالبان په رسمیت وپېژني.

ډونالډ ټرمپ:که د مهاجرت مخه و نه نیول شي، اروپا به له منځه ولاړه شي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په اروپا کې د مهاجرت پر وضعیت نیوکه کړې او دا یې «وېرونکی یرغل» بللی دی.

نوموړي د خپل څلور ورځني سفر په پیل کې چې سکاتلنډ ته رسېدلی، ویلي: «که د مهاجرت مخه و نه نیول شي؛ نو اروپا به له منځه ولاړه شي.»

ټرمپ د هغو اروپايي مشرانو ستاینه وکړه چې د مهاجرت پر وړاندې یې دریځ نیولی؛ خو له نوم اخیستلو یې ډډه وکړه.

نوموړي زیاته کړې چې د تېرې میاشتې په ترڅ کې هېڅ مهاجر امریکا ته نه دی داخل شوی.

ټرمپ د مهاجرت ضد سیاستونه د خپل سیاسي دریځ مهمه برخه بللې ده.

د ازادۍ جبهه:له طالبانو سره د آلمان تعامل د اساسي قانون خلاف دی

د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه رسمي یادداشت کې لیکلي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل او د کډوالو اخراج، د آلمان د اساسي قانون له نه‌بدلېدونکو اصولو او د بشر حقونو له اروپایي کنوانسیون سره په ټکر کې دی.

دا یادداشت چې د اسد په ۳مه خپور شوی، ټینګار کوي چې له طالبانو سره باید یواځې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې، او د افغانستان د پخواني حکومت له دیپلوماتانو سره په همغږۍ تعامل وشي.

یادې جبهې خبرداری ورکړی چې دا کار به یو داسې ډله مشروع کړي چې د بشر حقونو او د آلمان د اساسي قانون ښکاره ناقض ده.

بل لورته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره یې د طالبانو دیپلوماتان منلي دي.

مارکو روبیو:د فرانسې پرېکړه د حماس په ګټه او د سولې پر ضد ده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې پر طرحې نیوکه کړې او دا یې بې‌ملاحظې اقدام بللی دی.

نوموړي ویلي چې دا پرېکړه یوازې د حماس په ګټه ده او د سولې بهیر شاته بیايي.

روبیو دا څرګندونې په خپل ایکس کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د پاریس پرېکړه د اکتوبر د اوومې د قربانیانو سپکاوی دی.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې فرانسې اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې به د سعودي عربستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره یو ځای د سولې یو کنفرانس جوړ کړي، څو د دوو دولتونو حل‌لاره وړاندې بوزي.

عربي هېوادونو؛د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی

0

یو شمېر عربي هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه د فرانسې له پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه «تاریخي» بللې او د فلسطین د خپل برخلیک ټاکلو حق یې ګڼلی.

سعودي عربستان له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د فرانسې په څېر فلسطین په رسمیت وپېژني.

قطر، عمان او کویت هم په جلا جلا اعلامیو کې د فرانسې دا ګام مثبت، مشروع او د عادلانه حل پر لور بللی دی.

فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، پاریس به د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

مسعود پزشکيان:د کرج بند د اوبو کچه ۴۸ متره کمه شوې، خلکو نه د سپما غوښتنه کوو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د دغه هېواد د اوبو د بحران په اړه ویلي چې د کرج بند د اوبو کچه ۴۸ متره راټیټه شوې ده.

هغه ویلي، هڅې روانې دي چې د طالقان له اوبو د البرز او تهران د اوبو ستونزه لږه حل شي.

نوموړي زیاته کړې، وضعیت د ثبات وړ دی؛ خو له خلکو یې د اوبو د لا ډېرې سپما غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ایران د اوبو ستونزه بحراني حالت ته رسېدلې او رژیم باید د اټومي وسلو پر ځای د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

کریم خرم:د نجونو زده‌کړې د ننني ژوند بنسټیز اصل دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وايي، چې نننۍ نړۍ کې د خپلواکۍ او عزت لپاره علم او تکنالوژي اړینه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د وسلو جګړه اوس د فزیکي زور پر ځای د پرمختللي علم او ټیکنالوژۍ له لارې کېږي او هغه هېوادونه چې هوایي دفاع ونه لري، په جګړو کې بریالي نشي پاتې کېدی.

خرم ټینګار کړی چې د ښځو او نارینه‌وو دواړو علم د ننني ژوند بنسټیز اصل دی.

زلمی خلیلزاد:ایران دې د جنجالي اټومي پروګرام پر ځای د اوبو ستونزه حل کړي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د ایران د اوبو ستونزه بحراني حالت ته رسېدلې او رژیم باید د اټومي وسلو پر ځای د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

د سوییسي ورځپاڼې NZZ د راپور له مخې، د خوزستان په ولایت کې امنیتي ځواکونو هغه سوله‌ ییز مظاهره‌چیان وژلي چې د “موږ تږې یو” شعارونه یې پورته کړي وو.

ورته مهال بیا Asr-Iran ویلي، د پلازمېنې تهران وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او چارواکي د مرکز د انتقال موضوع ارزوي.

همداراز، د ایرنا (IRNA) خبري آژانس راپور ورکوي چې د هیواد بندونه نږدې وچ شوي دي او خلکو له ځینو سیمو کډه کړې ده.

دې ټولو اندېښنو ته په پام؛ خلیلزاد ټینګار کوي، چې ایران باید پر یو ټریلیون ډالرو ارزښت لرونکي او جنجالي اټومي پروګرام د تمرکز پر ځای، د اوبو او نورو بنسټیزو اړتیاوو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي.

اروپايي اتحادیه او جاپان:د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی

اروپايي اتحادیې او جاپان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابوالي او د بشر حقونو د وضعې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت باید د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو حقوقي ژمنو ته پوره درناوی وکړي.

اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې افغانستان باید د ترهګرۍ لپاره په امن پناه‌ځای بدل نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه کوم رسمي تصمیم نه‌دی نیول شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به په نږدې راتلونکې کې اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د دغه وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي او د سفر نېټه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان به د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني که نه، وویل چې دا موضوع دا مهال یوازې اټکل دی او کوم رسمي تصمیم نه‌دی نیول شوی.