یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی جرمني ته تللی دی.
د ښاغلي کرزي د سفر په اړه ویل شوي، چې د سترګو د تداوي په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د یادونې ده چې حامد کرزی تېر کال هم جرمني ته د درملنې په موخه تللی و.
یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی جرمني ته تللی دی.
د ښاغلي کرزي د سفر په اړه ویل شوي، چې د سترګو د تداوي په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د یادونې ده چې حامد کرزی تېر کال هم جرمني ته د درملنې په موخه تللی و.
د ناتالیا سنتورو په نوم یوې برازیلي ورزشکارې د انګلستان ډیلي سټار خبري ویبپاڼې ته ویلي، چې طالبان نه دي بدل شوي؛ بلکې یواځې نقاب یې بدل کړی دی.
د بدن ښکلا او د جوجېتسو لوبې دغې لوبغاړې له ډیلي سټار خبري ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان لا هم د قانون یا عدالت پرځای د وېرې، او جبر په واسطه په افغانانو حکومت کوي.
هغه چې افغانستان ته راغلې وه وایي، “د یوې بهرنې نجلۍ په توګه زه په غرونو کې وګرځېدم، له سړیو سره مې خبرې وکړې او په خلاصه فضا کې مې تمرین وکړ؛ خو دا ټول هغه څه دي چې افغان میرمنو لپاره په یو نه ترلاسته کېدونکې خوب بدل شوي دي.
ناتالیا وایي ،طالبان د شریعت ساتونکي نه؛ بلکې د ازادۍ دښمنان دي.
د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوی، ټرمپ جونیور د قطر په اقتصادي ناسته کې ويلي چې ولسمشرۍ ته د نوماندېدو احتمال نه ردوي.
هغه ویلي، نه پوهېږې؛ خو دا یې دروني غږ دی او ښایي یوه ورځ همدا غږ واورېدل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د خلکو له خوا دا غوښتنه ورته د وياړ وړ ده.
د بلوچستان خضدار ولسوالۍ کې د یو ښوونځي پر بس بمي برید کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پاکستاني رسنۍ وایي، چې په دغه برید کې ۶ تنه وژل شوي چې څلور ماشومان، د بس چلوونکی او مرستیال پکې شامل دي.
دوی ویلي چې په دغه برید کې له ۳۰ تنو ډېر نور ژوبل شول.
پاکستاني چارواکو دغه برید د هند پلوه ترهګرو کار بللی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې دا ارزوي چې په راتلونکي پړاو خبرو کې له امریکا سره ګډون وکړي یا نه.
نوموړي ویلي، ایران د مذاکراتو پر مېز د زیاتو غوښتنو پر وړاندې مقاومت کوي؛ خو هېڅکله یې له ډیپلوماسۍ لاس نه دی اخیستی.
د یادونې ده چې تېره ورځ، د ایران مذهبي مشر علي خامنهیي هم د امریکا سره د خبرو اترو د پایلو په اړه بدبیني ښودلې وه.
بل لور ته، د امریکا مذاکره کوونکي استیو ویتکاف او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټینګار کړی چې له ایران سره هر ډول توافق به د یورانیمو له بندېدو سره تړلی وي.
د پاکستان او طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیرانو چین کې پر دوو اړخیزو اړیکو، ډیپلوماتیک تعامل، سوداګرۍ او ټرانزیټ کې پر شویو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت برخو کې به کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یادې لیدنې خبر ورکړی.
تېره ورځ اسرائیلو د غزې پر بېلابېلو برخو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یې ۵۵ کسان وژلي.
دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې پر اسرائیل فشارونه زیات شوي، ترڅو عملیات ودروي.
رویټرز ویلي، چې اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس له اسرائیلو سره د سوداګرۍ پر تړون د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال بیا برېتانیا هم له دغه هېواد سره خپلې سوداګریزې اړیکې ځنډولې دي.
د ایران د نفتو وزیر محسن پاک نژاد ویلي، چې له افغانستان سره د کانونو په برخه کې د تخصصي تجربو د شریکولو او دوه اړخیزو همکاریو لپاره چمتو دي.
هغه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري سره لیدنه کې ویلي، چې د کانونو په برخه کې له کابل سره د تهران تجربې شریکول د اقتصادي ودې لپاره یو ځانګړی فرصت دی.
پاک نژاد زیاتوي، چې دا همکاري به متقابل پرمختګ کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو پر حکومت د افغانستان د کانونو د لیلام په اړه سختې نیوکې موجودې دي.
د سمنګان ولایت د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله ۷ تنه کان کېندونکي وژل شوي.
د سمنګان ولایت د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې په دغه چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او دوه تنه نور زخمیان شوي دي.
یادې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاودنه تېره شپه د دره صوف ولسوالۍ په ګوله کلي کې رامنځته شوې.
د اسرائیلو د پوځ پخواني مرستیال او د دموکرات ګوند مشر یائیر ګولان خبرداری ورکړی چې د غزې جګړه اسرائیل د نړیوالې انزوا لور ته بیایي او ښایي هېواد یې “یو رد شوی حکومت” وبلل شي.
ګولان د یوې محلي راډیو سره په تازه مرکه کې وویل: «یو عاقل هېواد د ملکیانو پر ضد جګړه نه کوي، ماشومان د ساتیرۍ لپاره نه وژني او خلک په پراخه کچه نه بېکوره کوي.»
هغه د اسرائیلو روانې کړنې د سویلي افریقا د پخواني اپارتاید رژیم سره پرتله کړې او څرګنده یې کړه: «یهودي ولس چې د تاریخ په اوږدو کې یې زور، نسلکشي او ظلمونه زغملي، اوس پخپله داسې غیرقابل توجیه اعمال ترسره کوي.»
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سکرتر جنرال تام فلچر هم خبرداری ورکړی چې که مرستې ژر تر ژره غزې ته و نه رسېږي، شونې ده چې نږدې ۱۴ زره نوي زېږېدلي ماشومان به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې له لوږې او ناروغیو مړه شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوال فشار پر اسرائیلو ورځ تر بلې ډېرېږي.