چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 582

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر:له امریکا سره مو مستقیمې خبرې هم نه دي رد کړې.

0

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر محمد باقري وايي، چې علي خامنه‌يي له ټرمپ سره پر غیر مستقیمو خبرو اترو هوکړه کړې.

هغه په اشاروي ډول ویلي، چې دوی مستقیمې خبرې هم نه دي رد کړې.

نوموړی وايي، د خامنه‌يي دا اقدام ښيي، چې مونږ د جګړې پلوي نه یوو؛ خو هر برید ته به قوي ځواب ووایو.

حامد کرزی؛د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره پر یو شمېر موضوعاتو غږېدلی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتلي.

د ښاغلي کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حامد کرزي په دې لیدنه کې د ترکیې له مرستو مننه کړې او په افغانستان کې یې د دغه هېواد د لا اقتصادي پانګونې هیله څرګنده کړې.

نوموړي دغه راز په دې ناسته کې د هېواد د ترقۍ او سوکالۍ لپاره تعلیم ضروري ګڼلی او په دغې برخه کې یې د ترکیې له همکاریو قدردانی کړی.

سهیل شاهین:له روسیې او امریکا دواړو سره د اړیکو پراختیا ته چمتو یوو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د روسیې له لوري د طالبانو نوم له تور نوملړ څخه اېستل یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا زیاته کړي.

نوموړي ویلي، دوی له روسیې، بریکس سازمان او امریکا سره د اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې پراخې اړیکې غواړي.

د هغه په خبره، روسیه کې د دوی پر فعالیتونو بندیز یو لوی خنډ دی او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره په کار ده، چې دا بندیز نور پای ومومي.

شاهین زیاتوي، نه غواړي افغانستان تر دې وروسته نور د لویو قدرتونو د سیالۍ په ډګر بدل کړي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د روسیې لویې څارنوالۍ د دغه هېواد له حکومت غوښتي چې د طالبانو نوم له تور نوملړ څخه وباسي.

په دې نوملړ کې طالبان له ۲۰۰۳م کال راهیسې شامل دي.

دین محمد حنیف:ځینې ګاونډي هېوادونه غواړي افغانستان یوازې د توکو مصرفي هیواد اوسي

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست دین محند حنیف وايي، ځینې ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه غواړي.

هغه نن د ختیځ لوري مسافر وړونکو ترمینل پرانېستو په غونډه کې ویلي، چې غه هېوادونه غواړي چې افغانستان یوازې د دوی د توکو د مصرف بازار و اوسي، نه یو تولیدوونکی او خپلواک هېواد.

هغه په خپلو خبرو کې د هیڅ هېواد نوم وانخیست.

هغه دغه راز وزیلي، چې بهرنیان په افغانستان کې له ویجاړیو پرته بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري.

امریکايي پلاوی؛روانه اوونۍ ترهګرۍ سره پر مبارزې د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي

0

په پام کې ده، چې د روانې اپریل میاشتې له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ایریک مایر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی به د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، ترهګرۍ سره پر مبارزې او پاکستان کې امریکایي شرکتونو ته د فعالیتونو د زمینې برابرولو په موخه له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

امریکا؛د پاترید توغندیو دفاعي سیستمونه اسرائیل ته انتقال کړي

0

په داسې حال کې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې ان جګړې ته نږدې شوې، امریکا په یو تازه اقدام کې د پاترید او تاد توغندیو دفاعي سیستمونه اسرائیل ته انتقال کړي دي.

العربیه شبکې ویلي، چې ښايي دا پر ایران د برید غبرګون کې پر اسرائیل د احتمالي برید د دفاع لپاره هلته لېږدول شوي وي.

په همدې حال کې اسرائیل ټایمز ویلي، چې د امریکا لویه سي ایم سوپر ګلکسي الوتکه هم د دوی په نواتیم هوايي اډه کې د اته ساعتونو لپاره ناسته وه.

پاکستان کې ناکراري؛نامعلومو وسله والو د ایف‌سي سرتېرو پر پوسته برید کړی

0

نامعلومو وسله والو پېښور کې د ایف سي سرتېرو پر یوې پوستې برید کړی.

د پېښور پولیسو وايي، چې دغه برید د شاهي بالا په سیمه کې شوی دی.

یاد برید کې یو پولیس سخت ټپي شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

عباس عراقچي:چمتو یوو چې د بندیزونو لرې کېدو بدل کې د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چمتو دي چې پر دوی د بندیزونو لرې کېدو په بدل کې د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د ټرمپ لیک ته یې په مناسبو الفاظو ځواب ورکړی دی.

عراقچي دغه راز زیاته کړې، چې له هغه لوري سره مستقیمې خبرې هم بې معنی دي، چې یوازې یې د ګواښ ژبه زده وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره:غور کې مو کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشلې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې غور کې یې کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.

دوی هر کروندګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی تخم او سل کیلو ګرامه کیمیاوي سره وېشلې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کروندګر ډېر وخت د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو له نشت شکایت کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت:تیر کال ایران ته ۱۸ زره ټنه کرنیز محصولات صادر شوي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګري وزارت ویلي چې په تېر یو کال کې ایران ته ۱۸ زره ټنه کرنیز محصولات صادر شوي.

یاد وزارت ویلي، د دغو محصولاتو ټولیز ارزښت ۱۹ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران دغه هېواد ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادرېدو بندیز لګولی دی.