دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 578

نصیر احمد فایق د امنیت شورا ناستې ته:افغانستان لا هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ډېر زیانمن دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق له امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

نوموړي د جرمونو د نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د طالبانو مشرانو ته د قانوني تعقیب غوښتنه کوي.

هغه ویلي، چې د طالبانو چلند د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو خلاف دی.

هغه ټینګار کړی چې بدني مجازات، صحرایي اعدامونه، خپل‌سري نیونې او شکنجه په پراخه کچه د ښځینه فعالانو، خبریالانو، پخوانیو دولتي چارواکو او د امنیتي ځواکونو د غړو پر ضد کارول کېږي.

فایق د طالبانو له لوري د سرتاسري امنیت د تامین ادعا ته په اشارې ویلي، چې افغانستان لا هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ډېر زیانمن دی.

ښاغلي فایق د طالبانو ضد وسلوالو ډلو یادونه هم کړې او ویلي چې د طالبانو د سیاستونو له امله د دغو ډلو فعالیتونه او نفوذ پراخ شوی دی.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی:په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي غړي او نورې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې پاکستان بې‌ثباته کړي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان د طالبانو له غیر رسمي ملاتړ څخه برخمن دی.

نوموړي ویلي، ټي‌ټي‌پي چې شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي لري او په افغانستان کې تر ټولو لویه فعاله ترهګره ډله ده.

هغه ادعا کړې چې یادې ډلې د پاکستان پولې ته نږدې خوندي پناه‌ځایونه جوړ کړي او پر ملکي وګړو او دولتي ادارو یې بریدونه ترسره کړي دي.

منیر اکرم دغه راز ویلي، چې دوی داسې شواهد لري چې ښيي د طالبانو چارواکو نه یوازې له پولې هاخوا بریدونه تحمیل کړي، بلکې په هغو بریدونو کې هم‌لاسي هم دي.

هغه زیاته کړې، چې د ټي‌ټي‌پي غړي او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې هڅه کوي چې پاکستان بې‌ثباته کړي او د چین ـ پاکستان اقتصادي همکاریو ته د ترهګریزو عملیاتو له لارې زیان ورسوي.

واسیلي نبنزیا:نړیواله ټولنه دې له فشار او باج اخیستو پرته له طالبانو سره همکاري وکړي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي، چې له طالبانو سره له همکارۍ پرته هېڅ بدیل نشته او دا تګلاره باید د نړیوالې ټولنې د رغنده تعامل او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د درناوي پر بنسټ ولاړه وي.

هغه ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره رغنده تعامل ولري او تعامل باید له هر ډول فشار او باج اخیستلو پرته وي.

هغه د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بللی او ویلي، چې د داعش په ګډون یو شمېر نورې ډلې هڅه کوي وضعیت بې‌ثباته کړي او نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه کمزورې کړي.

هغه همداراز په افغانستان کې د امریکا په پاتې شویو وسلو اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د نامعقولو فشارونو پر ځای، د عملي حل‌لارو او له طالبانو سره د همکارۍ له لارې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره کار وکړي.

عمان ته د متقي سفر؛امیرخان متقي د عمان د شاهي دولت د بهرنیو چارو له وزیر وغوښتل چې دوه اړخیزې اړیکې ورسره پیل کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په پلازمېنه مسقط کې کتلي.

دواړو لوریو په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د نوي پړاو د پرانیستلو ډاډ یې ورکړی.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي د افغانستان د جګړو پای ته رسېدل او د متوازنو نړیوالو اړیکو رامنځته کول د طالبانو د حکومت مهمې لاسته راوړنې بللې.

هغه د عماني پانګوالو لپاره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مهم بللي او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو غوښتنه یې کړې.

دغه راز په دې لیدنه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لا پیاوړې کول غواړي.

خلیلزاد: پاکستان د فرضي کرښې اوږدو کې ځکه جګړه اوږدوي چې طالبان هلته پوستې جوړې نکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پاکستان غواړي چې افغان لوری د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې امنیتي پوستې جوړې نه کړي او اوسنۍ جګړه هم د همدې موخې لپاره دی.

د هغه په خبره، پاکستان د فرضي کرښې غاړې ته پوستې لري؛ نو طالبان یې ولې باید ونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ نښتې شوې دي.

ایران:د افغانستان د امنیت تامین کې همکاري ته ژمن یوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو سره په خبرو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ایران د افغانستان د امنیت د تامین په برخه کې همکاري ته ژمن دی.

اسماعیل بقایي یو خبري کنفرانس کې که څه هم طالب چارواکو سره د خبرو په اړه جزیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي دي چې له طالب چارواکو سره خبرې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ایران یو ښه دوست هېواد بللی وو.

مارکو روبیو:په رسمي ډول مو د امریکایي پراختیایي مرستو ادارې ۸۳ سلنه برخې وتړلې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی، چې د ټرمپ حکومت له درې اوونیو ارزونې وروسته، د نړیوالې پراختیايي ادارې ۸۳ سلنه پروګرامونه په رسمي ډول تړلي.

د هغه په خبره، دا برخې د امریکا په ګټه نه وې.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی یوازې د دغې ادارې ۱۸ سلنه برخې پرېږدي او دغه راز یې ورسره ۵۲۰۰ قراردادونه هم لغوه کړي دي.

روبیو وايي، د یادې ادارې پرېښودل شوې برخې به هم تر جدي څار لاندې وي.

د تورخم د خلاصون لپاره د پاکستاني لوري غوښتنه؛تاسیسات به د اسلام اباد په خوښه جوړیږي

یو شمېر باوري سرچینې وايي، چې پاکستان د طالبانو له حکومت غوښتي، ترڅو تورخم کې د هر ډول تاسیساتو جوړېدو لپاره اسلام اباد په جریان کې کړي.

سرچینې وايي، چې دا غوښتنه د تورخم دروازې پرانېستو په اړه په دویمه ناسته کې شوې ده.

د معلوماتو پر اساس، په پام کې ده، چې د طالبانو حکومت د پاکستان د دغو غوښتنو په اړه پرېکړه وکړي.

د یادونې ده، چې تورخم لار له نږدې دوه نیمو اوونیو راهیسې تړلې ده.

د طالبانو له لورې جوړیدونکې احتمالي جرګه؛استاد سیاف وایي، طالبان د اسلامي ارزښتونو ترڅنګ اوس ملي ارزښتونه هم سپکوي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف وایي، چې د طالبانو حکومت له لوري په جوړېدونکې لویه جرګه کې یوازې طالبان او د دوی پلويان راغوښتل کېږي.

هغه ویلي، دا چاره نه یوازې دا چې د ملت درد نشي دوا کولای؛ بلکې د دغې دودیزې لویې جرګې یو ډول سپکاوی او دې جرګې ته په کم نظر کتل هم بلل کېدی شي.

تر دې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شوي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده غواړي په هېواد کې یوه لویه جرګه راوبولي.

یونس قانوني:سږ کال به افغانستان د سیاسي بدلون شاهد وي

د جمهوري حګومت پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، روان کال د بدلون نښې نښانې لیدل شوې او دا کال به په افغانستان کې د بدلون کال وي.

هغه د مارشال فهیم د تلین په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، چې ښايي دا بدلون یا دننه او یاهم د افغان ولس، نړیوالې ټولنې او سیمې سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي.

په ورته مهال په دې غونډه کې د کورنیو چارو پخواني وزیر ویس احمد برمک ویلي، چې د افغانستان ولس نور په پخوانیو چارواکو کوم باور نه لري.

د هغه په خبره، د خلکو باور ختم شوی او دوی اوس د ګټورې رهبرۍ په خلا کې قرار لري.

په همدې حال کې یادې ناستې ته فوزیه کوفي ویلي، سیاسي مشران لاهم انتظار باسي، چې نړۍ به د افغانستان لپاره یو څه وکړي او په خبره یې چې دا په واقعي معنی مایوسه کوونکی حالت دی.

هغې ویلي، ټول اختلافونه باید یوې خواته شي او په رېښتینې ډول باید ټول د افغان ولس لپاره ودریږو.