سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 576

محمد نعیم وردګ:افغانستان له امریکا او نړۍ څخه د غرامت حق لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم وردګ د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان له امریکا او نړیوالې ټولنې څخه د غرامت غوښتلو حق لري.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغانستان د نړیوالو قوانینو له مخې دا حق لري چې د امریکا او د نړیوالې ټولنې له لوري د شل کلن ناروا اشغال او تحمیلي جګړو له امله د شویو زیانونو تاوان واخلي.

هغه لیکلي: «دا د تعجب ځای دی چې اوس یو شمېر هېوادونه آن بشري مرستې هم د سیاسي شرطونو تابع ګڼي او وخت ناوخت پرې له سره غور کوي.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې وړمه شپه د افغانستان لپاره د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په اړه طرحه تر بحث لاندې نېولې وه.

د امریکا د استازو جرګې مشر:امریکا به هېڅکله ترهګرو طالبانو ته پیسې ورنکړي

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر، برایان مست ویلي، چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې هیڅکله طالبانو ته نه ورکول کیږي.

نوموړي د افغانستان لپاره د امریکا د مالي مرستو د بندېدو په اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې امریکا به د طالبانو ملاتړ ته په هیڅ ډول اجازه ورنکړي او د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی چې د نړيوالو هېوادونو او غیر دولتي سازمانونو له لوري د طالبانو د ملاتړ مخنیوی وکړي.

د مست په وینا، امریکا د افغانستان لپاره مرستې بندې کړې دي، ځکه چې د طالبانو د حکومت لاندې هېواد ته د مرستو ورکول ممکن د ترهګرو لاس ته ورشي.

په ورته وخت کې سناتور تیم بورچټ هم ویلي، چې سره له دې چې امریکا نه شي کولای طالبانو ته مرستې ورکړي؛ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته لا هم میلیونه ډالر لېږل کیږي.

رحمت‌الله نبیل:کابل ته د امریکايي پلاوي سفر د سیمې استخباراتي رقابتونه زیات کړي

د پخواني حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل ویلي، چې کابل ته د امریکایي پلاوي وروستي سفر د سیمې د استخباراتي ادارو ترمنځ سیالي زیاته کړې ده.

شاغلي نبیل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د امریکایي پلاوي تر سفر وروسته، د چین د دولتي امنیت وزارت درې لوړپوړي چارواکي کابل ته راغلي او د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او د هغه له اداري مرستیال سره یې کتلي دي.

د نبیل په وینا، که څه هم د دې لیدنې جزئیات نه دي خپاره شوي؛ خو تمرکز یې ښايي پر امنیتي همغږۍ او د سیالو استخباراتي لوبغاړو د نفوذ ارزونې وي.

هغه دغه راز ادعا کړې چې د حمل ۱۴مه د طالبانو دوه نسبتاً لوړپوړو استخباراتي چارواکو د ایران له سپاه پاسداران استازي سره د دغه هېواد په دیپلوماتیک دفتر کې لیدلي دي.

نوموړي وایي، د لیدنې رسمي موضوع د فراه ولایت لپاره د ایران د قونسلګرۍ پرانیسته وه؛ خو د تهران ستراتیژیکې اندېښنې، په ځانګړې توګه د اماراتو د نفوذ پراخېدو په اړه، هم بحث شوی دی.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د رحمت‌الله نبیل د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

امانوئل مکرون:د روان کال په جون میاشت کې د فلسطین رسمیت پېژندلو ته چمتو یم

0

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، چې پاریس د روان میلادي کال د جون په میاشت کې فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی شي.

هغه ویلي، چې موږ باید د فلسطین د رسمیت پېژندنې پر لور حرکت وکړو او دا کار به په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي.

مکرون همداراز ټینګار کړی، هغه هېوادونه او ډلې چې د فلسطین ملاتړ کوي، باید اسراییل هم په رسمیت وپېژني.

سره له دې چې تر ۱۵۰ زیاتو هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی؛ خو فرانسې، امریکا، بریتانیا، جرمني او جاپان دا کار د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د مذاکراتو بریا پورې مشروط کړی دی.

مکرون دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د غزې جګړې فلسطینیانو ته درانه تلفات اړولي او د خپلواک دولت د رامنځته کېدو هیلې یې کمزورې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ:که ایران سره خبرو نتیجه ورنکړه؛ نو پوځي اقدام به وکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره روانې خبرې پایله ورنه کړي، متحده ایالات به چمتو وي چې پوځي اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسراییل به هم په دغه اقدام کې ونډه ولري او رهبري به وکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې هیڅوک د امریکا مشري نه شي کولی.

هغه ویلي، د ایران سره د روانو خبرو نتیجه به ډېر ژر روښانه شي.

ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ د امریکا او ایران چارواکي د عمان په سلطان‌نشین کې مذاکرات ترسره کړي.

ټرمپ ویلي، دا خبرې به «مستقیمې» وي، خو ایراني چارواکو دا خبرې «غیر مستقیمې» بللې دي.

ګلوبل اشیو:طالبان ان د ښځو سینګار توکو نه هم وېره لري

د ګلوبل اشیو نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د ښځو هویت او خپلواکۍ له منځه وړلو لپاره د کورونو او شخصي توکو تالاشي ته مخه کړې.

راپور کې راغلي، چې طالبان ان د ښځو ارایشي توکي هم د ځان لپاره ګواښ ګڼي.

یاد سازمان د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د سږکال فبروري کې سرپل کې طالبانو یو شمېر کورونو کې د ښځو ارایشي توکي ظبط کړي او اوسېدونکي یې ګواښلي دي.

سرچینې:مزار شریف کې د روضې ختیځې دروازې سره چاودنه شوې

سرچینې وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د بلخ ولایت مرکز، مزارشریف ښار، د روضې شریفي ختیځې دروازې ته نږدې یوه چاودنه شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

طالب چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

ډونالډ ټرمپ؛پر چینايي توکو ۱۰۴ سلنه تعرفې لوړې کړې دي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو تازه اقدام کې پر چینايي توکو ۱۰۴ سلنه تعرفې لوړې کړې دي.

امریکايي رسنۍ سي‌بي‌ایس راپور ورکړی، چې د ټرمپ له دغه اقدام وروسته اسیايي بازارونه هم مخ په ځوړ شوي دي.

ټرمپ وړمه ورځ له چین غوښتي وو، چې پر امریکايي توکو لګول شوې ۳۴ سلنه تعرفې لغوه کړي.

د یادونې ده، چې اوس مهال ټرمپ په نږدې ټوله نړۍ تعرفې لوړې کړې دي.

د رویټرز نظرپوښتنه؛۷۳ سلنه امریکايي وګړي باور لري، چې راتلونکو شپږ میاشتو کې به د توکو نرخونه لوړ شي

0

د رویټرز او ایپسوس موسسې تازه نظرپوښتنه ښيي، چې د امریکا اکثره وګړي، باور لري چې راتلونکو شپږو میاشتو کې به په یاد هېواد کې د توکو نرخونه لوړ شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۷۳ سلنه امریکايي وګړي باور لري، چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې به د ټرمپ د تعرفو لګولو له کبله امریکايي د پخوا په نسبت د توکو نرخونه په لوړه کچه کې وي.

د نظر پوښتنې له مخې، یوازې څلور سلنه امریکايي وګړي باور لري، چې د توکو بیې به راټیټې شي.

په همدې حال کې بیا ۷۵ سلنه امریکايي وګړي د ټرمپ د تعرفو لګولو له سیاست سره مخالف دي او ۳۹ سلنه نور یې بیا ملاتړ کوي.

عباس عراقچي:امریکا سره خبرې د یپلوماسي نوي پړاو یوه موقع ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره خبرې یوازې د اتومي پروګرام پر سر دي او دا چاره دوی د ظالمانه بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې ترسره کوي.

د هغه په خبره، په مسقط کې راتلونکې خبرې د دیپلوماسي لپاره نوې موقع ده.

نوموړی وايي، امریکا د ژمنو نه پوره کولو اوږده مخینه لري او اوس به دوی په دې خبرو کې د امریکا جدیت هم و اروزي.

د یادونې ده، چې امریکا وايي، که دا خبرې بریالۍ نشي؛ نو په ایران د یو برید احتمال هم زیات دی.