پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 575

ذبیح الله مجاهد:پاکستان د خپل هیواد په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي؛ خو دغه هېواد ډېر کله د خپل بام واورې پر دوی ور اچوي.

نوموړی وايي، پاکستان ادعا کوي، چې دوی ټي‌ټي‌پي ته ځای ورکړی؛ خو دا خبره غلطه ده او پاکستان باید خپل امنیت خپله ونیسي.

هغه ویلي، دوی نه غواړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

د احصایې نړۍ تازه راپور؛افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې مېرمنې په کې خوندي نه دي

د «احصایې نړۍ» په نوم د یو بنسټ تازه څېړنې ښيي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د ناامنه هېوادونو په سر کې دی.

دغه بنسټ د هغو هېوادونو یو لېست خپور کړی، چې مېرمنې په کې خوندي نه دي.

په دې لېست کې لومړی افغانستان، ورپسې یمن، مرکزي افریقا، جنوبي سوډان او یو شمېر نور هېوادونه ښودل شوي، چې ښځې په کې د ژوند د خوندیتوب له پلوه تر ټولو زیاتې ځوریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ اتمې په مناسبت ګڼو بنسټونو، فعالانو او چارواکو ویلي، چې طالبان باید افغانستان کې د ښځو خلاف زور زیاتی او بندیزونه پای ته ورسوي.

ذبیح الله مجاهد:امریکا او ناټو د دوی پر ضد له فزیکي جګړې وروسته سړه جګړه مخ ته وړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی په حکومت کې هېڅ ډول اختلاقات نشته.

ښاغلي مجاهد له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د پخوانیو اختلافاتو د له منځه وړلو په برخه کې واضح نقش لوبولی او پخوا یې لا ټولو اختلافاتو ته نه ویلې ده.

نوموړی زیاتوي، د طالبانو د حکومت په واکمني کې هیڅ ډول اختلاف نشته او یو نیم وخت یوازې د خبرو او لید لوري اختلاف وي، چې دا ان په یوې کورنۍ کې هم وي او دا په دې معنی نه ده، چې چا دې د چا پر وړاندې جبهه نیولې وي او یا یې هم بغاوت کړی وي.

مجاهد زیاتوي، چې امریکا او ناټو د دوی پر ضد له فزیکي جګړې وروسته سړه جګړه مخ ته وړي، چې د دوی په اړه د اختلاف مسئله هم د دغو تبلیغاتو برخه ده.

د مارچ اتمه؛ګڼو افغان فعالانو په یو شمېر هېوادنو کې د ښځو د حقونو ورکړې په اړه لاریونونه کړي

د مارچ اتمې په مناسبت یو شمېر افغان فعالانو په یو شمېر هېوادونو کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له نړیوالو غوښتي، چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو پر وړاندې باید روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

دوی افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په اړه په ټینګار سره ویلي، چې نړیواله ټولنه باید طالبان د بشر ضد کړنو په کولو محاکمه کړي.

دوی، چې په کاناډا، المان او یو شمېر نورو هېوادونو کې لاریونونه کړي وو ویلي، چې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

امیرخان متقي؛په یو رسمي سفر عمان ته ولاړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یو رسمي سفر عمان ته ولاړ.

د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس ضیا احمد تکل وایي، نوموړی به هلته د عمان د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، متقي به په دې سفر کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

د نجونو د زده‌کړو مدافع بنسټ:افغانستان کې سل زرو نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابروو

د نجونو د زده‌کړو د حقونو یو ښوونیز مدافع بنسټ ویلي، چې دوی سل زرو نجونو ته د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي.

د دغه بنسټ مسوولینې وايي، چې په دغو ښځو کې به یې ۶۵ سلنه نجونې وي.

هغوی په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو ټینګار کړی او له ټولو یې غوښتي چې په دې برخه کې د هر ډول پروګرام ملاتړ وکړي.

د دوی په خبره، دا پروګرام یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه په هېواد کې پلې کېږي.

ظاهر اغبر:طالبانو افغانستان د ښځو لپاره په یو زندان بدل کړی

تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر وايي، طالبانو افغانستان د ښځو لپاره په یو زندان بدل کړی.

هغه د مارچ اتمې په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، چې طالبان په امازون ځنګل کې د بومي وګړو په څېر دي او له ابتدايي ټولنو هم وروسته پاتې ذهنیت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري افغان ښځې له خپلو هر ډول حقونو بې برخې دي.

د یادونې ده، چې د مارچ اتمې په مناسبت ګڼو بنسټونو یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو حقونه ورکړي.

سوریه کې جګړې؛تر اوسه پکې زر تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

د سوریې په یو شمېر سیمو کې د اسد رژیم د پلویانو او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه زر تنه وژل شوي.

د سوریې د بشري حقونو سازمان ویلي، چې دا جګړې د سوریې له ۱۴ کاله پخواني جنګ سره کوم توپیر نه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې جګړو کې ۷۴۵ ملکي وګړي، ۱۲۵ امنیتي کسان او ۱۴۸ بیا د اسد رژیم پلویان وژل شوي دي.

اوس مهال د جګړو له کبله پر یو شمېر سیمو برېښنا پرې شوې او د جګړې په سیمه کې ډېر عام خلک د څکلو پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

بلوچستان؛خضدار کې وسله والو ۱۳ پولیس یرغمل کړي

د بلوچستان په خضدار سیمه کې د پولیسو پر تاڼې برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۳ سرتېري یرغمل نیول شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، وسله والو د پولیسو یوه اندازه وسلې او وسایط هم وړي او دوه موټر یې بیا ځای پر ځای سوځولي دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ضیاءالحق امرخیل د طالبانو حکومت ته:هېله لرم د افغان میرمنو روحي شکنجه پای وموي

په جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل وایي د مارچ اتمه د یوه محرومه قشر نړیواله ورځ ده.

ښاغلي امرخیل په ایکس پاڼې لیکلي چې افغانې میرمنې د نړۍ له ډېر محروم قشر څخه دي او نيمې پیړۍ جګړو ډیر زیان افغانو میرمنو ته رسولی او له بنسټي حقونو محرومي ګرځول شوي دي.

نوموړي لیکلي:« افغانې نجونې په داسې پیړۍ کې له تعلیم او تحصیل محرومې دي چې د علومو د پرمختګ پیړۍ ده.»

امرخېل هیله څرګنده کړې چې نور دغه محروم نسل روحا شکنجه نشي او د ټولو تعلیمي مرکزونو تړل شوې دروازې ور ته پرانیستل شي.