پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 574

ترکیې او د اسلامي همکاریو سازمان؛په سختو شرایطو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د ترکیې بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا لپاره ټاکل شوي رییس د افغانستان په اړه خبرې کړې.

دوی، په یوه ناسته کې چې په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان په دفتر کې ترسره شوې، د افغانانو د ملاتړ او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه د رغنده خبرو اترو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت هم خبرې کړې دي.

د جسټن ټروډو د ۱۲ کلنې واکمنۍ پای؛د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر ددې هیواد نوی لومړی وزیر وټاکل شو

0

د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د دې هیواد د لیبرال ګوند د نوي مشر او لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د نوموړي له ټاکنې سره د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو شاوخوا ۱۲ کلنه واکمني پای ته ورسیده.

کارني به د کاناډا د لومړي وزارت ترڅنګ د لیبرال ګوند مشري هم وکړي.

۵۹ کلن کارني د یکشنبې په ورځ د مالیې د پخوانۍ وزیرې کریسټیا فریلنډ سره په سیالۍ کې د لیبرال ګوند له ۱۵۲۰۰۰ غړو څخه ۸۶٪ رایې وګټلې.
کارني له بریا وروسته په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره وویل: «یو څوک غواړي زموږ هېواد کمزوری کړي. “هغه د کاناډا پر کارګرانو، کورنیو او سوداګرۍ برید کوي، او موږ به پرېنږدو چې نوموړی بریالي شي.”

پاکستان کې کړکیچ؛اصف علي زرداري به نن ددې هیواد د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي

0

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به نن د دغه هېواد د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي.


تمه ده چې ښاغلی زرداری به د پاکستان پر وړاندې د شته ننګونو، اقتصادي ستونزو، امنیتي کړکیچ او په ځانګړې توګه د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په مسایلو سربیره په افغانستان هم خبرې وکړي.

خیبر پښتونخوا؛ټانک کې د پوځ او تي‌ټي‌پي ترمنځ نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د ټانک ملیزې سیمې اړوند بینه کلي کې د پوځ او تي‌ټي‌پي ترمنځ نښتې شوې.

راپورونه وایي، په دې نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغو نښتو کې ۵ وسله وال هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړي.

هغه به په دې سفر کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

نوموړی به تر دغه سفر وروسته د جي۷ هېوادونو په ناسته کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ شي.

هغه به د یادو هېوادونو په ناسته کې په ستراتیژیکو همکاریو او نړیوال ثبات په اړه خبرې وکړي.

العربیه فارسي:د لبنان د حزب‌الله په مشرانو کې پراخ اختلافات رامنځته شوي

العربیه فارسي د باوري سرچینو له قوله، د لبنان د حزب‌الله په مشرانو کې د پراخو اختلافاتو راپور ورکړی دی.

د العربیه د راپور له مخې، د لبنان د پارلمان پخوانی استازی نواف الموسوي او د حزب‌الله ځینې لوړپوړي چارواکي د ابراهیم امین السید نوم د دې وسله والې ډلې د مرستیال منشي په توګه ټاکل کېدو سره مخالف دي او هغه یې په دې تورن کړی چې د جګړې په شدت کې له عراق وتلی وو.

د لبنان پخواني پارلماني استازي او د حزب‌الله غړي دغه راز غوښتنه کوي، چې ټول هغه کسان باید لرې شي، چې وروستیو جګړو کې پاتې راغلي.

د جوزجان والي زندانیانو ته:له اوسني وضعیت څخه پند واخلئ او نور جرمونه مه کوئ

‏د جوزجان لپاره د طالبانو حکومت والي ګل‌حیدر شفق، په دغه ولایت کې له زندان څخه د لیدنې پر مهال بندیانو ته ویلي، چې د دوی ستونزې یې له شیخ هبت‌الله سره شریکې کړې دي.

نوموړي د یاد ولایت له عمومي ززندان څخه د لیدنې پر مهال بندیانو ته ویلي، چې له اوسني وضعیت څخه پند واخلي او نور جرمونه ونه کړي.

اوس مهال په ټول هېواد کې د طالبانو له حکومت سره ۲۴ زره بندیان شته، چې ډېره برخه یې په توقیف کې دي.

ذبیح الله مجاهد:امریکا باید د افغان وژنې ځواب ووایي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د باګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې ناسمې دي او دغه راز هغه وسلې چې له دوی څخه نیول شوي اوس مهال د دوی په واک کې دي.

نوموړی وايي، امریکا شل کاله د افغانستان خلک وژلي، ځورولي او اوس باید ځواب ورکړي.

مجاهد یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له امریکا سره د رسمي تعامل غوښتونکي دی او که دا هېواد د فشار له لارې د خپلو اهدافو د پوره کېدو نیت لري؛ نو دا چاره هیڅ پایله نه ورکوي.

هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په ریښتیني معنی له دوی سره تعامل ته را ودانګي.

سیف الاسلام خیبر:تېرو شلو کالو کې د ښځو له حقونو سیاسي ګټه اخیستل کېده

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، چې تېرو شلو کالو کې د ښځو له حقونو سیاسي ګټه اخیستل کېده.

نوموړی وایي، دا چاره اوس هم د یو شمېر نړیوالو سازمانونو له اړخه روانه ده.

هغه ویلي، چې د دوی حکومت کې د ښځو هر ډول شرعي حقونه تامین شوي دي.

خیبر دغه راز زیاته کړې، چې ځینې کړۍ هڅه کوي چې له دې لارې افغانستان کې د پردي کلتور دودولو ته لاره هواره کړي.

خیبر پښتونخوا؛وسله والو د کرم سیمې کې درې پاکستاني سرتېري وژلي

نامعلومو وسله‌والو د خیبر پښتونخوا د کرم سیمې کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی.

په دې برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

برید د درنو او اتومات وسلو په وسیله د کرم میانه د “تکره پټي” په سیمه کې ترسره شوی.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ډېری وخت دا ډول بریدونه د ټي‌ټي‌پي ډله ترسره کوي.