پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 576

محمد فرید حمیدي:طالبانو له انساني کرامت پرته له څلورو کالو راهیسې پر ښځو بندیزونه لګولي

د هېواد پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، افغان ښځې د خپلو حقونو لپاره هم په کور دننه او هم بهر مبارزه کوي.

ښاغلي حمیدي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د انساني کرامت په پام کې نه نیولو سره طالبانو له تېرو څلورو کالو راهیسې د افغان ښځو پر وړاندې بندیزونه لګولي او دوی یې څنډې ته کړې دي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي او د دوی قربانۍ هېرې نه کړي.

رحمت الله نبیل:د مارچ اتمه افغانستان کې د ښځو د خاموشې مړینې ورځ ده

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، د مارچ اتمه افغانستان کې د ښځو د پیوستون ورځ نه؛ بلکې د هغوی د سپکولو، لوږې او خاموشې مړینې ورځ ده.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، نن ورځ افغان ښځې نه ډوډۍ لري او نه هم ازادي؛ خو نړۍ یې یوازې تماشه کوي.

نوموړی زیاتوي، هغه بنسټونه چې ځان د بشري حقونو مدافعین معرفي کوي په دغه تاریخي جبر چوپ دي.

د نبیل په خبره، لاهم هیلې شته او نه به پرېدو چې د افغان ښځو غږ خاموش شي.

ذبیح الله مجاهد:ښځو ته مو د هغوی ټول حقونه ورکړي

د مارچ اتمې په مناسبت د طالبانو حکومت ویلي، چې د ښځو هر ډول حقونه یې تامین کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیول شوې او هیڅوک نشي کولای چې د ښځو حقونه تلف کړي.

نوموړي ویلي، د ښځو عزت ساتل د طالبانو د حکومت لومړیتوب دی او دوی یې په ساتنه کې ځان مکلف بولي.

بلوچستان؛نا معلومو وسله والو د جمیعت علماء اسلام ګوند ځایي مشر مفتي شاه‌میر وژلی

بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند یو ځایي مشر مفتي شاه میر د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

له تېرو څو میاشتو راهیسې دا څویم ځل دی چې د دغه ګوند غړي په نښه کېږي.

سرچینې؛پاکستان کې له زرو زیاتو امنیتي کسانو خپلې استعفاوې حکومت ته وړاندې کړې

پاکستان، پښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنیو له کبله د پاکستان له زرو زیاتو امنیتي کسانو خپلې استعفاوې حکومت ته وړاندې کړې دي.

سرچینې وایې، تر اوسه په دې اړه واضح دلیل نه دی څرګند شوی؛ خو ویل کېږي چې دوی دا ګام د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره اخیستی.

دا د پاکستان پر پوځ د بې باورۍ تر ټولو لویه کچه بلل کېږي.

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ:د طالبانو د احتمالي رسمیت پېژندنې مخه باید ونیول شي

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د احتمالي رسمیت پېژندنې مخه ونیسي.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو افغان ښځې څنډې ته کړې او تېرو درې کالو کې یې د افغان ښځو شل کلنې لاسته راوړنې له منځه وړې دي.

اعلامیه کې، چې د مارچ اتمې په مناسب نشر شوې، غوښتنه شوې، چې د طالبانو خلاف د دوی د مبارزې ملاتړ باید پیاوړی شي او له طالبانو سره له هر ډول مشروعیت ډډه وشي.

دوی ویلي، نړۍ باید پر طالبانو بندیزونه لا زیات او د دوی د صحرایي محکمو مخنیوی وکړي.

یاد غورځنګ ویلي، د افغانانو او په ځانګړي ډول د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي.

د بشري حقونو د څار اداره:د کډوالو پر وړاندې د اروپا سیاست غیر انساني دی

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د کډوالو پر وړاندې د اروپا پالیسي ټکان ورکوونکې ده.

یادې ادارې له اروپا غوښتي، چې په دې اړه خپله پالیسي بدله کړي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې اروپا ته تلونکي ۴۰۰ کډوال په مدیترانې سمندرګي کې ورک شوي او یاهم ډوب شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان:نړیوال باید د طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي، نه دا چې هغوی ته دیپلوماتیک هرکلی ووایي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د طالبانو نظامي تبعیض د افغان ښځو ژوند له سختو محدودیتونو سره مخ کړی دی.

د دې سازمان په وینا، طالبان ښځې یوازې د کور دننه پاتې کېدو ته مجبوروي او د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې که د افغان ښځو پر وړاندې ظلم دوام ومومي؛ نو دا به د نړیوال عدالت لپاره خطرناک مثال شي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې نړیوال باید د طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي، نه دا چې هغوی ته دیپلوماتیک هرکلی ووایي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د ښځو نړیواله ورځ باید د بدلون نقطه وي، څو د افغان ښځو د سیسټماټیک ظلم مخه ونیول شي.

احمد الشرع د اسد پلویانو ته:که له جګړې لاس وانخلئ؛ نو سخت به وځپل شئ

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع د بشار الاسد پلویانو ته ویلي، چې له جګړې لاس واخلي؛ ګني له سختو حالاتو سره به مخ شي.

هغه په لاذیقه کې د اسد د رژیم پلویانو له لوري جګړې ته په اشارې ویلي، چې دوی د ځان له بربادولو پرته هیڅ لاسته نه شي راوړلی.

د یادونې ده چې وړمه ورخ د سوریې لاذیقه کې د اسد د رژیم یو شمېر کسانو پاڅونونه کړي وو، چې د راپورونو له مخې بېرته وځپل شول.

د مارچ اتمه؛د ښځو نړیواله ورځ؛ خو افغانې ښځې لاهم له سختو بندیزونو سره مخ دي

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ هېواد کې داسې مهال را رسېږي، چې لاهم د ښځو پرمخ ښوونځي، پوهنتونونه او انستیتوتونه تړلي.

د طالبانو حکومت سره له دې چې ویلي، دا هرڅه مؤقت دي؛ خو د څلورم کال په تېرېدو لاهم ښوونځي تړلي.

له ښوونځیو سربېره افغانې مېرمنې د طالبانو حکومت له لوري له ګڼو نورو محدودیتونو سره هم مخ دي.