شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 575

ډاکتر فضلي:حکمتیار هڅه کوي افغانستان د پاکستان برخه شي؛ خو دا خیال یې نه عملي کېږي

د جمهوري حکومت د چارو ادارې رئیس فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان د پوځي مشر جنرال ایوب خان هغې خبرې ته اشاره کوي چې د دې هېواد د امنیت شورا په یوه ناسته کې افغانستان د ستونزو د حل لپاره د خپلو “ستراتیژیکو بمونو” چې موخه یې مذهبي افراطیان و کار واخیستل شي.

ډاکتر فضلي د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د دغو ستراتیژیکو بمونو یوه بیلګه یادوي.

نوموړی وایي، له نن پنځه دېرش کاله وړاندې ۱۹۸۹ کال د پاکستان د استخباراتو رئیس اسد دراني سره منلې وه، چې د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډراسیون جوړ او افغانستان به عملاً له پاکستان سره یوځای شي.

ښاغلي حکمتیار د جمهوریت په وروستیو کې په خپله مرکه کې ددې موقف څخه دفاع وکړه او پوښتي وو که د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډریشن جوړ او مرکز یې کابل وي څه ستونزه لري؟

فضلي، حکمتیار تورنوي چې له پاکستان سره په ګډه هرکال دغه ناکامه پلان په بېلابېلو الفاظو تکراروي.

نوموړی لیکلي:«نن حکمتیار د پاکستان د تجزیې له امله د افغانستان د تجزیې نارې هم وهي؛ خو دی باید وپوهیږي، چې دا چاره ناممکنه ده.»

د یادونې ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي وو، چې که پاکستان تجزیه کېږي؛ نو دا به د افغانستان د تجزیې سبب هم وي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي:دشت سیمه کې مو هغه مبایل ټاور له منځه ویوړ، چې د پاکستان حکومت جاسوسي په کې کېدله

بلوڅ ازادي غوښتونکو ویلي، چې دوی تېره ورځ د کیچ ولسوالۍ د دشت په چوټ بازار کې د CPEC سړک پر غاړه د زونګ شرکت یو د جاسوسۍ لپاره نصب شوی موبایل ټاور په ډزو ویشتلی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دغه ټاور کې ټول تخنیکي ماشینونه سوځولي دي.

بلوڅو ویلي، چې د پاکستان د دولت مخابراتي وسیلې، استعماري اقتصادي پروژې او پوځ به تر اخره پورې خپل هدف وګرځوي.

د سوریې د ځمکنیو او بحري بندرونو اداره:د طرطوس بندر اړوند له دبۍ ورلډ شرکت سره د ۸۰۰ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

د سوریې د ځمکنيو او بحري بندرونو عمومي ادارې اعلان کړی چې له دبۍ ورلډ شرکت سره یې د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم یادداشت لاسلیک کړی دی.

دا تړون د طرطوس بندر د یو څو اړخیز ترمینل د پراختیا، مدیریت او کارونې لپاره دی، چې هدف یې د بندري زیربناوو پیاوړتیا او عملیاتي ظرفیت لوړول دي.

د طرطوس بندر اداره له ۲۰۱۹ کال راهیسې روسي شرکت «ستروي ترانس‌ګاز» ته ۴۹ کلن قرارداد ورکړی و، خو د سوریې نوې حکومت دا قرارداد لغوه کړ.

د ۲۰۲۵ جنورۍ میاشت کې، الوطن ورځپاڼې د طرطوس د ګمرکاتو رئیس ریاض جودي له خولې راپور ورکړی و چې پخوانی قرارداد لغوه شوی او د بندر عواید به د سوریې د داخلي ګټو لپاره ولګول شي.

هندۍ ورځپاڼې:هند ته د لوړ پوړي طالب چارواکي صدر ابراهیم پټ سفر اغېزناک وو

وروسته تر هغې، چې رسنیو د پاکستان او هند د جګړې پر مهال هند ته د لوړ پوړي طالب چارواکي صدر ابراهیم له سفر خبر ورکړ؛ اوس تازه هندي ورځپاڼو ویلي، چې دا سفر اغېزناک وو.

سنډي ګارډین لیکلي، چې لوړ پوړی طالب چارواکی صدر ابراهیم د پاکستان خلاف انتقادي فکر لري او دا سفر ځکه مهم دی، چې له طالبانو سره د نویو او پټو اړیکو چینل جوړ شوی.

دا سفر د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې پرمهال شوی.

تېره شپه بیا جي شینکر هم ویلي و، چې له امیرخان متقي سره یې خبرې کړې دي.

سعودي عربستان او نورو هېوادونو؛له ۵۴۰۰ زیات پاکستاني سوالګر شړلي دي

‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ملي شورا ته ویلي، چې سعودي عربستان په تېرو ۱۶ میاشتو کې ۵۰۳۳ پاکستانیان، چې زیاتره یې سوالګر وو، شړلي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له سعودي عربستان سربېره، په پنځو نورو هېوادونو کې ۳۶۹ نور کسان هم د سوال په تور نیول شوي او راشړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر اوسه ۵۴۰۲ پاکستانیان له سعودي عربستان، عراق، مالیزیا، عمان، قطر او اماراتو څخه شړل شوي، چې تر ټولو زیات یې د سند ایالت اوسېدونکي دي چې شمېر یې ۲۷۹۵ ته رسېږي، او پنجاب ته ۱۴۳۷ کسان شړل شوي دي.

وزیر یوازې د ۲۰۲۴ وروسته معلومات وړاندې کړي، که څه هم پارلمان ترې درې کلن راپور غوښتی و.

رحمت الله نبیل:افغانان د هغه سخت دریځه تفسیر شوي اسلام بیه پرې کوي، چې کلونه وړاندې عربي هېوادونو پیل کړی و

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل ویلي، چې د اسلام سخت‌دریځه او افراطي تفسیر، چې کلونه وړاندې په ځینو عربي هېوادونو کې پیل شوی و، اوس یې دروند بار د افغانانو پر اوږو ایښی دی.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا تندلاري افکار د کلونو راهیسې د «اسلام په خطر کې دی» او ورته شعارونو لاندې، د خلکو پر ذهنونو تپل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، هماغه هېوادونه، چې دا ډول افکار یې تمویل او ترویج کړل، اوس له دغې لارې شاتګ کوي او دین ته د زغم، عقل او انسانیت له نظره ګوري؛ خو افغانان لا هم له تاوتریخوالي، تفرقه، شاته پاتې‌والي او له ټولنیزو ناخوالو سره مخ دي.

نبیل ټینګار کړی چې اوس د بدلون وخت رارسېدلی، افغانان باید افراطیت ته شا کړي او دین له سیاسي او تاوتریخجنو تفسیرونو خلاص کړي.

جي‌شنکر امیرخان متقي ته:د هند او پاکستان جګړه کې دې غوڅ دریځ ستایم

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي‌شنکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره تلیفوني خبرو کې د نوموړي هغه دریځ ستایلی، چې پکې یې د افغانستان او هند ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره د ناسمو راپورونو له لارې وروستۍ هڅې رد کړې دي.

شنکر په دې خبرو کې د افغانانو د اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی.

هغه ویلي د ناسمو راپورونو له لارې هڅه کیده چې د هند او افغانستان اړیکې خرابې شي.

احمد مسعود؛له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره مشهد ته تللی

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د ایران مشهد ته تللی دی.

باوري سرچینې وایي، چې دی او یو شمېر نور سیاستمداران د ایران د حکومت په بلنه تللي دي.

ویل کېږي چې مسعود د سپاه پاسداران او د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم کتلي دي.

د معلوماتو له مخې، عطا محمد نور لا وار دمخه هلته رسېدلی دی.

زلېنسکي:پوتین خبرو ته حاضر نه شو او د استازي رالېږل یې نمایشي بڼه لري

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي روسیې سره د سولې خبرو لپاره ترکیې ته له رسېدو سره ویلي، چې د روسیې پلاوی نمایشي دی او په وینا یې اردوغان سره له لیدو وروسته به د خبرو په اړه پرېکړه وکړي.

زلېنسکي ټینګار کړی چې یوازینی کس چې خبرو ته یې ارزښت ورکوي، پوتین دی.

بل لورته روسیې ویلي چې پلاوی یې استانبول ته رسېدلی او جدي خبرو ته چمتو دی؛ خو د خبرو کره مهال نه دی اعلان شوی.

د فرانسې او استونیا چارواکو هم د پوتین نه‌شتون غندلی او ویلي یې دي چې کرملین د سولې په خبرو کې صادق نه دی.

د طالبانو حکومت:د واخان سړک دویم فاز چارې پیل شوې

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی، چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بروغیل تر بزهای سیمې پورې د جغلي سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت به ورغول شي.

دغه وزارت زیاتوي، چې یاد سړک به له بشپړېدو وروسته د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر مهمه لاره بدل شي.