شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 574

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو؛د افغان همکارانو د ژغورنې لپاره د ۲۰ زره ځانګړو ویزو غوښتنه کړې

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې نه په یوه رسمي لیک کې غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۶ کال بودیجه کې دې له امریکا سره د افغانان همکارانو لپاره ۲۰ زره اضافي ځانګړې ویزې تصویب کړي.

په لیک کې ټینګار شوی چې دا افغانان د طالبانو له‌خوا د جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې.

د افغان متحدینو د ملاتړ قانون له مخې، دا برنامه په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوې وه.

تر دې وړاندې، یو شمېر نور امریکایي چارواکو هم له حکومت غوښتي وو چې له افغان همکارانو سره بشري مرستې زیاتې کړي.

ای بي سي نیوز:د ټرمپ اداره پلان لري یو میلیون فلسطینیان له غزې لیبیا ته په دایمي ډول انتقال کړي

د امریکا ای‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د یوه پلان ارزونه کوي چې له مخې به یې تر یو میلیون پورې فلسطینیان د غزې تړانګې څخه لیبیا ته په دایمي ډول انتقال شي.

راپور زیاتوي، دغه طرحه جدي شوې او له لیبیايي چارواکو سره خبرې هم شوي؛ خو تراوسه نهايي توافق نه دی شوی.

په بدل کې امریکا ښايي د لیبیا کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

بل لورته حماس دا طرحه رد کړې او ټینګار یې کړی چې فلسطینیان یوازې خپله پرېکړه کوي.

ایران ته د احمد مسعود له سفر وروسته؛ټولنیزو رسنیو کې د مقاومت په نوم جبهې قوماندانان بیا را څرګند شول

په ټولنیزو رسنیو کې د مقاومت په نوم جبهې د دوو مخکښو قوماندانانو، خالد امیري او حسیب پنجشیري، تازه انځورونه خپاره شوي دي.

سرچینې وایي چې دا انځورونه نوي دي او دواړه قوماندانان دا مهال د افغانستان په غرنیو سیمو کې حضور لري.

حسیب پنجشیري په یوه ویډیو کې ویلي: «وطن مو د طالبانو تر اشغال لاندې دی او موږ د خپل وطن د آزادۍ لپاره مبارزه کوو.»

دا انځورونه وروسته له هغه خپریږي چې د دغه جبهې مشر احمد مسعود ایران ته سفر کړی دی او هلته یې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د یادونې ده چې خالد امیري او حسیب پنجشیري د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو غړي وو.

شیخ هبت‌الله؛تازه یو شمېر ګمارنې ترسره کړې

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په خپل حکومت کې یو شمېر ګمارنې ترسره کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د شیخ هبت‌الله په امر مولوي حبیب‌الله شاکر د بامیان د نوي امنیه قومندان په توګه، سید محمد حنیف عباده د سمنګانو امنیه قومندان په توګه او ملا رحمت‌الله ناظم د دفاع وزارت د توپچي ریاست رئیس په توګه ټاکلي.

امیرخان متقي، جي‌شنکر ته:پاکستان په بې اساسه څرګندونو غواړي د کابل او ډهلي اړیکې خرابې کړي

هندوستان ټایمز ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي‌شنکر سره په تلیفوني خبرو کې د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هند د افغانستان په خاوره د توغندیو برید کړی.

هندوستان ټایمز زیاتوي، چې متقي دا راپورونه «بې‌اساسه» بللي او ویلي، چې دا ډول هڅې د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره دي.

یادې رسنۍ دغه راز ویلي، چې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراخېدو، د سوداګرۍ د خنډونو د لرې کولو، او د افغان مهاجرو د مرستې پر اړتیا هم خبرې کړې.

هندوستان ټایمز زیاته کړې، چې په دې تلیفوني تماس کې جي‌شنکر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د ټول‌شموله حکومت جوړېدل ضروري دي، او باور لري چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ بل هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

ناسم خبر : «جنرال» مبین له زندان نه خوشې شوسم خبر: « نوموړی لاهم د طالبانو په زندان کې دی

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو لیکلي، چې «جنرال» مبین د طالبانو حکومت له زندان څخه خوشې شوی؛ خو تازه یو شمیر سرچینو حماسه میډیا ته ویلي چې نوموړی نه دی خوشې شوی او لاهم زنداني دی.

ټولنیزو رسنیو کې د «جنرال» مبین یوه زړه ویډیو لاس په لاس کیږي چې په کې لیدل کیږي نوموړی له زندان څخه خلاص شوی او پلویان یې هرکلی کوي؛ خو سرچینې وایي چې یاده ویډیو پخوانۍ ده.

تر دې وړاندې یو شمېر راپورونو کې ویل شوي چې «جنرال» مبین د طالبانو د حکومت له لوري په یونیم کال بند محکوم شوی دی.

جان بولټن:د ایران او امریکا ترمنځ روان مذاکرات هسې وخت تېرول دي

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، ایران د حماس ډلې له بریدونو وروسته سخت زیان لیدلی او اوس هڅه کوي چې د اسرائیل د احتمالي بریدونو مخه ونیسي.

بولټن وايي، د ایران نیابتي ډلې کمزورې شوې او د نفتو صادرات یې تر یوې کچې بندیزونو لاندې دي، چې له امله یې ایران سخت فشار احساسوي.

نوموړي زیاته کړې، ایران غواړي یو بهیر پیل کړي څو د خپلو اټومي تاسیساتو لپاره د اسرائیلي بریدونو مخنیوی وکړي؛ خو هېڅ داسې نښه نشته چې دې هېواد دې له اټومي وسلو د لاس اخیستو پرېکړه کړې وي.

بولټن دغه مذاکرات د وخت تېروونې لپاره د ایران کلاسیکه دیپلوماسي وبلله او ویې ویل، ایران ته د یورانیمو د غني‌سازۍ اجازه ورکول یوه مرګونې تېروتنه ده.

هغه دغه راز ویلي، د خلیج عربي هېوادونه به د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړلو هرکلی وکړي.

ډوناډ ټرمپ؛د خلیج هېوادونو تر سفر وروسته واشنګټن ته ستون شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د خلیج هېوادونو تر څلور ورځني سفر وروسته له ابوظبۍ څخه واشنګټن ته روان شو.

ټرمپ د دې سفر په ترڅ کې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

راپورونه وایي، د دغه سفر پر مهال ابوظبۍ ژمنه وکړه، چې د امریکا د انرژۍ په برخه کې به خپلې پانګونې په راتلونکې لسیزه کې ۴۴۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

د یادونې ده، چې ټرمپ په دې سفر کې له عرب هېوادونو سره په پراخه کچه تړونونه وکړل.

حبیب الرحمن حکمتیار: ځینې نا خبره دوستان باید د سلیقوي برخورد څخه ډډه وکړي

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار وایي، له پاکستان سره د افغانستان د یو ځای کولو د طرحې په اړه د ده پر پلار لګېدلي تورونه حقیقت نه لري.

نوموړی وایي، د ده پلار یوازې یو تحلیل کړی؛ نه پرېکړه او یو شمېر خلک د تحلیل د ارزولو پرځای عقدوي چلند کوي.

حکمتیار وایي، د ده پلار نه؛ بلکې اشرف غني پر فرضي کرښه معامله وکړه او پاکستان ته یې اجازه ورکړه چې اغزن تار تېر کړي.

نوموړي په پیغوریزه بڼه ویلي، هغه چې د ده په پلار نیوکه کوي، باید خپل ګرېوان کې وګوري، چې دوی څه کړي دي.

تر دې وړاندې د ګلبدین حکمتیار هغو خبرو ته، چې ګواکې د پاکستان تجزیه د افغانستان تجزیه ده؛ د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، چې حکمتیار له تېرو پنځو دېرش کالو راهیسې غوښتل ترڅو افغانستان د پاکستان برخه کړي.

له دوو اونیو ځنډ وروسته؛هند د افغانستان ۱۵۰ لاریو ته د واګه بندر له لارې دغه هېواد ته د داخلېدو اجازه ورکړه

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ تر حل وروسته، په لاهور کې ولاړو ۱۵۰ افغان سوداګریزو لاریو ته د واګه بندر له لارې هند ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه.

دا لارۍ چې تازه او وچه مېوه پکې بار وه، له تېرو دوو اونیو راهیسې بندر ته څېرمه درول شوې وې.

تر اوسه پنځه لارۍ هند ته داخلې شوي او تمه ده پاتې نورې هم په یوه اونۍ کې داخل شي.

دا پرمختګ د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو تر ټلیفوني خبرو وروسته شوی، چې د دواړو لورو له‌خوا رغوونکی بلل شوی دی.