یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 573

ټي‌ټي‌پي:د بلوچستان په نال سیمه کې څلور پاکستاني پوځیان مو ووژل

پاکستاني طالبانو ویلي، چې د بلوچستان په نال تحصیل سیمه کې یې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی.

سرچینې ویلي، چې په دې برید کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، چې دا بریدونه پر پوځ د دوی د روانو عملیاتو یوه برخه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې یو وار بیا قبایلي سیمو کې پر عامو خلکو بریدونه پیل کړي دي.

هندو ورځپاڼه:هند چمتو دی، چې له طالبانو سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره هر ډول ګام پورته کړي

هندو ورځپاڼې ویلي، د هند د بهرنیو چارو وزیر، جي شنکر، له طالب سیال امیرخان متقي سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې هند غواړي افغانستان ته خپلې بشري مرستې پراخې کړي.

سرچینې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې هند چمتو دی هر هغه ګام پورته کړي چې له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې امیرخان متقي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په اتمه، په دوبۍ کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د طالبانو د اړتیاوو یو لېست شریک کړی و، چې اوس هند د دغو غوښتنو ارزونه کوي.

دغه راز دواړو خواوو د ایران د چابهار بندر په تړاو هم خبرې کړي.

ورځپاڼې دغه راز زیاته کړې، چې هند ۱۶۰ افغان لاریو ته چې وچې میوې یې لېږدولې، د آتاري له بندر د تېرېدو اجازه ورکړه.

عباس عراقچي:امریکا د مذاکراتو بهیر اوږد او لا پیچلی کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې په امریکا کې جګړه‌طلبې او د دیپلوماسۍ ضد کړۍ هڅه کوي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو بهیر ګډوډ کړي.

نوموړي وویل، دا کړۍ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خطرناک اهداف تعقیبوي او هڅه کوي پر امریکایي سیاست‌والو منفي اغېز پرېباسي.

عراقچي همداراز ویلي چې امریکایي چارواکي له داخلي فشارونو سره، هر ځل د مذاکراتو لپاره نوې چوکاټونه ټاکي، چې دا کار د خبرو اترو بهیر اوږدوي او وخت ضایع کوي.

هغه د امریکا د چارواکو دریځونه «متناقض» وبلل او ویې ویل چې دا ډول ضد و نقیضې څرګندونې د مذاکراتو مسیر لا پیچلی کوي.

هند:واګه بندر کې د افغانستان د وچو مېوو بندو لاریو ته دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکوو

هندي چارواکو منلې، چې د افغانستان له وچې مېوو بار هغو ۱۶۲ لاریو ته به اجازه ورکوي، چې واګه بندر کې بندې پاتې دي.

هندي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دوی په واګه‌ـ‌اتاري بندر کې د افغانستان لاریو ته اجازې ورکولو سره کومه ستونزه نه لري.

دا لارۍ د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې له کبله بندې پاتې وې.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د هند د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم په دې اړه خبرې کړې وې.

عبدالحکیم شرعي؛د نړۍوال حقوقي فورم ۱۳مه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی

د طالبانو حکومت د عدليې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي روسیې سن پټرزبرګ ښار ته تللی، څو د نړۍوال حقوقي فورم په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړي.

د عدليې وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړی به په دغه درې ورځني فورم کې د قوانینو د څرنګوالي، نړۍوالو قوانینو کې د اصلاح اړتیا، د عدالت د تامین، او د نړۍوال تعامل په برخه کې د طالبانو حکومت دریځ تشریح کړي.

تمه ده چې دا غونډه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي، او پکې به د بېلابېلو هېوادونو حقوقي استازي او کارپوهان برخه واخلي.

مسعود پزشګیان:خبرو ته چمتو یوو؛ خو د ټرمپ له ګواښونو هم وېره نه لرو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، دوی له امریکا سره خبرو ته چمتو دي، خو هیڅ وخت به د ټرمپ له ګواښونو ونه وېرېږي.

هغه ویلي، هېواد یې د جګړې پلوی نه دی؛ خو له خپلو حقونو هم نه تېرېږي.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د عمان او ایټالیا په کوربه توب څو پړاوه خبرې ترسره شوې دي.

قزاقستان:د قوشتیپې کانال جوړول به زمونږ د اوبو امنیت زیانمن کړي

‏د قزاقستان د اوبیزو سرچینو وزارت مرستیال، اسلان عبدالرحیم‌اوف وايي، چې د قوش تېپې کانال له جوړېدو سره به د دوی د اوبو امنیت زیانمن شي.

نوموړي ویلي، دا چاره پر ارال بحیرې او سیر دریا بده اغېزه کوي، چې له امله یې د دوی اوبه زیانمنیږي.

تر دې وړاندې هم د یاد هېواد چارواکو د قوش تېپې کانال جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت تل ویلي، چې دوی د دغه کانال جوړېدو ته ژمن دي.

شاه‌محمود قریشي؛د زړه د حملې له کبله له زندان څخه روغتون ته وړل شوی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر او د دغه هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زړه ناروغۍ له امله له زندانه روغتون ته لېږدول شوی دی.

نوموړي نن سهار د لاهور په زندان کې د زړه سخت دردونه حس کړي، چې وروسته پي آی سي روغتون ته وړل شوی.

قریشي د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل میاشتې د بهرنیو چارو وزیر و؛ خو د عمران خان د پلویانو په لاریونونو کې د ګډوډۍ له امله بندی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې عمران خان تازه د حکومت سره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا ښودلې.

د یادونې ده چې له قریشي سره یو ځای د PTI ګڼ شمېر مشران لا هم بندي دي.

لغمان؛د کور خاوند هغه طالب وژلی، چې کورته یې په پټه اوښتی و

د لغمان الینګار ولسوالۍ په سلینګار کلي کې یو سړي هغه طالب ویشتلی، چې د شپې یې په پټه کور ته اوښتی وو.

ځایي سرچینې وایي، چې وژل شوی کس جمیل احمد نومیږي، چې د ضیاءالله سنګري د ډلې کس او د استخباراتو غړی وو.

تر اوسه دا لانه ده معلومه چې یاد کس ولې په پټه یو کور ته اوښتی وو.

د معلوماتو له مخې، طالبانو د یاد کور خاوند نیولی دی.

امیرخان متقي؛د عباس عراقچي په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه تهران ته تللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې له نوموړي سره په دې سفر کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم ملګری دی.

تکل زیاتوي، چې امیرخان متقي به د تهران د خبرو اترو فورم کې ګډون وکړي او له خپل ايراني سيال او نورو لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخيزو اړيکو په اړه به بحثونه وکړي.