پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 572

د یو شمېر هېوادونو ګډه اعلامیه؛د ملاهبت الله او عبدالحیکم حقاني د نیول کېدو له حکم ملاتړ کوو

یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په تړاو خپره شوې اعلامیه کې یو وار بیا د جرمونو نړیوالې محکمې د یو څارنوال له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې ویلي یې وو د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله او د سترې محکمې قاضي القضات عبدالحکیم حقاني باید ونیول شي.

فرانسه، ډنمارک، یونان، ګویانا، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالئون، اسلووني او برېټانیا هغه هېوادونه دي، چې د دغې پرېکړې هرکلی یې کړی.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې اوس مهال ښځې او نجونې له ژوند منع شوې او د دوی غږ خاموش دی.

اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو مشر له خپلو حقونو څخه د ښځو د منع کولو لپاره لږ تر لږه ۸۰ فرمانونه صادر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې یو څارنوال کریم خان ویلي وو، چې د طالبانو مشر او د سترې محکمې قاضي القضات باید ونیول شي.

اتونبایووا:افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي؛ خو دا انتخاب د طالبانو د حکومت په لاس کې دی

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره روزا اتونبایووا وايي، افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي؛ خو دا انتخاب د طالبانو د حکومت په لاس کې دی، چې دوی له نړۍ سره یوځای کېدل غواړي او که نه.

نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دغه راز ویلي، چې که افغانستان کې د یوناما ماموریت ونه غځول شي او له افغانانو سره مرستې ونه شي؛ نو د افغانستان وضعیت به نور هم سخت شي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم ویناوې وکړې.

نصیر احمد فایق د امنیت شورا ناستې ته:افغانستان لا هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ډېر زیانمن دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق له امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

نوموړي د جرمونو د نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د طالبانو مشرانو ته د قانوني تعقیب غوښتنه کوي.

هغه ویلي، چې د طالبانو چلند د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو خلاف دی.

هغه ټینګار کړی چې بدني مجازات، صحرایي اعدامونه، خپل‌سري نیونې او شکنجه په پراخه کچه د ښځینه فعالانو، خبریالانو، پخوانیو دولتي چارواکو او د امنیتي ځواکونو د غړو پر ضد کارول کېږي.

فایق د طالبانو له لوري د سرتاسري امنیت د تامین ادعا ته په اشارې ویلي، چې افغانستان لا هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ډېر زیانمن دی.

ښاغلي فایق د طالبانو ضد وسلوالو ډلو یادونه هم کړې او ویلي چې د طالبانو د سیاستونو له امله د دغو ډلو فعالیتونه او نفوذ پراخ شوی دی.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی:په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي غړي او نورې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې پاکستان بې‌ثباته کړي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان د طالبانو له غیر رسمي ملاتړ څخه برخمن دی.

نوموړي ویلي، ټي‌ټي‌پي چې شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي لري او په افغانستان کې تر ټولو لویه فعاله ترهګره ډله ده.

هغه ادعا کړې چې یادې ډلې د پاکستان پولې ته نږدې خوندي پناه‌ځایونه جوړ کړي او پر ملکي وګړو او دولتي ادارو یې بریدونه ترسره کړي دي.

منیر اکرم دغه راز ویلي، چې دوی داسې شواهد لري چې ښيي د طالبانو چارواکو نه یوازې له پولې هاخوا بریدونه تحمیل کړي، بلکې په هغو بریدونو کې هم‌لاسي هم دي.

هغه زیاته کړې، چې د ټي‌ټي‌پي غړي او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې هڅه کوي چې پاکستان بې‌ثباته کړي او د چین ـ پاکستان اقتصادي همکاریو ته د ترهګریزو عملیاتو له لارې زیان ورسوي.

واسیلي نبنزیا:نړیواله ټولنه دې له فشار او باج اخیستو پرته له طالبانو سره همکاري وکړي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا ویلي، چې له طالبانو سره له همکارۍ پرته هېڅ بدیل نشته او دا تګلاره باید د نړیوالې ټولنې د رغنده تعامل او د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د درناوي پر بنسټ ولاړه وي.

هغه ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره رغنده تعامل ولري او تعامل باید له هر ډول فشار او باج اخیستلو پرته وي.

هغه د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بللی او ویلي، چې د داعش په ګډون یو شمېر نورې ډلې هڅه کوي وضعیت بې‌ثباته کړي او نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه کمزورې کړي.

هغه همداراز په افغانستان کې د امریکا په پاتې شویو وسلو اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د نامعقولو فشارونو پر ځای، د عملي حل‌لارو او له طالبانو سره د همکارۍ له لارې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره کار وکړي.

عمان ته د متقي سفر؛امیرخان متقي د عمان د شاهي دولت د بهرنیو چارو له وزیر وغوښتل چې دوه اړخیزې اړیکې ورسره پیل کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په پلازمېنه مسقط کې کتلي.

دواړو لوریو په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د نوي پړاو د پرانیستلو ډاډ یې ورکړی.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي د افغانستان د جګړو پای ته رسېدل او د متوازنو نړیوالو اړیکو رامنځته کول د طالبانو د حکومت مهمې لاسته راوړنې بللې.

هغه د عماني پانګوالو لپاره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مهم بللي او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو غوښتنه یې کړې.

دغه راز په دې لیدنه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لا پیاوړې کول غواړي.

خلیلزاد: پاکستان د فرضي کرښې اوږدو کې ځکه جګړه اوږدوي چې طالبان هلته پوستې جوړې نکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پاکستان غواړي چې افغان لوری د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې امنیتي پوستې جوړې نه کړي او اوسنۍ جګړه هم د همدې موخې لپاره دی.

د هغه په خبره، پاکستان د فرضي کرښې غاړې ته پوستې لري؛ نو طالبان یې ولې باید ونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ نښتې شوې دي.

ایران:د افغانستان د امنیت تامین کې همکاري ته ژمن یوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو سره په خبرو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ایران د افغانستان د امنیت د تامین په برخه کې همکاري ته ژمن دی.

اسماعیل بقایي یو خبري کنفرانس کې که څه هم طالب چارواکو سره د خبرو په اړه جزیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي دي چې له طالب چارواکو سره خبرې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ایران یو ښه دوست هېواد بللی وو.

مارکو روبیو:په رسمي ډول مو د امریکایي پراختیایي مرستو ادارې ۸۳ سلنه برخې وتړلې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی، چې د ټرمپ حکومت له درې اوونیو ارزونې وروسته، د نړیوالې پراختیايي ادارې ۸۳ سلنه پروګرامونه په رسمي ډول تړلي.

د هغه په خبره، دا برخې د امریکا په ګټه نه وې.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی یوازې د دغې ادارې ۱۸ سلنه برخې پرېږدي او دغه راز یې ورسره ۵۲۰۰ قراردادونه هم لغوه کړي دي.

روبیو وايي، د یادې ادارې پرېښودل شوې برخې به هم تر جدي څار لاندې وي.

د تورخم د خلاصون لپاره د پاکستاني لوري غوښتنه؛تاسیسات به د اسلام اباد په خوښه جوړیږي

یو شمېر باوري سرچینې وايي، چې پاکستان د طالبانو له حکومت غوښتي، ترڅو تورخم کې د هر ډول تاسیساتو جوړېدو لپاره اسلام اباد په جریان کې کړي.

سرچینې وايي، چې دا غوښتنه د تورخم دروازې پرانېستو په اړه په دویمه ناسته کې شوې ده.

د معلوماتو پر اساس، په پام کې ده، چې د طالبانو حکومت د پاکستان د دغو غوښتنو په اړه پرېکړه وکړي.

د یادونې ده، چې تورخم لار له نږدې دوه نیمو اوونیو راهیسې تړلې ده.