پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 571

پر جعفر ایکسپریس اورګاډي برید؛۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۸۲ نور کسان برمته شوي دي

0

د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې ویاند جیاند بلوڅ ویلي، چې اوس مهال د جعفر ایکسپریس اورګاډي ۱۸۲ تنه مسافر له دوی سره دي، چې زیاته برخه یې د پاکستان ځواک، نیمه ځواکونه او د ای ایس ای کسان دي.

جیاند بلوڅ ویلي، یو شمېر کسان یې خوشې کړي، چې ډېر یې ښځې، ماشومان او عام بلوڅان وو.

نوموړی وایي، دغه برید کې یې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي.

امریکا؛د ترکمنستان لپاره د پاکستان سفیر له خپل هېواد شړلی

0

امریکا په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر خپل هېواد ته له ننوتو منع کړی او هغه یې له لاس انجلس بېرته درېیم هېواد ته ډیپورټ کړی دی.

پاکستاني رسنیو دا یوه غیر عادي پېښه بلې او ویلي یې دي، چې تر اوسه یې دلیل معلوم نه دی.

بل لورته یو شمېر را،پورنه وايي، د امریکا د کډوالۍ سیسټم د احسان واګان په دوسیه کې “د ویزې مشکوک سوابق” موندلي.

د امریکا حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلوچستان؛بلوڅو پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید کړی چې څلور سوه مسافر یې برمته نیولي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو د پاکستان پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید مسوولیت منلی.

یادې ډلې ویلي، چې په دغه برید کې یې د پاکستان شپږ پوځیان وژلي او تر ۴۰۰ زیات مسافر بیا د اورګاډي دخرابېدو له کبله حصار پاتي.

یادې ډلې ویلي، چې ټول مسافر یې نیولي او خبرداری یې ورکړی، چې که نظامي عملیات پرې پیل شول، نو دوی به ووژني.

د پاکستان حکومت هم یاده پېښه منلې او ویلي یې دي، چې دا اورګاډی له بلوچستان څخه پېښور ته پر لاره وو.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی:د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه غیر شرعي دي

ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې افغانستان کې د ښځو وضعیت سخت شوی.

هغه د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه غیر شرعي بللي دي او زیاته کړې یې ده، چې دا بندیزونه هیڅ شرعي اساس نه لري.

هغه ویلی، دوی له طالبانو غواړي چې د ښخو د حقونو ورکړې په اړه جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي د افغغانستان امنیتي وضعیت هم متزلزل ښودلی.

کرمه ـ صدۍ ولسوالۍ؛څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي

0

ټي ټي پي ډلې کرمې په صدۍ ولسوالۍ کې د پوځ پر کاروان برید کړی، چې څلور پوځیان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې په دغه برید کې د پوځ یو موټر هم ویجاړ شوی او ټي ټي پي ډلې یو شمېر مهمات هم نیولې دي.

د یادونې ده، چې دې وروستیو کې په بلوچستان او د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې بریدونه زیات شوي دي.

ملګرو ملتونو؛له اسرائیل غوښتي چې غزې ته د مرستو رسولو اجازه ورکړي

0

ملګرو ملتونو یو وار بیا له اسرائیل غوښتي چې غزې ته د مرستو رسولو اجازه ورکړي.

د یاد سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وایي، په داسې حال کې چې غزه کې دوه میلیونه وګړي، خوراکي توکو، درملو او برېښنا ته اړتیا لري؛ خو اسرائیل ورباندې مرستې بندې کړې دی.

هغه غوښتته کړې چې دا بندیز باید پای ته ورسیږي.

احمد الشرع؛د یاد هېواد دموکراتیک ځواکونو سره تړون لاسلیک کړ

0

د سوریې نوي حکومت د یاد هېواد دموکراتیک ځواکونو سره تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون پر اساس به یاد ځواکونه د احمد الشرع تر مشري لاندې د سوریې په نوي حکومت کې مدغم کېږي.

دا تړون تېره ورځ لاسلیک شوی.

د یادونې ده چې د سوریې دموکراتیک ځواکونه د امریکا له ملاتړ هم برخمن دي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت:د افغانستان په خاوره کې ټاپي پروژې چارې اته کیلو متره مخ ته تللي

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، چې افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې ۸ کیلو مټره مخ ته تللې دي.

د یاد وزارت ویاند وايي، اوس مهال اقلیمي شرایط لږ سخت دي او د هوا په ښه کېدو سره به د دغې پروژې چارې لا ګړندۍ شي.

افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې څه موده وړاندې پیل شوې وې، چې د نامناسبو اقلیمي شرایطو له کبله ورو روانې وې.

عبدالسلام حنفي:کابل او اسلام اباد کولای شي خپلې اړیکې پیاوړې کړي

په داسې حال کې، چې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې پاکستاني لوري د تورخم لار تړلې؛ د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، پاکستان او افغانستان کولای شي، چې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

هغه اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب سره کتنه کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان د دوه ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو په توګه د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګڼ ګډ ظرفیتونه لري.

هغه له سفارت او کونسلګریو وغوښتل چې پاکستان کې د افغانانو ستونزو د حل لپاره هم هلې ځلې وکړي.

د سعودي ولیعهد زلینسکي سره لیدنه کې:د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کوو

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوکراین جګړې په پای ته رسېدو خبرې کړې.

په دې لیدنه کې محمد بن سلمان ویلي، چې هېواد یې د اوکراین جګړې د حل لپاره خپلې هلې ځلې نه پرېدي.

د یادونې ده، چې سعودي عربستان د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو په اړه د خبرو کوربه دی.