پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 570

میدان وردګ؛د خپل منځي شخړې له کبله یو پلار ټپي او دوه زامن یې وژل شوي

میدان وردګ کې د خپل منځي شخړې له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا شخړه د سید اباد ولسوالۍ د شنیز درې اړوند جنګجای سیمه کې د ځمکې پر سر رامنځته شوې، چې په پایله کې یې پلار ټپي او د هغه دوه زامن وژل وي.

دا نښته د سیمې اوسېدونکو او مېشتو کوچیانو ترمنځ رامنځته شوې ده.

څېړونکي:امریکا ته سپارل شوی شریف الله د کابل پر هوايي ډګر د شوي برید اصلي طراح نه دی

له نشه‌یي توکو سره د ایران د مبارزې کمېسیون مشر حسین ذوالفقاري ادعا کوې چې نشه‌یي توکي افغانستان کې دننه په پټ ډول تولیديږي.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال هیروین او متامفتامین افغانستان کې په ځمکتلو کې تولیديږي.

هغه ویلي، دا یو جدي مسئله ده او مخه یې باید ونیول شي.

ذوالفقاري وایي، دوی له افغانستان سره دوه کیلو متره ګډه پوله لري او اوس مهال له یو لوري مدیریت کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې تل دا ډول ادعاوې ردوي.

ایران:افغانستان کې اوس هم نشه‌یي توکي تولیديږي

له نشه‌یي توکو سره د ایران د مبارزې کمېسیون مشر حسین ذوالفقاري ادعا کوې چې نشه‌یي توکي افغانستان کې دننه په پټ ډول تولیديږي.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال هیروین او متامفتامین افغانستان کې په ځمکتلو کې تولیديږي.

هغه ویلي، دا یو جدي مسئله ده او مخه یې باید ونیول شي.

ذوالفقاري وایي، دوی له افغانستان سره دوه کیلو متره ګډه پوله لري او اوس مهال له یو لوري مدیریت کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې تل دا ډول ادعاوې ردوي.

د امریکا د پوهنې وزارت:په بشپړ ډول د دغې ادارې د تړلو د مخنیوي لپاره خپل نږدې نیمايي کارکوونکي له دندو لرې کوي

0

د امریکا د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې په بشپړ ډول د دغې ادارې د تړلو د مخنیوي لپاره به خپل نږدې نیمايي کارکوونکي له دندو لرې کړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاره د دغه وزارت د یو شمېر برخو د لغوه کولو وروستۍ مرحلې په توګه ترسره کوي.

د یاد وزارت وزیرې ویلي، چې په دې لړ کې به ۲ زره او ۱۸۳ کار کوونکي له دندو لرې کړي.

د یادونې ده، چې ټرمپ وايي، دا کار د ګټور مدیریت او رهبري په موخه ترسره کوي.

د چمن په سرحد کې؛د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر افغان مسافرو برید کړی

د تورخم دروازې د اوږدې مودې بندیدو له امله یو شمېر افغان مسافرو چې غوښتل یې د کوټې له لارې د چمن په سرحد پاکستان ته لاړ شي، د پاکستاني سرحدي ځواکونو د برید لاندې راغلي.

دغه برید تلفات هم لري؛ خو د کره شمېر په اړه یې تر دې دمه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې له تېرو دوه اونیو راهیسې د تورخم لار پاکستاني لورې تړلې.

بلوڅ ازادي غوښتونکي:که پاکستان او چین د دوی له سیمې په شا نشي، نو دوی به خپله سیمه د دوی لپاره هدیره وګرځوي

0

بلوڅ ازادي غوښتونکو چین ته ګواښ کړی، چې که د دوی له سیمې په شا نشي، نو دوی به خپله سیمه د پاکستان د پوځ او چینايي وګړو لپاره هدیره وګرځوي.

بلوڅان تل ادعا کوي، چې پاکستان یې کانونه د چینايي اینجینرانو پر مټ چور کوي او د دوی له طبیعي زېرمو ګټه اخلي.

د یادونې ده، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې تېره ورځ بولان کې د پاکستان پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید وکړ، چې د پاکستان د پوځ، نیمه ځواک او ای ایس ای د کسانو په شمول یې سلګونه مسافر برمته کړل.

دوی له دغه برمته شویو کسانو څخه د ۱۱ پاکستاني پوځیانو د وژنې خبر هم ورکړی دی.

ننګرهار ـ رودات؛یو پلار خپله ۱۶ کلنه لور یو سپین ږیري ته د جبري نکاح، له انکار وروسته، په ډزو وژلې

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یو پلار خپله هغه ۱۶ کلنه لور په ډزو وژلې چې له جبري نکاح یې انکار کړی و.

حماسه ميډیا ته د روداتو د ابو یحیی خیراباد او میرانو سیمې سره نږدې د کډي جان خان کلي اوسېدونکو تایید کړې چې په دغه کلي کې یو پلار خپله ۱۶ کلنه لور وروسته له هغې په ډزو وژلې چې د یو خوستي سپین ږیري ته د ۵۰۰ سوه زرو افغانیو په بدل کې ورکړل شوې وه.

دغې سرچینې ویلي چې د دغې مقتولي نجلۍ قاتل پلار وروسته د خپلې لور د وژلو خوست ته تښتېدلی.

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت ځایي مسولینو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

مارکو روبیو:داسې ښکاري، چې د اوکراین چارواکي د جګړې د ختمولو لپاره یو قدم نور هم نږدې شوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو وايي، داسې ښکاري، چې د اوکراین چارواکي د جګړې د ختمولو لپاره یو قدم نور هم نږدې شوي دي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې اوس مهال « توپ د روسیې په میدان کې دی»

که څه هم روبیو په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي؛ خو د یادونې ده، چې نوموړی اوس مهال سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې د ختمولو په اړه له ښکېلو لوریو سره په خبرو بوخت دی.

د ننګرهار سوداګرۍ خونه:د تورخم لارې د پرانېستو په اړه نن یو وار بیا ناسته کېږي

د ننګرهارې د پانګونې او سوداګرۍ خونه وايي، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي یو وار بیا د تورخم دروازې د پرانېستو په اړه ناسته کوي.

دا ناسته به نن د افغانستان پر وخت له غرمې وړاندې یوولس بجې ترسره شي.

تر دې وړاندې په دې اړه شویو ناستو کومه پایله نه ده ورکړې.

د کابل د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست:د قوش تېپې کانال شاوخوا د زرغونتیا لپاره مو د سنځلو تر ۴۰۰ زرو زیات نیالګي راټول کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کابل ولایت کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د قوش تېپې کانال شاوخوا د زرغونتیا لپاره یې د سنځلو تر ۴۰۰ زرو زیات نیالګي راټول کړي دي.

یاد ریاست ویلي، چې دا ډول پروګرامونه به راتلونکي کې هم دوام ومومي.

دا اقدام د قوش تېپې د شاوخوا ځمکو د خړوبتیا، د تخریب ساحو کموالی او د ځمکې کلکېدو لپاره اخیستل شوی دی.