جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 561

خواجه اصف:د پاکستان د ثبات دښمنان په افغان خاوره کې هم خوندي نه دي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف اخطار ورکړی، چې د افغانستان خاوره کې به د وسله والو پر وړاندې اقدام وکړي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان د امنیت لپاره هیڅ مصلحت او دوستي ځای نه لري.

خواجه اصف پرون په دې اړه جوړې شوې ناستې ته ویلي، چې د امنیت په برخه کې نرم چلند د پاکستان په زیان دی او دی له هرې ویرې پرته خپل دوښمن پسې هر ځای ورځي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل وايي، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

سیف الاسلام خیبر:له فلسطین وروسته د سعودي وار دی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند په سعودي عربستان نیوکه کړې، چې پر اسرائیلو یې د یمن یو شمېر توغندیو د توغولو مخنیوی کړی.

سیف الاسلام خیبر ویلي، چې د سعودي وار به هم را ورسېږي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو حکومت یو رسمي ویاند په رسمي ډول په عربستان نیوکه کوي.

د یادونې ده، چې سعودي تېره شپه ناوخته د یمن له لوري د یو شمېر توغول شویو توغندیو مخنیوی کړی او په خپله فضا یې شنډ کړي دي.

د اکراین کړکیچ؛امریکایي او روسي ولسمشرانو په اوربند او مهمو مسایلو خبرې وکړې

0

روسیه وایي ، ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبې له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه له وړاندیز سره موافقه وکړه چې د اوکراین پر زیربناوو او د انرژۍ پر تاسیساتو به د راتلونکې یوې میاشتې لپاره بریدونه نه کوي.

څو شیبې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوې خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې، دواړه هیوادونه پلان لري چې د منځني ختیځ په یوه هیواد کې سمدستي د اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي.

کرملین ټینګار کړی چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د استولو د بندولو غوښتنه کړې او د یوې تلپاتې موافقې د ترلاسه کولو لپاره یې د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندول یې یو اساسي شرط ګڼلی دی.

د ټرمپ او پوتین تر منځ له دوه ساعته خبرو وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو په اوکراین کې د سولې او اوربند پر اړتیا خبرې وکړې.

یمن؛د اسرائیل په یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه کړي

0

بهرنیو رسنیو راپورونه ورکړي، چې یمن پر اسرائیل توغندیز بریدونه کړي.

دا توغندي د اسرائیل په اشغال کړیو شمالي سیمو لګېدلي.

تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت؛په تېرو شپږو میاشتو کې د سل میلیونه افغانیو په لګښت ۴۳ مدرسې جوړې کړې

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د پوهنې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۳ مدرسې جوړې کړې او د درې مدرسو چارې یې پیل کړې دي.

پر دغو مدرسو تر سل میلیونه افغانیو زیات لګښت راغلی، چې په بامیان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، کاپیسا، فراه، بدخشان، بغلان، خوست، غزني، لغمان او میدان وردګ ولایتونو کې جوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته، د ښونځیو پر ځای مدرسې زیاتې شوې دي.

جنوبي وزیرستان؛تیارزۍ ولسوالۍ کې د پوځ پر موټر چاودنه کې لس پوځیان وژل شوي

0

د جنوبي وزیرستان په تیارزۍ ولسوالۍ کې د پوځ په موټر چاودنه شوې، چې لس پاکستاني پوځیان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

په ورته مهال بیا د همدې ولسوالۍ په خېسور سیمه کې هم یو پوځي وژل شوی دی.

د یادونې ده چې ټي‌ټي‌پي ډلې د یادو دواړو بریدونو مسوولیت منلی.

د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غزه؛د اسرائیل د بریدونو له کبله تر اوسه ۴۱۹ کسان وژل شوي

0

پر غزې د اسرائیل د بریدونو له کبله تر زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دغو بریدونو کې تر اوسه ۴۱۹ تنه وژل شوي او ۵۳۰ نور ټپیان دي.

راپورونه وايي، چې ښايي د قربانیانو شمېر تر دې نور هم لوړ شي.

بل لورته اسرائیل په جبري ډول د غزې خلکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.

پاپ فرانسس:د نړۍ خلک دې نور دا ویجاړونکې جګړې پای ته ورسوي

0

د نړۍ د کاتولیک مذهب مشر پاپ فرانسس د خپلې ناروغۍ له بستر څخه په را استول شوي پیغام کې د نړۍ له خلکو غوښتي چې نور دا ویجاړونکې جګړې پای ته ورسوي.

نوموړي په یو لیک کې ویلي، بشر ارام فکر، ښه احساس او سوکالي ته اړتیا لري او جګړه یوازې انساني ټولنه، او چاپیریال له منځه وړي.

د یادونې ده، چې نوموړی له څو اوونیو راهیسې د سختې ناروغۍ په بستر ساه اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:پر غزې د اسرائیل بریدونه په کلکو ټکو غندو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسرائیل بریدونه وغندل.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا له ټولو انساني ارزښتونو سره په ټکر کې ده.

اعلامیه کې له اغېز لرونکو هېوادونو غوښتل شوي، چې د فلسطین له خلکو څخه خپل کلک ملاتړ وکړي.

دوی د فلسطین د خلکو له مبارزې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د دوی حکومت دا د غزې او فلسطین د خلکو مسلم حق بولي.

د طالبانو د مالیې وزارت:هغه اوازې بې بنسټه دي چې ګواکې د دولتي کارکونکو تنخواوې کموي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د دولتي کارکونکو تنخواوې کموي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه خپرې شوې اوازې او لیستونه هیڅ حقیقت نه لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دولتي کارکونکو معاشونه به په همدې اوونۍ کې د پخوا په څېر ورکړل شي.

تر دې وړاندې داسې اوازې وي، چې ګواکې د دولتي کارکوونکو معاشونه کم شوي دي.