جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 558

سرچینې:د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته راغلی

سرچینې وایي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته راغلی.

سرچینو ویلي، چې صادق خان به د طالبانو حکومت له مشرانو سره د لیدنو او خبرو اترو ترڅنګ، د سرحدي همغږۍ په ناسته کې هم ګډون وکړي.

تر اوسه د نوموړي د لیدنو جزئیات نه دي خپاره شوي.

د یادونې ده چې دا د صادق خان دوهم سفر دی چې په وروستیو درې میاشتو کې یې کابل ته کوي.

ټي‌ټي‌پي؛له خپلو ملاتړو غوښتي، چې د برېښنایي پیسو له لارې یې ملاتړ وکړي

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې د لومړي ځل لپاره له خپلو پلویانو په برېښنایي ډول د مالي ملاتړ غوښتنه کړې.

دوی د کریپټو والټ، پي پال یوزرنیم او د ټلګرام ادرس خپور کړی او غوښتنه یې کړې چې د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره د QRکوډ هم وکاروي.

دا لومړی ځل دی،.چې ټي ټي پي د دغه ډول ملاتړ غوښتنه کوي.

غزه؛اسراییلو په روانو بریدونو کې تر اوسه ۵۹۱ کسان وژلي

0

غزه کې د اسراییلو له لوري په روانو بریدونو کې تر اوسه ۵۹۱ کسان وژل شوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، وژل شویو کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

که څه هم ګڼو اړخونو د یادې جګړې درېدو غوښتنه کړې؛ خو اسرائیل لاهم دا جګړه نه ده درولې.

د مقاومت په نوم جبهه:په ۱۴۰۳ کال کې مو ۶۵۱ طالب سرتېري وژلي او ۵۷۹ نور مو ټپیان کړي دي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې ۶۵۱ طالب سرتېري وژلي او ۵۷۹ نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا مرګ‌ژوبله یې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې طالبانو ته اړولې ده.

دغې جبهې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د ۴۰۱ بریدونو له لارې یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي او په دغه بریدونو کې ملکیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو د مقاومت او ازادۍ په نوم جبهې د ملکي وګړو پر وژنه تورنې کړې وې؛ خو دواړو جبهو دغه ادعاوې رد کړې وې.

معصوم ستانکزی:هیله ده چې د نوي کال په مناسب د ښځو دردناک محرومیتونه پای ومومي

‏د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي هم هیله ښودلې، چې د نوي کال په راتګ سره د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي.

نوموړي پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د هېواد د خلکو ویاړ او وقار د عدالت په رڼا کې دی، نه په منافقت او خود غرضي کې.

تر دې وړاندې ګڼو نورو پخوانیو چارواکو هم د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې د نوي کال راتګ سره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

عمر داودزی: ملا هبت الله اندیښمن دی چې ټرمپ به څه ورسره کوي

د افغانستان د جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی محمد عمر داوودزی وايي،دطالبانو لخوا په افغانستان کې د امریکایي بندي جورج ګلزمن سمدستي خوشې کیدل دا په ډاګه کوي چې طالبان د واشنګټن د خوشالولو لپاره هر کار کوي.

ښاغلی داوودزی وایي د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه ” اندېښمن دی چې هغه به له دوي سره څه وکړي”.

د پخواني حکومت د دغه لوړپوړي چارواکي په وینا، طالبان هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې امریکا خوشاله وساتي.

د محمود شاه حبیبي ورور:امریکا راسره ژمنه کړې چې د محمود شاه د خلاصون په اړه یې د طالبانو سره خبرې روانې دي

د طالبانو له حکومت سره د بندي محمود شاه حبیبي ورور وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورسره ژمنه کړې چې په دې اړه یې د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.

احمد شاه حبیبي ویلي، دوی تمه لرله، چې ورور به یې له نورو امریکایي بندیانو سره یوځای ازاد شي.

هغه ویلي چې لاهم نوموړی د طالبانو په بند کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې له یوه امریکايي پلاوي سره کابل ته راغلی او د طالب چارواکو سره د بندیانو پر خلاصون تر خبرو وروسته د طالبانو حکومت یو تن امریکایي بندي جورج ګلیزمن له دوه کاله بند وروسته له بنده خوشې کړ.

ولادمیر پوتین؛د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ټیلفوني خبرې کړې

0

‏د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ټیلفوني خبرې کړې.

دیمتري پیسکوف ویلي، چې پوتین په دې خبرو کې له احمد الشرع سره د همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د الشرع له هڅو مننه کړې.

د یادونې ده چې د سوریې پخواني ولسمشر بشارلاسد هم روسیه کې پناه اخیستې.

د امریکایي پلاوي له خبرو سره هم‌مهاله؛د طالبانو حکومت امریکایي بندي له زندان څخه آزاد کړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په یو بشر دوستانه اقدام کې یې یو تن امریکایي بندي جورج ګلیزمن له دوه کاله بند وروسته له بنده خوشې کړ.

بل لورته د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې نن له یوه امریکايي پلاوي سره کابل ته راغلی او د بندیانو پر خلاصون یې خبرې کړي، ددې خبر پخلی یې کړی.

ښاغلي خلیلزاد په ​​ایکس کې لیکلي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لور د “ښه نیت د څرګندولو” په توګه ترسره شوی.

هغه ویلي، چې ټرمپ ته په بهر کې د توقیف شویو امریکایانو خوشې کول او بیرته ستنیدل په لومړیتوب کې ځای لري.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛تېره ورځ ۶ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

تېره ورځ ټي‌ټي‌پي ډلې د پاکستاني پوځیانو خلاف ۶ بریدونه کړي.

دا بریدونه په دېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، خیبر او یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي.

په دغو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

یادې ډلې ویلي، چې بریدونو کې یې د پوځیانو یو شمېر وسایط هم ویجاړ کړي.