دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 553

اکسیوس:ایلن ماسک او د امریکا د خزانې وزیر له یو بل سره لفظي شخړه کړې

0

اکسیوس راپور ورکړی، چې ایلن ماسک او د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بنسټ له یو بل سره لفظي شخړه کړې.

دا شخړه په سپینه ماڼۍ کې د یاد وزارت د مشرۍ پر سر رامنځته شوې.

راپور کې راغلي، چې شخړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې واک کې د ماسک له شرېکېدو وروسته؛ نوموړي ګڼ شمېر چارواکي نا ارامه کړي دي.

رویټرز:هند له پاکستان سره خپلې اړیکې په بې ساري ډول کمې کړې

0

رویټرز راپور ورکړی، چې د هند تر کنټرول لاندې کمشېر پر سیلانیانو له خونړي برید وروسته، نوي ډهلي له اسلام اباد سره خپلې اړیکې په بې ساري ډول کمې کړې دي.

دوی په یو تازه اقدام کې له پاکستان سره د سند اوبو تړون لغوه او پاکستاني وګړو ته یې د ویزو ورکول هم منع کړل.

هند ویلي، تر هغې چې پاکستان په بشپړ ډول له ترهګري لاس نه وي اخیستی؛ نو دا تړون به ورسره ځنډېدلی وي.

په همدې حال کې هند دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ یوازینۍ لار هم تړل شوې ده.

د پاکستان امنیتي غونډه؛خواجه اصف وايي، په دې ناسته کې پر دوی د هند احتمالي برید د څرنګوالي په اړه خبرې کېږي

0

ټاکل شوې، چې د پاکستان حکومت د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د شوي برید په اړه بېړنۍ امنیتي ناسته را وبولي.

دا غونډه د برید په اړه د هند تر توندو غبرګونونو وروسته جوړیږي.

د یاد هېواد دفاع وزیر خواجه اصف وايي، دوی په دغه غونډه کې د هند د برید څرنګوالي په اړه خبرې کوي.

نوموړی زیاتوي، هېواد یې چمتو دی، چې د هر ډول برید ځواب ورکړي.

بل لورته بیا هند ویلي، چې د دغه برید غچ به واخلي.

کارولین لوویت:د چیني توکو پر وارداتي تعرفو کې به یو اړخیز کمښت نه کېږي

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لوویت اعلان وکړ چې متحده ایالات به د چیني توکو پر وارداتي تعرفو کې هېڅ ډول یو اړخیز کمښت ونه کړي.

نوموړې له فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي: «د تعرفو د یو اړخیز کمښت پرېکړه نه ده شوې. دا یوه پیاوړې او همغږې پالیسي ده چې د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ ولاړه ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې چین پر واشنګټن فشارونه زیات کړي څو د سوداګریزو خبرو پر مهال تعرفې راکمې کړي.

د چین حکومت مخکې له دې، په رسمي ډول د تعرفو د کمولو غوښتنه کړې وه.

د سپینې ماڼۍ چارواکو بیا ټینګار کړی چې تر هغه چې چین خپلې سوداګریزې ژمنې عملي نه کړي، د تعرفو د کمښت هېڅ پلان نه لري.

چین هم په غبرګون کې پر امریکايي توکو تعرفې لوړ کړې دي.

شاه محمود میاخیل:د جمعیت او مقاومت جبهو سیاست نه؛ بلکې د ماشومانو لوبه پیل کړې

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د ملي مقاومت په نوم په جبهې سختې نېوکې کړي.

نوموړی وایي، د مقاومت جبهه، نه ملي مقاومت دی او نه جبهه.

نوموړي ویلي، دوی سیاستمداران نه؛ بلکې د ماشومانو غوندې یو ځای او بل ځای مښوکې وهي.

د هغه په خبره، دا نوې لوبه نه ده؛ بلکې د دوی پخوانیو مشرانو هم مکه کې سره قسم وخوړ؛ خو بیا هم متعهد پاتې نشول.

ښاغلی میاخېل وایي، دلته ائتلاف د شخصي ګټو او د نورو د اهدافو لپاره د وریجې د غوريو په څېر دی او کله چې وریجې په غوري کې خلاصې شي بیا د خالي غوري په دور څوک نه پاتې کیږي.

امرالله صالح:د بیرغ سپکاوی او توهین د مخالفانو د انزوا سبب کېږي

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، یوازینی بنسټ چې د افغانستان د ملي بیرغ د بدلون صلاحیت لري، لویه جرګه یا عمومي ټولپوښتنه ده او یوازینی سند چې کولای شي ملي بیرغ تعریف کړي، د افغانستان اساسي قانون دی.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې د بیرغ د سپکاوي په تړاو جوړې شوې ویډیو ته غبرګون کې ویلي، هر ډول هڅه چې د دې بیرغ سپکاوی یا توهین وکړي، نه‌ یوازې بې‌نتیجې به وي، بلکې لا به د مخالفانو د انزوا سبب شي.

نوموړي ویلي، ګوندونه او قومونه په ټوله نړۍ کې حق لري چې د قانون له مخې خپل سمبولونه ولري؛ خو دا سمبولونه د ملي سمبول په توګه نه پېژندل کېږي.

حامد کرزی:د هند تر کنټرول لاندې کشمېر کې شوې پېښه غندم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې شوې پېښه غندلې.

هغه د هند خلکو، حکومت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې.

بل لورته بیا د هند حکومت په دې اړه امنیتي غونډه پیل کړې ده.

د هند حکومت وایي، پر درې پاکستاني پوځیانو یې شک دی او هیڅ وخت به دا پېښه له غچ اخیستلو پرته پرېنږدي.

د یادونې ده چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې تېره ورځ وسله‌والو پر سېلانیانو ډزې کړې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:د مهاجرو د پاتې کېدو برخه کې د محکمې پرېکړې کولی شي امریکا یو خطرناک هېواد کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که محکمې د هغه د ادارې د مهاجرتي تګلارو، په ځانګړې توګه د ناقانونه مهاجرو د شړلو مخه ونیسي؛ نو دا کار به امریکا یو ډېر خطرناک هېواد کړي.

نوموړي د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ویلي، ادارې یې هڅه کوله چې ډېر خراب خلک له هېواده وباسي؛ خو ځینې محکمې د دې مخه نیسي، چې د هغه په وینا، د هېواد امنیت ته جدي خطر پېښوي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې چین باید له امریکا سره یو اقتصادي تړون لاسلیک کړي.

ټرمپ زیاته کړې چې په یو شمېر هېوادونو د تعرفو د لوړولو له امله د امریکا اقتصاد لا پیاوړی شوی دی.

سراج الدین حقاني:د مسکو له لوري زمونږ سفیر منل د افغانستان د واقیعتونو د منلو په اړه مهم ګام دی

‏د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست، خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر، دیمېتري ژېرنوف سره کتلي.

د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي، چې په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ سفارتي کچې ته د ډيپلوماټيکو اړیکو د رسولو په اړه هم خبرې وشوې.

قانع زیاته کړې چې په دغه کتنه کې سراج الدین حقاني د افغانستان په تړاو د مسکو وروستي اقدامات د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته مهم ګام وباله.

د متقي او کابلوف لیدنه؛کابل له مسکو مننه کړې، چې د سفیر په کچه د دوی دیپلومات مني

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي کابل کې د روسيې ځانګړي استازي ضمیر ګابلوف سره په لیدنه کې له مسکو مننه کړې ده چې خپل هېواد کې د افغانستان لخوا ليږل کېدونکی د سفیر په کچه ډيپلومات مني.

امیرخان متقي دغه ګام د دواړو اړيکو د لا پراختيا لپاره مهم بللی دی‌.

د یاد وزارت ویاند ویلي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د کچې پر پیاوړتیا خبرې کړې.

په دې لیدنه کې ضمیر کابلوف ویلي، راتلونکې مۍ میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمیسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.