دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 552

روسیه:د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره د اوربند طرحه چمتو شوې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، هېواد یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه تفاهم لیک مسوده بشپړه کړې او ژر به یې کیف ته وسپاري.

لاوروف په یوه خبري ناسته کې وویل: «موږ دا یادداشت د موافقې له مخې اوکرایني لوري ته سپارو، او تمه لرو چې هغوی به هم ورته ګام پورته کړي.»

نوموړي دا اقدام د سولې پر لور یو مثبت پرمختګ بللی او ویلي چې مسکو د خبرو اترو ملاتړ کوي.

د هغه په وینا، د سولې د مذاکراتو دوهم پړاو هم پلان شوی دی.

تر دې وړاندې د روسیې او اوکراین استازو تر منځ د سولې مستقیمې خبرې د د ترکيې په استانبول کې ترسره شوې.

رویټرز:غزې ته ۱۰۷ مرستندویه لارۍ داخل شوې؛ خو جګړه او لوږه لا هم دوام لري

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسراييلي پوځ ویلي چې غزې ته تر دې دمه ۱۰۷ مرستندویه لارۍ داخل شوي دي.

د اسراييلي پوځ په وینا، یادو لاریو کې اوړه، خوراکي توکي، طبي وسایل او درمل شامل دي.

دا مرسته په داسې حال کې شوې چې غزه کې ګڼ شمېر خلک د لوږې له ناورین سره مخ دي.

د بشري مرستو کارکوونکي وایي، که څه هم دغه مرستې یو ښه ګام بلل کېږي، خو د محاصره شوې غزې د اوسېدونکو اړتیاوې خورا زیاتې دي او دا مرستې یې نه پوره کوي.

ګلبدین حکمتیار:نوي تحولات پېښیدونکي دي، که منسجم نه شو، ځینې به تسلیمیږي، ځینې به تښتي او نور به غرونو ته خیژي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کړې چې امریکا او روسیه د یوې معاملې په ترڅ کې هڅه کوي چې له مخې یې واشنګټن اوکراین مسکو ته پرېږدي، او په بدل کې روسیه له افغانستانه د بګرام هوايي اډه او امریکايي وسلې امریکا ته وسپاري.

حکمتیار دا څرګندونې په یوه یادښت کې کړې او ویلي یې دي چې روسیه اماده ده له امریکا سره د افغانستان په اړه خبرې بیا پیل کړي.

نوموړي د روسیې د استازي ضمیر کابلوف دا څرګندونې یادې کړې چې بګرام د روسیې لپاره اهمیت نه لري؛ خو دا ښيي چې روسیه چمتو ده امریکا ته دا اډه پرېږدي.

نوموړي ویلي، د طالبانو له خوا د چین هوایي دهلیز ته یو ځای کېدل د امریکا، هند او ایران غبرګون راپارولی او دا به د هند ـ ایران ترمنځ د چابهار پروژه هم اغېزمنه کړي.

د حزب اسلامي مشر ویلي چې افغانان د نوو تحولاتو او ازموینو پر درشل ولاړ دي. هغه لیکلي: «دا ګواښونه خیالي نه دي، رښتینې دي. مخکې هم شوي او بیا تکرارېدلای شي. مهم دا دی چې موږ د مقابلې لپاره چمتو یو که نه؟»

په پای کې حکمتیار لیکلي: «آيا كولى شو ټول ملت او هېواد ته ژمن افغانان داسي راغونډ كړو چي د گواښونو په وړاندي گډ دريځ او تكلاره ولري، داسي نه چي سبا او د پېښو په وخت كي ځيني تسليمېږي، ځيني غرونو ته خېژي او ځيني تښتي؛ له تېرو تجربو مو بايد ډېر څه زده كړي وي.»

نوې څیړنه؛ د تبخال ناروغي د الزایمر ناروغۍ خطر زیاتوي

‏د تبخال ویروس د الزایمر د ناروغۍ خطر زیاتوي

څېړونکو د هېرپس ویروسونو لکه د هېرپس سیمپلکس دویم ډول (HSV-2) چې د جنسي تبخال لامل دی، واریسلا زوستر چې د چیچک او زونا ویروس دی، او سیتومګالوویروس په اړه څیړنې کړي.
د دوي تازه موندونو ښودلې چې د لومړیو دوو ویروسونو شتون په بدن کې د الزایمر د خطر له زیاتوالي سره تړاو لري.

نوي څېړنې ښيي چې د هېرپس سیمپلکس ویروس لومړی ډول (HSV-1) ـــ چې د خولې تبخال رامنځته کوي او د ډېرو خلکو په بدن کې په ناڅرګند ډول شتون لري ـــ کولی شي د الزایمر ناروغۍ د رامنځته کېدو خطر زیات کړي.

ساینسپوهان وايي چې ددې ناروغیو درملنه شونې ده.

د نیویارک پوست د راپور له مخې، الزایمر د حافظې تر ټولو عامه ورکېدونکې ناروغي ده، چې یوازې په امریکا کې شاوخوا ۷.۲ میلیونه کسان چې عمرونه یې له ۶۵ پورته دي، پرې اخته دي.

که څه هم ساینسپوهانو لا هم د دې ناروغۍ دقیق لامل نه دی موندلی، خو دا یې پیداکړې چې عمر، جنیټیک، د ژوند طرز، او ځینې نورې ناروغۍ یې د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت؛د جان بولټن د اټومي وسلو اړوند څرګندونې غندلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن هغه څرګندونې رد کړې چې پکې یې د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت په اړه شک څرګند کړی و.

جان بولټن دا څرګندونې د هندي خبري اژانس ANI سره په مرکه کې کړې وې او د هند د دفاع وزیر راج ناته سینګ د ورته خبرو ملاتړ یې کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، پاکستان د خپلو اټومي وسلو د امنیتي نظام او د قوماندې او کنټرول پر جوړښت بشپړ باور لري.

دغه وزارت د جان بولټن خبرې سیاسي او د هندوانو د افراطي ذهنیت پایله بللې ده.

پاکستان خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د هند د اټومي وسلو پر امنیت اندېښنه ولري، ځکه دا وسلې د هغو کسانو تر کنټرول لاندې دي چې پاکستان او مسلمانانو سره دښمني لري.

د فلسطین د روغتیا وزیر:وروستیو ورځو کې غزه کې لوږې ۲۹ ماشومان او زاړه کسان وژلي

د فلسطین د روغتیا وزیر ماجد ابو رمضان ویلي چې په وروستیو ورځو کې لږ تر لږه ۲۹ ماشومان او زاړه کسان د لوږې له امله په غزه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي دا مړینې د خوراکي توکو او درملو د کمښت پایله بللې او زیاته کړې چې د نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د مارچ له پیل راهیسې غزې ته د مرستو پر ننوتو محدودیتونه لګولي.

د یادونې ده چې تېره دوشنبه اسراییلو غزې ته د خوراکي توکو یو شمېر موټرو ته اجازه ورکړه؛ خو ملګري ملتونه وایي چې د مرستو وېش لا هم له امنیتي ستونزو سره مخ دی.

د ټرمپ حکومت؛ د هارورډ پوهنتون د بهرنیو محصلینو د منلو جواز لغوه کړ

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د هارورډ پوهنتون اجازه لغوه کړې چې بهرني محصلین ومني.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو او د یهودي زده‌کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له امله شوې ده.

دغه وزارت ادعا کوي چې پوهنتون د چین له یو شکمنې ډلې سره اړیکې درلودې او د مظاهرو پر مهال یې یهودي زده‌کوونکي خوندي نه دي ساتلي.

یاد وزارت ویلي، چې اقدام شاوخوا ۶۸۰۰ نړیوال زده‌کوونکي اغېزمنوي او ښايي راتلونکی کال کې د نویو بهرنیو محصلینو د داخلې مخه ونیسي.

بل لورته هارورډ دا پرېکړه غیرقانوني بللې او وایي له خپلو نړیوالو محصلینو به دفاع وکړي.

هارورډ پوهنتون، چې د امریکا تر ټولو پخوانی تعلیمي بنسټ دی، له ۱۰۰ څخه د زیاتو هېوادونو محصلین لري.

اسماعیل بقایي:پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به زموږ د پرمختګ مخه ونشي نېولی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د امریکا لخوا د ایران د ساختماني سکتور پر ضد نویو بندیزونو ته سخت غبرګون ښودلی.

هغه دا بندیزونه “غیرقانوني، غیرانساني او دښمنانه” بللي او ویلي چې دا اقدامات د ایران د خلکو پر معیشت مستقیم اغېز لري او د بشریت پر ضد جرم ګڼل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول فشارونه به د ایران پرمختګ ونه شي درولی او د امریکا د دیپلوماتیکو هڅو نیت تر سوال لاندې راولي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې په روم کې د ایران او امریکا د خبرو پنځم پړاو پیل شي.

امریکا ویلي، دا بندیزونه ځکه لګول شوي چې د ایران ساختماني سکتور له سپاه پاسداران سره تړاو لري، او لس مهم مواد لکه نکل-کروم الیاژ، منیزیم، او پرکلوریټ پکې شامل دي.

د امریکا او ایران پنځمه غونډه؛ عباس عراقچي د ایران د هستوي فعالیتونو په اړه د امریکایي استازو سره د خبرو لپاره روم ته ولاړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د یو پلاوی په مشرۍ نن جمعه له امریکا سره د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه د پنځم پړاو خبرو لپاره روم ته روان شو.

ښاغلي عراقچي په خپل ایکس پاڼې ولیکل: «د پرېکړې کولو وخت رارسېدلی دی.»

عراقچي په دې لنډ پیغام کې لیکلي: «د هوکړې د ترلاسه کولو لار د توغندیو توغول نه دي. د اټومي وسلو نه لرل دا مانا لري چې هوکړې ته رسېدل ممکن دي، خو که شرط د غني‌سازۍ دریدل وي، نو پدې مانا ده چې توافق ته نشو رسیدلای.»

سپینه مانۍ: ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه مهمې ټلیفوني خبرې وکړې

‏د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت، په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ د «مؤثر» تلیفوني اړیکې په اړه معلومات ورکړل.

لویت زیاته کړه د دواړو هېوادونو مشرانو په واشنګټن کې د اسراییلي سفارت پر دوو کارکوونکو برید وغانده او دا یې یو ترهګریز برید وباله.
د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل دواړو مشرانو د ایران اسلامي جمهوریت سره د احتمالي هوکړې په اړه هم بحث وکړ.

د هغې په وینا، ټرمپ لا هم باور لري چې له ایران سره خبرې سم لور ته روانې دي، خو دا خبرداری هم پر ځای پاتې دی چې که هوکړې ته ونه رسېږي، ښايي ناوړه پایلې ولري.